دترهګرۍ وکالت
لیک عباس اطهر
ژباړه ظفرکریمي
دشنبې په شپه تقریبا ۱۱ بجې راته یو پېژندګلو والا فون وکړو او غوښتل یې چې یو خبر راته "ډالۍ" کړي ـ هغه ویل د مېریټ هوټل په کومو منزلونو چې د اور لمبې لیدل کیږي دغلته د ایف بي ايي چارواکوغونډه لرله ـ د نوموړي د پورا خبرې د اوریدو نه پس ما هغه ته مشوره ورکړه چې دا خبر چا بل چا ته ورکړي ځکه چې زه ددغه تش په نامه جهادیانو او په حقیقت کې د ترهګرو وکالت کول نه شم کولی او نه زه ددې حملې د جواز په پېش کولواو په اور کې د جوغدي شویو دغو مظلومه انسانانو سره د نور ظلم کولو ته تیار ن یم ـ دخبرو ترمخه دبرید په مهال میریټ هوټل کې نزدې دوه زره کسان موجود وو او دا ټول به د کوم ډول عذاب ،وېرې او ترهې سره مخ شوي وي ـ تاسو فکر وکړئ چې یو داسې اور چې لمبې یې سړی د ټي وي په سکرین وویني او غونی یې راځیګ شي په دغو لمبو کې د راګېرو انسانانو حال به څنګه او څه وي ؟؟
اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانه دومره ستره او محفوظه ده چې هلته یو وړوکی فوځ خپل فوځي اپریشن هم په چپتیا او هم په اسانۍ سره ترسره کولی شي خو دترهګرۍ جوازلټونکو لیکلي دي چې د شنبې په شپه دبرید په مهال په میریټ هوټل کې د امیریکايی میرین فوځیانو پټ اپریشن ترسره کولوـ او په کومه شپه چې ایډمرل مولن د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او نورو پاکستاني چارواکو سره ولیدل نو په دغه شپه د امریکې د سفارتخانې نه په سپین ټرک کې یو فولادي صندوق راوړل شو،او میریټ هوټل ته ویوړل شو،ویل کیږي چې دغه وخت د قامي اسمبلۍ یو رکن ممتاز عالم او د پيپلز ګوند ځینې نور چارواکي هم موجود ووچاچې هاغه مهال په دغه عمل غبرګون هم ښکاره کړې ووـ
که دا هرڅه ریښتیا هم وي نو بیا هم دا پوښتنه په خپل ځایې وجود لري چې اخر د امریکا داسې کوم کار کولو چې د هغې د مخنیوي دپاره د ټول هوټل نړول ضروري ووـ د ترهګر یارانو په یو بل خبر کې ویلي دي چې د برید دمخه یو موټر د هوټل مخې ته اودریدو او د هوټل ساتونکو ته یې وویل چې باید خپل ځانونه وژغوري ـ دا بیله خبره ده چې داسې یوه خبره هم نه ده شوې ـ هلته خو یوازې بریدکونکی ټرک راغی او چلونکي یې د ګېټ د ماتولو او دننه تللو د ناکامې هڅې وروسته هم هغه ځایې ځان والوزولو او پنځه دقیقې روسته ټرک کې بار نورو بارودو هم اور واخیستو ـ په دې بارودو کې هاي ایکسپلوز ټي این ټي ،ار ډي ایکس او مارټر بمونه د المونیم پوډرو سره ګډوډ کړی شوي وو او د یوپاکټ په شکل کې راټول شوي وو چې د دې ټولو نه یو داسې کلسټر بم جوړ شوی وو چې د هوټل سربیره یې بلوچستان هاوس او نورو خواوشا ودانیو ته سخت زیان واړولوـ
پاکستان کې د روانې ترهګرۍ تر شا به بهرنی لاس هم وي خو ددې خبرې انکار نشي کیدی چې داخلي لاسونه هم په دغه ناوړه عمل کې ککړ دي ـ دپیپلز ګوند حکومت ددې جنګ قومنده د داخله چارو مشیر ښاغلي رحمان ملک ته ورکړې ده نو ځکه خو اوس ټولې خټې پر هغه تپل کیږي دا چې برید کونکی ټرک کله او د کومه راغی او مخکې کوم ځایې ودورول شوی وو یا ګرځیدو ،چاته هم پته نشته ـ که د مشیر داخله په هر سرک پخپله ودریدلی او هر ډمپر او ټرک ودورل او لټول دهغه دنده وای نو بیا دا پېښه دهغه د غاړې طوق ګرځیدی شوه ـ خو ایا داسمه نه ده چې د اوسني حکومت د اقداماتو له سببه ترهګر هر ځایې تر فشار لاندې دی او په اغیزمنو سېمو کې یرغمالي اولس پخپله د ترهګراقلیتونو سره وسله والې مبارزې ته مټې رانغښتې دي ـ په سوات ،بونېر،باجوړ او دیر کې اوس ترهګرو د اولس په مقابل کې جګړه بایلي ـ
دلته پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف جنګ کله د امریکې د جنګ په نامه نومول کیږي او کله اولس ته په دې خبره دوکه ورکول کیږي چې دا هر څه په افغانستان کې د امریکې د غاصبانه قبضې عکس العمل دی ،دا ډول وکالت بې اساسه او بې مانا دی ـ
افسوس په دې خبره دی چې مونږ یوې داسې بې رحمه ډلې لپاره دلیلونه ګورو چې هغه ډله په واه فیکټرۍ کې مزدوران وژني،میریټ هوټل کې غریب امنیتي کسانو نه علاوه باثباته وطنوال لولپه کوي،په دیر کې درې سوه د ښونځي ماشومان یرغمالي کوي،تنکو ماشومانو ته د پولیو ویکسین ورکولو والا په بمونو الوزوي،ښوونځي سوزوي او په یوه داسې طریقه جنګیږي چې مېرمنې او ماشومان پکې د سپر په توګه کاروي هغوي وژني او پخپله تېښته اختیاروي ـ دا جګړه زمونږ تر کورونو رارسیدلې ده او دا زمونږ خپله جګړه ده ــــ
کومې ډلې چې په افغانستان کې د ټي وي د سیټ ماتول د اسلام پیژندګلوي وبلله ،څوک چې مېرمنې انسانان نه ګڼي،څو ک چې خپلو تنکیو بچو ته لاسونو کې چاړې ورکوي او زمونږ فوځیان پرې حلالوي ،دخدای نه وېره نه کوي ،انسانان قیمه کوي ،چیناي انجینرنان تښتوي ،نو داسې خلق په څه او کومه حواله زمونږ هیروګان جوړیدی شي ؟؟
ریښتیا خبره داده چې دغه خلق زمونږ په هیواد یا خو قبضه کول غواړي او یا دا وطن د کنډرکنډر کولو وروسته د امریکې په ولقه کې ورکول غواړي ـ دې خلکو تر اوسه په سلګونو بې ګناه پاکستانیان وژلي دي ـ ددوۍ نه وپوښتئ چې د امریکې نه د بدل اخیستو همدغه لار ده ؟؟؟؟؟؟؟
دا زمونږ خپل جنګ دی ،خدایې تعالی دې ترهګرو لپاره جوازاو بهانه لټونکو او دهغوي وکالت کوونکو ته عقل ورکړي ــــــ