ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
خبرتياوې
سعید ګوهر وفات شو
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د پښتو او اردو ژبو ستر شاعر،محقق او کره کتونکی ښاغلی سعید ګوهر وفات شو ی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ګوهر په مړینه د غمرازۍ څرګندونه کوي ، د هغه مړینه د پښتو ادب دپاره زیان بولي او لوی خدایې څخه مرحوم ته فردوس جنت او دهغه ورنو
د حبیب الله همدرد والد صېب وفات شو
کراچۍ ښار کې مېشت د ښه شاعرانو هر یو حبیب الله همدرد او عزیزالله غالب والد محترم د ورپېښې ناروغۍ لکبله په حق رسیدلی دی ـ کراچې بلاګ چلونکی اداره د کراچۍ ښار د دواړو شاعرانو سره ځان په دغه درانه غم شریک ګڼي ، روح یې او فردوس جنت یې په برخه شه ـ
د اتفاق پښتو ادبي جرګې د سلورجوبلي په مناسبت کراچۍ ښار کې لویه مشاعره جوړیږي
د اتفاق پښتو ادبی جرګي سنده د سوری لاندې لويه مشاعرهد جنورۍ پۀ يوديرشمه [٣١] نيټه کال ٢٠١٠ د اتوار پۀ ورځ ماسپښين دوه[٢] بجي پۀ مين مټروول کښې د شبير هسپتال پۀ خوا کښې پۀ خيبر لان کښې دا لويه مشاعره کولي شی٠ پۀ دې مشاعره کښې به دپښتونخوا نه نامتو شاعران محترم اکمل ليونې اؤ حسين احمد صادق پۀ خصوصی توګه شرکت کوی٠د کراچۍ ټولو شاعرانو اؤ ادب ذوقه ملګرو ته د شرکت دعوت دې٠ ايجنډا= اوله برخه;; پۀ دې برخه کښې به مقاله اؤ د جرګي پۀ حقله د ملګرو تاثرات وړاندې کولي شی٠ د دې نشست
غمرازي کونکو مننه
جرس ادبي جرګه کراچۍ د ټولو هغو ملګرو څخه مننه کوي چا چې د عبدالسلام سلام په مړینه او دې درانه غم د موږ سره په ایمیل،فون او ایس ایم ایس په ذریعه د موږ سره غمشریک کړو ـ &nbsp
کابل سیمنارکې دکراچۍ مېشته فرهنګیانو ډله پېښور ته ورسیده
کابل ښار کې د درې ورځني فرهنګي سیمنار دپاره د پاکستان د ستر ښار کراچۍ نه د فرهنګیانو ډله پېښور ته ورسیده ـ ددغه سیمنار دپاره د کراچۍ نه پنځه فرهنګیان بلل شوي ووـ د طاهر افریدي په مشرۍ کې دغه ډله به نن کابل ته روانیږي ـ په دغه ډله کې د طاهر افریدي سربیره ماښام خټک او امان افریدي برخه لري ـ د یادونۍ وړ ده چې د کراچۍ
د اکادمي ادبیات نه مننه
د اکادمي ادبیات نه مننه اکادمي ادبیات اسلام اباد د جرس ادبي جرګې مخکښ غړي،تکړه شاعر او ادیب ښاغلي ریاض تسنیم ته د ورپېښې ناروغۍ (تورزیړي) په درملنه کې د مرستې ټټر وهلی دی ـ د جرس ادبي جرګې سرپرست اعلی طاهراپریدی او د ټولنې ټول غړي د اکادمۍ د مشر ښاغلي
دریاض تسنیم مننه
کراچۍ مېشت د جرس ادبي جرګې مخکښ غړی ،تکړه شاعر او ادیب ښاغلی ریاض تسنیم چې تېرو څو ورځو کې سخت ناروغۍ د کوما تر حده رسولی وو اوس یو څه ښه او صحت مند دی ،ریاض تسنیم ددې بلاګ له لیارې خپلو هغو ملګرو څخه مننه کوي چاچې په فون،نیټ او نورو لارو څخه دده پوښتنه او عیادت کړی دی ـ
د جرس ادبي جرګې د رودادونو(ګزارشونو)کتاب چاپ شو
دجرس ادبي جرګې (جاج)کراچۍ د کره کتنې د غونډو د رودادونو(ګزارشونو) مجموعه چاپ شوه ـ د ښاغلي طاهر اپریدي په زیار چاپ ته چمتو شوې دغې کتاب کې د جرس ادبي جرګې د تېر یو کال د میاشتنو غونډو تفصیلي ګزارشونه درج دي ـ په کتاب سریزه ښاغلي قېصر اپریدي لیکلی ده ـ دیادونۍ وړده چې جرس ادبي جرګه د کره کتنې او د مذاکراتي غونډو رودادونه هر کال د ټولو ملګرو په مشوره چاپ کوي ـ تېر کال د جرګې یو غړي محب وزیر د غو
جرس ادبي جرګې د رحمان بونیري په کور حمله وغندله
جرس ادبي جرګې د تکړه ژورنالسیت،شاعر ،او د جرس ادبي جرګې مخکښ غړي ښاغلي رحمان بونیري په کور(بونیر،پولان کلي کې) د نامالومه ترهګرو له لوري شوی برید په سختو ټکو کې وغندو او د پښتونخوا ایالتي حکومت نه یې په ټینګه د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه ـ د جرس ادبي جرګې ټولو غړو په یو هنګامي غونډه کې د رحمان بونیري سره په دغه درد کې
د پښتانه او پرمختګ په موضوع د جاج مذاکره کیږي
د پښتانه او پرمختګ په موضوع د جاج مذاکره کیږي ټاکل شوې ده چې د د ووه زره نهم کال د جون په ۲۲ مه نېټه جهانګیر پارک کراچۍ صدر کې به جرس ادبي جرګه(جاج) د ،،پښتانه او پرمختګ ،،په موضوع مذاکره کوي ـ غونډه به د مازیګر په څلور بجو په ټاکلي ځایې کې شورو کیږي ـ غونډه کې به د نړیوال پرمختګ او د پښتنو په هغې کې ونډه ،او هم د پښتنو په اوسني سیاسي،اقتصادي او ټولنیزو خوزښتونو تفصیلي مقالې او بحث ترسره کیږ
مزدور جدوجهد مجله له چاپه راووتله
مزدور جدوجهد مجله له چاپه راووتله د ترقي پسند تحریک ترجمانه مجله مزدور جدوجهد چې دا څو میاشتې کیږي په پښتو ژبه هم خپریږی له چاپه راوتلې ده ـ د مارچ او اپریل د میاشتې په دې ګڼه کې د سیاسي او ادبي موضوعاتو سربیره په ارواښاد محمد اقبال اقبال باندې هم لیکنې شوي دي ـ مزدور جدوجهد په دې
د پروفیسرپریشان خټک په مړینه د جاج د خواشینۍ پېغام
د پروفیسرپریشان خټک په مړینه د جاج د خواشینۍ پېغام په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې تکړه شاعر،لیکوال او ادیب پروفیسر پریشان خټک صېب په حق رسیدلی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ارواښاد دکورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي او د خدایې بخښلي دپاره د پاک الله څخه د بخښنې دوعا کوي ـ پر ګور یې نور ــــــ او اروا یې ښادهله اړخه : طاهراپریدي ،ریاض تسنیم،رحمان بونیری،امان اپریدي،وصال مومند،عبدالسلام سلام،وقاص ترین،ظفرکریم
د جرس ادبي جرګې کلنۍ غونډه
جرس ادبي جرګه کراچۍ (جاج) د تېر په څېر سږ کال یو ځل بیا د ارواښاد قلندر مومند په یاد کې د کلنۍ مشاعرې تابیا کړې ده . غونډه به سبا د جمعې په ورځ(۲۰/۰۲/۲۰۰۹) باچاخان مرکز کراچۍ کې ترسره کیږي چې د سېمې مشهور شاعران به پکې برخه اخلي وخت : د ورڅې ځلور بجې له اړخه: جرس ادبي جرګه د خبرتیاو څانګه
مزدور جدوجهد مجله چاپ شوه
د ترقي پسند فکر ترجمانه مجله مزدور جدو جهد په پښتو ژبه کې هم چاپ شوه ، مزدور جدوجهد مجله ددې نه مخکې په اردو ژبه خپریده ، د مجلې مسول مدیر هوډ لري چې دغه میاشتنۍ به هرځل د اردو سربیره په پښتو کې هم خپروي ـ
کراچۍ کې د غزل شپه
کراچۍ کې د غزل شپه د نورو لويو او ګن ميشتو ښارونو په څير دکراچۍ په هکله هم ويل کيږي چې دا يو بې حسه او مشيني ښار ده خو کراچۍ ميشتو پښتنو تل داخبره غلطه ثابته کړي او چې کله هم موقع په لا س ورغلي نو له خپلي ژبي اوکلتور سره یې خپله بې کچي مینه څرګنده کړي ده .
د جرس ادبي جرګې اتلسمه کالیزه ونمانځل شوه
د جرس ادبي جرګې اتلسمه کالیزه ونمانځل شوهد دوه زره اتم کال د اکتوبر په اتمه نېټه باچا خان مرکز کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت یوه درنه غونډه د طاهر اپریدي په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ښاغلي رحمان بونیري ترسره کړېغونډه محترم شریف کنډروال د کلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پرانسته ـ ورپسې ښاغلي طاهر اپریدي ته بلنه ورکړې شوه ترڅو د جرس ادبي جرګې د ټولو غړو څخه د
جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د غونډې تابیا
جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د غونډې تابیا د ۲۰۰۸کال د نومبر په ۸مه نېټه باچاخان مرکز کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د یوې درنې غونډې تابیا شوې ده ـد طاهراپریدي په مشرۍ کې ترسره کیدونکې ددې غونډې مشرمېلمه به د عوامي نېشنل پارټۍ کراچۍ مشر ښاغلی امین خټک وي ـ د غونډې په لومړۍ برخه کې ملګري د جرګې د تېرو اتلسو کالو ادبي خدمتونو جاج اخلي او په دې اړه به مقالې لولي ورپسې به مشاعره کیږي ـ یارا
کراچۍ کې د اجمل خټک په ياد غونډه وشوه
د اجمل خټک په ياد غونډه چې نشه د استبداد لري په سر کښې مــاته يو دى که مغل دى که افــــغان د اکادمي ادبيات له لوري ښاغلي اجمل خټک ته د لايف اچيومنټ ايوارډ د
دماښام خټک نوى کتاب خپور شو
دماښام خټک نوى کتاب خپور شود نوموړي شاعر،ليکوال،کالم نګار او فنکار ښاغلي اقبال شاه ايډوکېټ (ماښام خټک) نوى کتاب ګلګشت(راپورتاژ)دجرس ادبي جرګې کراچۍ له لوري خپور شو ـ ګلګشت په هزاره د اولنۍ پښتو نړيوالې مشاعرې راپورتاژ دى ـ ددې کتاب تړون ښاغلي ليکوال د ښاغلي اسماعيل ګوهر او دهغو ملګرو په نوم کړى دى چې ددغې نړيوالې مشاعرې تابيا يې کړې وه ـ ديادونۍ وړ ده چې د ماښام خټک ددې نه وړاندې هم يو شعري ټولګه "
دطاهر اپریدي نوی کتاب خپور شو
دطاهر اپریدي نوی کتاب خپور شودپیاوړي تخلیقکار او پیژندل شوي افسانه لیکونکي ښاغلي طاهر اپریدي شپاړسمه پنځونه " دڅو لحظولویه قصه" د جرس ادبي جرګې کراچۍ له لوري خپره شوه ـپه 23 لنډو کیسو او 186 مخونو مشتمل ددغه کتاب سریزه نوموړي لیکوال ښاغلي علي کمیل قزلباش لیکلې ده ،ښاغلی قزلباش ددې کتاب په اړه وایي چې د
کراچۍ کې د غني خان په یاد سیمینار
کراچۍ کې د غنی خان په یاد سیمینار خدایا دا بازار تالا کړې په مغُلو
دمېرمن انګار په وفات د
دمېرمن انګار په وفات د" کراچۍ "ویبلاګ د خواشینۍ پېغام په ډیره خواشینۍ مو ګران او محترم ملګری ،دټول افغان وېب پاڼی چُست خبریال او دمیاشتنۍ "افاق" مسول مدیر ښاغلی مجیب الرحمان انګار دشریک حیات دمړینې خبر تر لاسه کړوـ
دقلندرمومند په یاد کې مشاعره
دقلندرمومند په یاد کې مشاعره &
کراچۍ دپښتنو بریالیتوب او دجرس خوښی
دجرس ادبی جرګې پلاوی پښتون ملتپال ګوند ته په ټاکنو کې په بریالیتوب مبارکی وویله دجرس ادبې جرګې نمايندګانو د عوامې نينل پارټۍ سند جنرل سيکر ټرى امين خټک ته په سند اسمبلۍ کښې پۀ نمائندګى امبارکى ورکړه
دجرس ادبی جرګې خبرتیا
دجرس ادبی جرګې خبرتیا دجرس ادبی جرګې میاشتنۍ مذاکراتی غونډه چې سبا دیکشنبی په ورځ جهانګیرپارک صدر (کراچۍ) کې "2007کال کې دپښتوچاپ کتابونو باندی بحث"ته ځانګړی شوی وه،دعاشوری دورځې د تعطیل او جلوس له امله تر 17فرورۍ وځنډیده ـ یاران دی خبر وی ـ &