غزل
پاڼې مې زیړیږي جانه ،عشق کمــــــــال ته نه رسي
نمر درنګ له ډوبیږي جانه ،عشق کمال ته نه رسي

داځلې دستورو ســـــــــــــــــــــــره نور شرطونه نه تړم
بیا سپوږمۍ شرمیږي جانه ،عشق کمال ته نه رسي

لامې د وجود رسمونه ټول نه وي نمــــــــــانځلي چې
ورځ راولاړیږي جانه ،عـــــــــــــشق کمال ته نه رسي

چا به چېرې عشق تر کـــــــــــــــــــمالونو رسولی وي
خیال راته ښکاریږي جانه ،عشق کمـــال ته نه رسي

ګوره چې د بیا بـــــــــــــــــــــیا حادثو نه هم راتېروتم
شپه نه سبا کیږي جانه ،عشـــــــــق کمال ته نه رسي

ټوله قیصه دومره ده چې عشق یو ښکلی رســـم دی
رسم ادا کیږي جانه ،عــــــــــــــــــشق کمال ته نه رسي

                            رحمان بونیری کراچۍ