مونږدبې دينه حاکمانو بغاوت کړی دی
مونږه دوخت له جابرانو بغاوت کړی دی


چې ضميرخرڅه شي اوښاوره دوطن خرڅه کړي
مونږه دهغه ليډرانو بغاوت کړی دی


چې خپلې خويندې تماشوکښې ګډوي په ميدان
مونږه له داسې دلکانو بغاوت کړی دی


تاريخ په هغه خلقوښاورې اړولي مدام
چاچې له خپلو اتلانو بغاوت کړی دی


چې تش دژبې واکداران وي نوراختيارنه لري
مونږه له هغه واکدارانو بغاوت کړی دی


په رڼاورځ چې قتلوي راله دقام وګهړي
مونږه له دغه قاتلانو بغاوت کړی دی


هغه مقصد دژوندانه ته رسيدلی نه شی
چاچې ده دين بزرګانو بغاوت کړی دی


چې په ګرانۍ ئې دغريب سرمن له تنه وستې
منږه له هغه قصابانو بغاوت کړی دی


چې بې د جام او د جانان نه بل عنوان نه لري
غالب له هغه شاعرانو بغاوت کړی دی

عزيزالله غالب شاميزی
نيټه ١٨ ٠٩ ٠٨