د اتفاق پښتو ادبی جرګي سنده د سوری لاندې لويه مشاعره
د جنورۍ پۀ يوديرشمه [٣١] نيټه کال ٢٠١٠ د اتوار پۀ ورځ ماسپښين دوه[٢] بجي پۀ مين مټروول کښې د شبير هسپتال پۀ خوا کښې پۀ خيبر لان کښې دا لويه مشاعره کولي شی٠
پۀ دې مشاعره کښې به دپښتونخوا نه نامتو شاعران محترم اکمل ليونې اؤ حسين احمد صادق پۀ خصوصی توګه شرکت کوی٠
د کراچۍ ټولو شاعرانو اؤ ادب ذوقه ملګرو ته د شرکت دعوت دې٠
ايجنډا= اوله برخه;; پۀ دې برخه کښې به مقاله اؤ د جرګي پۀ حقله د ملګرو تاثرات وړاندې کولي شی٠ د دې نشست صدارت به سماجی اؤمذهبی شخصيت مولانا قاسم محمود کوی،
اؤ د مشر ميلمه پۀ حيث به صوبائ وزير محنت و افرادی قوت محترم امير نواب خان ګډون کوی٠
پۀ دويمه برخه کښې به ازاده مشاعره وی ،د مشاعرې صدارت به د اتفاق پښتو ادبی جرګې مخکښنې صدر ښاغلې محمدخان عندليب کوی٠ اؤ د پښتونخوا نه راغلی ميلمانۀ ښاغلي اکمل ليونې اؤ حسين احمد صادق مشران ميلمانۀ وی
حسرت بونیری٠