کامريډ عاصم اخوند د سند د انقلا بي ځوا نا نو,,ا تل ،،

                                           ليک : نا صر منصور

                                          ژباړه :عبدالسلام سلام 

  کا مريډ عاصم اخوند د ٣٢ کالو په عمر کښې زمونږ نه جدا شو  هغه يو داسې  انسان ، پوهان ،سياسى مبارز او استاذ  وو چې کمی به ئې هر وخت محسوسيږي ـ پۀ يو دا سې چاپيريال کښې چې دولت او امارت د دلو ي والي  پيمانې ګڼلې شي پۀ داسى ځائې کښې د عاصم اخوند دد نيانه تلل د ډيرو خلکو دپاره  به کيدی شي چې کوم لوي خبر يا وا قعه نۀ وي ـ مګر هغه خلک چې عاصم اخوند ئې پيژندو د هغوۍ دپاره دا د يوي لوي غميزې نه کم نۀ دی ـ  ځګه چې هغوي پۀ دې پوهه دى چې د هغۀ پۀ ځواني مرګ کيدو مو نږ د څو مره لوئي مفکر او انسان نه محرومه شو ـ کا مريډ عاصم اخوند پۀ سند پو هنتون کښې د فلسفې استاذ وو ـ ليکن هغه د تيرې لسيزې د هغو څو آخرينو او د موجوده لسيزې د څو اولينو شخصياتو نه  وو چاچې د سند پۀ باشعوره ټولګيو خصوصاً پۀ زلمو د ترقي پسند فکر د بيا را ژوندي کولو تحريک پيل کړو  پۀ دا سې وخت کښې چې د سند سياست د نظرياتي بنيادونو نه د محرو مۍ طرف ته روان وو او تشو نعرو او مفاد پرستۍ  د اصولو ځائ نيولی وو ـ هغۀ د شعوري تر بيت دپاره د اسټډى سر کلو سلسله شروع کړه  او د ٫٫جاګرتا ،،(شبينه) پۀ نوم ئې د ترقي پسند فکر د تحريک اغاز او کړو د کوم په  وجه چې نن  پۀ سلګونو ځوانان پۀ مختلفو سياسي او ادبي تنظيمونو کښې فعال کردار ادا کوی  ـ کا مريډ عاصم اخوند د شپاړسو کالو پۀ عمر کښې د سوشلسټ نظرياتو سره اشنا شو  او د ژوند داخري ساګانو پورې  پۀ دغه نظرياتو قايم  وو ـ  د سويت يونين د را غورزيدو نه پس چې پۀ عومومي لحاظ پۀ ليفټ کوم جمود خور شو هغه د چانه پټ پناه خبره نۀ ده ـ څوک بيخي د مايوسۍ کومي ته پريوتل او چا خپله قبله د ماسکو نه واشنګټن طرف ته وا ړوله ـ  عاصم اخوند پۀ داسى وخت کښې د سوشلزم بير غ او چت کړو کله چې د لينن مجسمى غورزول  کيدې او سره جنډه د خپو لاندى کيدله او پۀ چين کښې د ماؤ د نظرياتو نۀ د بى زارۍ اظهار کيدو او د سر ما يه دارۍ د برياليتوب نغارى غږونکو نظريه دانانو دتاريخ د خاتمې اعلانونه کول ـ پۀ داسى وخت کښې   دا هغه خلک بيخي کم وو چې د سويت يونين ختميدل ورته دمارکسې تجزئې لۀ رويه يو سائنسي حقيقت او منطقي انجام ښکاره کيدو او مارکسزم  ته ئې د عقيدې نۀ بلکې د يو سماجي سائنس پۀ نظر کتل ـ دکا مريډ عاصم اخوند شمار هم پۀ دغه خلکو کښې وو چاچې دسويت يونين د را غورزيدونه پس دمارکسزم بيرغ پورته کړو ـ هغۀ به ويل چې د لينن او سټالن د مجسمو غورزولو سره مارکسزم ته شکست نشي ورکول کيدی ځکه چې د مارکسي نظرياتو رشتنولى پۀ خپله د سر ما يه داري نظام  د خيټىنه د پيداکيدونکي تضاداتو  پۀ شکل کښې کيږي ـ کامريډ عاصم اخوند د مارکسي فلسفي د ذده کړى د پاره  د سويت يونين د ختميدو نه پس ماسکو ته لاړو او هلته ئي د فلسفي  دنو موړي بين لاقوامي استاذ ٫٫ واز يولن ،، پۀ لارښودنه پۀ مارکسزم کښې ٫٫ايم فل ،، اوکړو ـ هغه  د دومره اعلى د ماغو څښتن وو چې د روسي ژبې کليز کورس ئي د ځلور میاشتو نه هم پۀ کمه موده کښې تر سره کړو او ټول پوهنتون ئ خپلو صلاحتونو ته حيران  پاتى کړو ـ او د فلسفي غوندې سخته موضوع يې پۀ روسي ژبه کښې شروع کړه ـ د هغۀ د فکري او ذهني صلاحيتونو  نه پۀ سند باندى تحقيق کونکي روسي نژاده محقق او دا نشور ٫٫ وي آګانيف ،، دومره متاثره شو چې هغۀ ته ئې پۀ روس کښې د اوسيدو د پاره د خپل کور وړانديز وکړو ـ وروسته ددې نه چې د انتظاميې هم دا کوشش وو چې کامريډ عاصم هم هلته جاب و کړي ـ خو هغۀ خپل وطن ته واپس راتلل غوره وګڼل او خپل صلاحيتونه ي د خپل اولس قرض و ګڼلو ـ هغه چې واپس را غی نود سوشلسټ نظرياتود رښتنولۍ ښکاره کولو دپاره ئې د زړۀ نه هلې ځلې شروع کړې ـ او ددغه سلسلې د پرمخ تګ دپاره ئې د هم خياله ملګرو پۀ مرسته د ترقي پسند فکر ترجمانه رساله ٫٫آدرش ،، پۀ سندهى ژبه کښې  د حيدر آباد نه شروع کړه ـ چې د خپل فکري او معياري موادو پۀ وجه ئې پۀ سندهي رسالو کښې يو ځانګړی حيثيت درلودو ـ دې رسالې د سند پۀ سياسى او ادبي حلقو کښې خصوصاً د زلمو فکر ته ترقي پسند رخ ورکولو کښې لوئي کردار ادا کړو ـ پۀ دى رساله کښې د عاصم اخوند ليکونه او موضوعات د هغۀ  پۀ فلسفى د ګرفت او د فکري وسعت لوئي ثبوت دی ـ هغۀ د سټالن او ټراټسکي پۀ بحث پۀ در ځنو مضمونونه ليکلي چې پۀ ٫٫آدرش ،، کښې چاپ دي ـ او د ملک نۀ بحر اوسيدو نکو ملګرو ئې پۀ انګريزۍ کښې ژباړلي او د کيڼ آړخ پۀ رسالو کښې ي چاپ کړي ـ دکامريډ عاصم اخوند  پۀ سند پوهنتون کښې د فلسفى د تدريس نه پس به د هغوئ کور هم لکه د قديم يونان د فلسفيانو  هروخت د فلسفي او نظرياتي بحثونو مرکز وو ـ کا مريډ عاصم اخوند د اټلي د نو موړي انقلابى ٫٫ انتونيو ګرامچى ،، نه متا ثره وو ځکه چې د هغۀ وينا وه چې مارکسزم د عمل فلسفه ده او دکامريډ عاصم ژوند ددې خبرې عملي انځور وو ـ هغۀ صرف د نظرياتو پر چار نۀ کوؤ بلکې پۀ عملي سياست کښې به ئې هم برخه اخسته ـ هغۀ پۀ شروع کښې څۀ موده پۀ کميونسټ پارټى کښې وو او بيا ئ پۀ ليبر پارټۍ کښې سره د ملګرو ګډون وکړو او د زلمو د تعليمي چارو مرکزي سيکر ټري ووـ

هغۀ د سند د ملګرو پۀ مرسته د کامريډ نذير عباسى سوشلسټ اسکولونو  سلسله  هم پيل کړه  چې مقصد ئ پۀ سند کښې د انقلابى ځوانانو نظرياتى لار ښودنه وه ـ  کا مريډ عاصم ديو نظرياتى لار ښود سره سره يو سياسى مبارز هم وو هغۀ پۀ ملک کښې د عدلئے د بحالئ او د پرويز مشرف د غير آئيني او غير قانونى اقداماتو خلاف پۀ جارى تحريک کښې اهم رول لو بولو ـ  کا مريډ عاصم اخوند د خپلى ژورى مطالعى پۀ وجه هميشه د سند د پو هانو پۀ زړۀ پورى ليکونکے وو ـ اګر چې د سند قا بل احترام پوهان ابراهيم جويو د هغۀ د استاذانو څخه وو خو هغوئ به عاصم پۀ خپلو ملګرو کښې شميرلو ـ  د هغۀ پۀ سياساتو ، ادب، معاشياتو ، فلسفه او سماجياتو د مهارت لرلو نه علاوه د موسيقۍ سره هم ډير ه مينه لرله او باقاعده د موسيقئ هنر ئ ايزده کړے وو ـ هغوئ پۀ سندى ، اردو ،انګريزۍ او روسې ژبو کښې ليک لوست کولو ـ د هغوئ د شخصيت پۀ رغونه کښې د عغوئ د مور بىبى زينت صديقى لوئ لاس وو ـ دهغى سره پۀ ليدو به دا روښانه شوه چې هم د زينت صديقى پۀ شان ميندى د عاصم غوندى ځامن زيږولے او تر بيه کولے شې ـ کا مريډ عاصم اخوند پۀ تيرو ورځو کښې د زړۀ په ناروغئ اخته وو ـ چې دوه مياشتى مخکښې ئ آپريش او کړو اد څه کړکيچو نو لۀ امله يو ځل بيا دويم آپريشن هم اوکړو خو کامياب نۀ شو او دد دويم آپريشن نۀ څو ورځى ورستو ئ پۀ آغا خان اسپتال کښې ساه ورکړه ـ د کا مريډ عا صم پۀ پسماند ګانو کښې د هغۀ د روسى نژاده کور ودانى نه علاوه يوه لور او دوه ځامن شامل دى ـ هغه د مور پلار يکى يو ځوئ وو ـ  د کا مريډ عاصم اخوند پۀ ځوانى مرګئ زمونږ نه يو داسى سنجيده فکر لرو نکے مفکر او پوهان جدا شو چې دا سى خلک په معاشره کښې ډير کم پائي ـ خو د هغۀ نه پاتى فکرى ميراث به  د زلمو سياسى کار کونکو پۀ شکل کښې خپل رول لوبوى ـ د پاکستان  خوارى کښ او بى وزله قوتونه به هميشه پۀ دى خپل زلمى اتل وياړ کوى ـ

                    مړۀ هغه چې نۀ ي نوم نۀ ئ نشان شته

                         تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښا غلي