ښه ادب یعنی څه؟

ادب د ژوند ترجمان بلل کیږي خو آیا ښه ادب داده چې ژوند هماغسې انځورکړي لکه څنګه چې ژوند پخپله ده؟نه داسی بلکل نه ده بلکه آدب او ښه ادب داده چې خلک د خوبونو عملي کولو ته راوبولي د خلکو په فکر اغیزه ولري او خلک دژوند او د هغه دمسائلو حل کولو ته تشویق کړي دغه په ژوند پوري مربوط ژوندی آدب ده ...که موږ مسائل هماغسې وړاندي کړو لکه څنګه چې دي نو دې ته صحافت ویلې شو خو دا آدب نه ده مثلا که موږ یو غمناکه پيښه په هماغه انداز بیان کړو لکه څنګه چې دا پیښه ښوي وي نو دا صحافتي رپورټ شو خو که همدغه واقعه په جمالیاتي انداز دیوې لنډي کیسې په ډول وړاندي کړو نوښکاره ده چې لیکونکی او لوستونکی دواړه نه دا چې دبدي پیښي انځورګوري بلکه دحل او دمخنیوي لاره لټوي او همدغه د ادب او صحافت فرق ده ټولنيز مشکلات ناوړه او کړکیچن حالات که له یوې خوا دلیکوال په خپل ژوند بد اثر کوي او دټولني د یو حساس عضو په حیث یې ځوروي ولي له بله پلوه همدغه تیرینګلي او بحراني حالات وي چې ښه لیکوال دې ته هڅوي چې په خپل ټول جمالیاتي قوت مسائل وڅیړي ویې لیکي او لوستونکی دې ته اړباسي چې دبدلون په اړه فکر وکړي او لاري چاري ولټوي.
دا اړینه نه ده چې یوازي ټولنیز مشکلات ددې لامل دي چې ښه ادب زیږوي بلکه دانسان داخلي کیفیت هم په دې کي اهم رول لوبوي مثلا هر انسان په ورځني ژوند کي له بې شمیره مسائلو سره مخ کيږي خو ولي ښه لیکوال همدغه مسائل له حل غوښتنی سره دټولني مخ ته ږدي او په دې توګه غواړي ټولنه دې ته راوبولي چې مشکلاتو ته د حل لاري وسنجوي نه یوازي مسائل وپیزني بلکه په عمل لاس پوري کړي او حل راپیداکړي
یعنی که په لنډ ډول ووایو چې ښه ادب داده چې دلیکوال په لیکنه کي نه يوازي دا چې د ټولني حقیقي انځور موجود وي نه یوازي خپل اولس ته هنداره ږدي بلکه له دې سره سره دبدلون او د حالاتو د سمولو هیله هم وي او خپل لوستونکی دې ته اماده کړي چې په عمل هم لاس پوری کړي او که داسي نه وي نو تشه لفاضي نه خو ادب ده او نه کوم ادبي حیثیت لري

نورمحمد نور کراچۍ