ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
اتفاق پښتوادبي جرګه
د اروښاد رضاخان ناتار اؤ سيد رحمان عرفان پۀ ياد کښي د مشاعري روداد
د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده د سوری لاندي د اروښا د رضا خان ناتار اؤ سيد رحمان عرفان پۀ ياد کښي يوه لويه مشاعره اوشوه٠ دا مشاعره د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ پۀ دفتر بنارس کراچۍ کښي د ډاکټر رحيم غريب مل پۀ صدارت کښي د اتوار پۀ ورځ پۀ لسمه جنورۍ کال ٢٠١٠ کښي وشوه٠ دنظامت چاري حسرت بونيری ترسره کړي٠ د پروګرام باقاعده پيل د تلاوت کلام پاک نه وزير نګار اوکړو٠پۀ اوله برخه کښي د رضا خان ناتار اؤ سيدرحمان عرفان پخقله ملګرو خپل تاثرات وړاندي کړل او پۀ دويمه برخه ازاده مشاعره وشوه ٠پۀ مشاعره
غزل/حسرت بونیری
غزلګلابه ياره تۀ د کلي موسم څله پښتېدلته د وينو باران هر يو مازيګر کيږي د بقا جنګ دی پۀ ټوپک نۀ پۀ قلم به کوؤوخت دی بدل اشنا ګزار پۀ ناخبر کيږي د اقتدار هوس پخوا دی ادميت خوړلیدهماکې ځکه پۀ جومات اؤ پۀ مندر کيږي
غزل/ساګر تنقیدي
غزل ځکه مې زړه وطن قجیره سره نه لګیده ملنګ فطرت مې د امیره سره نه لګیده د هغو لاسو تحف
د اتفاق پښتو ادبي جرګې روداد
د اتفاق پښتو ادبي جرګې روداد د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده تنقيدی غونډه د اتوار پۀ ورڅ ٢٦ جولائۍ ٢٠٠٩ کښي د پښتونخواه ملی عوامی پارټۍ پۀ دفتر کښي د حليم شملزي پۀ مشرۍ کښي وشوه، تلاوت وزير نګار اوکړو اؤ د نظامت چاري حسرت بونيری ترسره کړي
د مشاعرې روداد
نېټه: 05.07.2009 07:58 د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده د سوری لاندي د سوات ،بونير، دير، باجوړ پۀ حالاتو اؤ ددي ځائ د متاثينو پۀ نوم يوه لويه مشاعره وشوه،دا لويه مشاعره دانقلابی شاعر ښاغلی بخت شير انقلابی پۀ صدارت کښي وشوه٠ تلاوت قاری افضال احمد اؤ د نظامت چارېحسرت بونيری ترسره کړي٠پۀ دي مشاعره کښي دساميعينو ګڼ شمير تراخره پوري موجود ؤ٠ پۀ دې مشاعره کښيعبدالوکيل وکيل،بخت شېر
د حلیم شملزي شعرونه
خپله کعبهليونيه انتظار دي ليونې کړمهمينی دی له خپلو نه پردې کړمهاوسي په حرم کښی اوس ژوندی بوتانځم خپلی کعبی ته درناوې کړمهمېنه دوطن هم قربانی غواړي زه تش په خبرو ځان زمرې کړمهمات شو دپيړيو افغانی غرورزه چی دی په شپه شپه کښی پاکې کړمهتانه به حساب ستادجفاواخلمځان به ناببره لېونې کړمهنشته راکي توان نور دپردي غوبلخپل غم به په سر زه
غزل/حسرت
غزل د بوډۍ ټال رنګونه ټول پيکه شوالول چي دې پۀ مخ کښي شو رنګونهسياسی دوکاندارانو ګټه اوکړهمونږه هسې شهيدان کړل خپل ځانونهد چمن غيږه خالي شوه د ګلونوګل فروشو ترينه ډک کړل دوکانونهد جنت لار چي اسانه کړه مفتيانوځکه نۀ دي هم محفوظ نن جوماتونهدا يو شهيد ته لار همواره ول ديد شهيد پۀ نوم نن بند دي بازارونهچ
د مشاعرې خبرتیا
د مشاعرې خبرتیا د اتفاق پښتو ادبی جرګه سند د سوري لاندې د پښتون خوا مېپ له خوا د لر اؤ بر پۀ حالاتو د يوې لويې مشاعرې تابيا کړې ده٠ مشاعره به د جولاۍ پۀ څلورمه نيټه ٢٠٠٩د اتوار پۀ شپه ٩بجي ما
د اتفاق پښتو ادبي جرګې ګزارش
د اتفاق پښتو ادبي جرګې لنډ ګزارش د اتفاق پښتو ادبي جرګې سند میاشتنۍ تنقیدي غونډه د پښتونخواملي عوامي پۀ دفتر(کراچۍ) کښي د بسمل کابلګرامی پۀ مشرۍ کښي وشوه٠ د نظامت چاري حسرت بونیری ترسره ک
د امان الله حلیم شملزي شاعري
امان الله حلیم شملزی یو ښه لیکوال دی ،نن سبا د جرس ادبي جرګې غونډو کې هم برخه اخلي او شاید همدا لامل دی چې شاعرۍ ته هم لاس اچولی دی ـ د شملزي د شاعرۍ بېلګې هوډزه فنا لره په جنګ ورځم بقا ګټمهزه ېم ېاغې د تور ضمېر دا خامخا ګټمهد کرغېړن رواج پروانکړم ساده شمل ېمدچرګو غلانده دباز ښکار په هوا ګټمهدادوطن د ازادې جنګ دې ساده پښتونه
غزل/حسرت
غزلچــــــــــــــا چې لوټ کړی دی زما د زړه قرار پيرههغه تـــــــــــــــه ناست یم د مودو نه په دې لار پيره ماتـــــــــــه زما ښاپــــــــــــيرۍ کمه هم د قافه نه دهمثال یې نشــــــــــــته د وفا او د سیــــــــــــنګار پيره چې مونږ جدا یو نه مني زمـــــــــــونږ وجود
د هېبت خان شیراني غزله
غزلما ستـــــــا له غم دســــــترګو توره ژړا کړې نه دهپه زنـــــــدګي مې دا زړه خـــــوره ژړا کړې نه ده داسې لا نه ده پـــــــه جفـا دې چې غریو نه نیولمهخو ما د خـــــــلقو د پېــــــــــغوره ژړا کړې نه ده ما تل تویې کــړې له ماښامه تر سهار دي اوښکېما یوه شـــــــپ
غزل/شاهد
غزلچې یار دیدن راله په داسې سرې غــــــرمې راکويپښتو وطن دی بیا دې خدایې راله پردې راکوي زمونږ د قام دا مشران اخته کوي مونږ په څه؟قلم مو اخلي له لاسونو تمـــــــــــــانچې راکوي عجیبه خلق دي وهي مــــــو وایې ژاړې به نههم په سر راکـــــ
غزل/ساګر تنقيدي
غزل ستا داوربل په سيوري ماچرته دمه ونکړهدغې دامن کلي کي مي چرته شپه ونکړه تا يويو تار دزلفو کړلو په رقيب چې ګاڼهپه ما څه تير شو تا ددغي اندازه ونکړه ما درته ژوند په يوه ټپه کي کيسه کوو جانانهخو ستا دسترګو په اثر کي مي ټپه ونکړه
دنسیم ستوري پيرزونې
زمونږ خوږ ملګري نسیم ستوري داروپا او داود فرهت د کونړ ولایت څخه مونږ ته د اختر کارټونه رالیږلي دي ،زه ظفرکریمي دکراچۍ مېشته قلموالو پاڼې له لوري دواړو ښاغلو ته د اختر مبارکي وایم.
غزل /شیراني
غــــــــــزلزه په زړه داغ لرم یو،ستا په رخسار خال یو دیښکاري اشنا لکه چې ســـــتا او زما حال یو دی بیا به شي جـــــــــــــــــــوړه ګرانه یاره د دیدن لارهخو چې کړو ړنګ دغه په منځ کې چې دیوال یو دی زه په درشل د مېخانې ژاړم ته مـــــــــــــحراب کېد ځايې تضاد دی ګنې شېخه زمونږ خیال یو دی
غزل /غالب
مونږدبې دينه حاکمانو بغاوت کړی دیمونږه دوخت له جابرانو بغاوت کړی دی چې ضميرخرڅه شي اوښاوره دوطن خرڅه کړيمونږه دهغه ليډرانو بغاوت کړی دی چې خپلې خويندې تماشوکښې ګډوي په ميدانمونږه له داسې دلکانو بغاوت کړی دی تاريخ په هغه خلقوښاورې اړولي مدامچاچې له خپلو اتلانو بغاوت کړی دی چې تش دژبې واکداران وي نوراختيارنه لريمونږه له هغه واکدارانو بغاوت کړی دی په رڼاورځ چې قتلوي راله دقام وګهړي
زماقبر
زما قبرلويه خدايه!هغهلويه ښېره دُعا کړېکومه ښېره چې زما نر پښتون قوم ته شوې چې مې د لر او دبرخوارۀ وارۀ پښتانهد يو امېل په شکليا د زنځير په شکليو بل پورې وتړياو د يو لاس ګوتې شي ګنې په سوال او منتنکړه خوشال رايو ځايېنکړه رحمان رايوځايېنکړه سائل رايو ځايېنکړه رايوځايې ربه!خان غفارخان بابافخر افغان باباګران باچا خان باب
غزل
نوى کالخدائ دې اوکړي چې دا نوې کال د قتل قتل اؤ د پرهر پرهر پښتنو د پاره د امن پيغامونه راوړي اؤ پۀ ټولې دنيا د امن پسرلی خوارۀ کړي اؤ د پښتون قام د يوالۍ ،ابادۍ،خوشحالۍ اؤ د خپلواکۍ د پاره زېرې وګرځي٠ لکه څنګهچې د نورو قامونو اؤ د هغوۍ د مورنو ژبو څومره احترام کيږي چې هم دومره احترام
غزل
غزلخطا مو خپله وي الزام پۀ زمانې لګوؤمخ توري خلق ېو تهمت پۀ ائېنې لګوؤ تا پۀ محراب کښې واېه څه موندۀ چې زۀ به موممراځه ذاهده يو چکر د مېخانې لګوؤ د اور پۀ لوبو کښې مو خپل کورونه وسوزولواېه چې اور به اوس د چا پۀ اشېانې لګوؤ هلته احساس ستا د شته والي راته وشي اشناکله چې سر ستا د درشل پۀ استانې لګوؤ
قطب شاه غزل
غزلتل مې سترګو کښې غړېږې پۀ سوچونو کښې مې اوسېزما زړۀ کښې دا ستا کور دې پۀ خېالونو کښې مې اوسې د زړګي له درد مې هره څړیکه ستا پۀ نوم ځييئ سبب زما د ا وښکو پرهرونو کښي مې اوسې تا به څنګه د خېال باسم تا به څنګه هېروم زۀلکه وينه د زړۀ سره پۀ رګونو کښې مې اوسې زۀ ژوندې دا ستا پۀ نوم يم مح
غزل .......................قطب شاه
غـــــــــــــــــــــــــزل ما تېره کړې يوه شپه بې د ژړا نه نۀ دهدا مې نصيب خوار دی ګيله زم د چا نه نۀ ده زۀ پۀ ښکاره وايم چې يار مې یې مئين يم پۀ تاما پټه دا قيصــــــــــــه د دې دنيا نه نۀ ده تۀ تر هغې پورې پۀ ما باندې ظلمونه کوهچې مې تر څو پورې د زړۀ دنيا ویرانه نۀ ده د ب
غزل.........حسرت بونیری
غـــــــــزل حسرت بونیری څوک چې هم د چا له نظر پرېوځیداسې شوه چې خاورې ئ پۀ سر پرېوځی بيا پۀ ټوله لاره ځنګېدلی ځی زړۀ&nbsp
دساګر تنقیدی نوی نظم .......جایزه
جـــــــــــایزه ساګرتنقیدی چې د ښارونو جائزه واخلوښه پۀ هر ښار باندې نظر اوزغلولږ پۀ دې خپل ګرېوان کښې هم اوګوروتۀ پېښور د نورو کم نۀ ګڼېتۀ پيښور ته پيښور وائخو زما ستا د پيښوره ګېلهبلها شکوې بلها ګېلې پۀ زړۀ دیزۀ به اؤل د بمبۍ مسافرزۀ به ډهلی ته پۀ يو سا رسيدمچې ډکول دوزخ د خيټې شرط ووستا پيښور پۀ هغه ورځو کښې همچرته زما
د اتفاق پښتوادبی جرګې روداد(ګزارش)
د اتفاق پښتو ادبی جرګې میاشتنۍ تنقیدی غونډه &nbsp