د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده د سوری لاندي د اروښا د رضا خان ناتار اؤ سيد رحمان عرفان پۀ ياد کښي يوه لويه مشاعره اوشوه٠ دا مشاعره د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ پۀ دفتر بنارس کراچۍ کښي د ډاکټر رحيم غريب مل پۀ صدارت کښي د اتوار پۀ ورځ پۀ لسمه جنورۍ کال ٢٠١٠ کښي وشوه٠ دنظامت چاري حسرت بونيری ترسره کړي٠ د پروګرام باقاعده پيل د تلاوت کلام پاک نه وزير نګار اوکړو٠
پۀ اوله برخه کښي د رضا خان ناتار اؤ سيدرحمان عرفان پخقله ملګرو خپل تاثرات وړاندي کړل او پۀ دويمه برخه ازاده مشاعره وشوه ٠پۀ مشاعره کښي عبداوکيل وکيل، فضل خالق غمګين، ساګر تنقيدی، اسلام ګل تسکين، وزيرنګار ،عبدالحليم حليم، امير محمد سلطان، مطيع الله منقاد، بلال غمګين، حبيب ذاده مجروح،نوراحمد باچا، حبيب الله همدرد، شريف کهنډروال ،سيدخان سيد، مراد پښتونوال ،انور عادل ،خان بهادر ازاد، صابر احمد صابر،دلاور دلسوز، عمر علی عمر، ګل باچا ګهړيوال، فقير مناف، نورزرخان عاجز،رياض ساحل ،فرهاد علی فرهاد، تورخان ځيګر، فرمان علی اګر، ګډون اوکړو٠
حسرت بونیری
21.01.2010
- ظفرساپی کریمي
ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون
ليک الطاف شيخ ژباړه حسرت بونيری
د ملائيشيا د ښار ملاکا پۀ ميرلن هوټل کښي مونږ څه پاکستانيان اؤ د دويمي ايشيا ملکونو جهازچلونکی ناست ؤهلته ديو ډرائيونګ اسکول مالک زمونږ ملاؤ شو ٠هغه ملئ [ دملائيشيا ژبه] اؤ ماته ګوډا انګريزیۍ کښي خبري کولي ٠ هغه وئيل چي زۀ پښتون يم زما نيکه د انګريزانو پۀ دور کښي پۀ ١٩١٠ کښي دلته راغلي ؤ اؤ د يوي ملئ ښځي سره ئ واده کړي ؤاؤ بيا د...
25.01.2010
- ظفرساپی کریمي
د اتفاق پښتو ادبی جرګي سنده د سوری لاندې لويه مشاعرهد جنورۍ پۀ يوديرشمه [٣١] نيټه کال ٢٠١٠ د اتوار پۀ ورځ ماسپښين دوه[٢] بجي پۀ مين مټروول کښې د شبير هسپتال پۀ خوا کښې پۀ خيبر لان کښې دا لويه مشاعره کولي شی٠ پۀ دې مشاعره کښې به دپښتونخوا نه نامتو شاعران محترم اکمل ليونې اؤ حسين احمد صادق پۀ خصوصی توګه شرکت کوی٠د کراچۍ ټولو شاعرانو اؤ ادب ذوقه ملګرو ته د شرکت دعوت دې٠ ايجنډا= اوله برخه;; پۀ دې برخه کښې به مقاله اؤ د جرګي پۀ حقله د ملګرو تاثرات وړاندې کولي شی٠ د دې نشست...