غزل

صائب راته کړۍ کړۍ ځنــــــــــځير شو
هرخواهش دمجبورۍ په لومو ګیر شو

ساه ډوبي ده ورســــره توره تـــــیاره ده
داحساس څراغ په خاورو کي خمیر شو


ځان به څنګه په ژوندو سړو کي شمارم
که مي فکر دزاړه تقليد اسيــــــــــــر شو

هغه نور وو چې له غرونو به پناه شوو
اوس د ميني او نفرت مقام ســـــرير شو

په میدان چې داسي سپينې سپينې وايم
د مغرورجانان په ما هم دا تــــــــاثير شو

تخنوي مي لیـــــــونتوب راڅخه غواړي
ارمانونه مي په تیر عــــــــــــــمر شریر شو

            نورمحمدسعیدکراچۍ