اختر دې مبارک شه
فرهاده ياره ! اختر دې مبارک شه
زما ځوانيمرګه ! د تورو خاورو په تور څلي کې دې دا شپږم اختر هم بختور شه
تا به ويل کنه چې

زه که چېرته نه ومه
ستا دلوړ الوت په سر
بيا به هم څه شتۀ يمه
لږ مې په چا وستايه
لږ دمرثيو مې کړه

طاهره ! اى فرهاده!
دادې په تا مرثيه ليکم،ته مه خفه کيږه چې ما تۀ ستا د دريم تلين په موقعه ياد نه کړې ،هو ،ستا دريم تلين خو درې مياشتې وړاندې تېر شوى دى ،خو ګرانه ! تاته مالومه ده کنه ،چۍ زه هم ستا د وطن بچى يم او ستا د وطن خلق مړي ډېر زر هيروي ـ
فرهاده ياره!
ماته مالومه نه ده چې د اختر په ورځ به ستا وطنوال هم تا ونمانځي ،ستا څلي ته به لاس په دوعا ودريږي ؟ کنه ؟خو زما لږ تر لږه د اختر په ورځ په ياد راغلى او دا ځکه چۍ يا خو زه مسافر يم عن لکه ستا په څېر د کلي او وطن له غم ښادۍ لاس په سرـ او يا خو ما ته هغه اختر راياد دى چې تا راته آ ديو اخترپه ورځ ويل زما دا غزل کراچۍ ته يوسه او هلته يې جرس ادبي جرګه کې کره کتنې ته وړاندې کړه،دلته (کونړ) کې داسې دکره کتنې غونډې نه کيږي او يا خو ستا هغه شعر ماته ستا ياد د اختر په ورځ راوړي چې
ويل دې

نه چا  روح د خندا ورکړ
نه يې چا هم په نکريزو
د خايست لاسونه سرۀ کړل
دا زمونږ د سرۀ چم د سرو خاونده؟
څه بې روحه
څه بې خونده
سپين اختر دى

زما همزولى او ځوانيمرګه ياره!
يقين وکړه اوس هم زمونږ اخترونه هغسې دي،بې خونده او بې روحه،اوس هم زمونږ ودونه بمباري کيږي او د جنازو هم هغه شان دي لکه څنګه به ترې تا سرټکاوه

او دلته زمونږ په چم کې
د ټولو پېغلو او زلمو ودونه
لکه ماتم واده وي
بس لکه غم واده وي
پکې سينګار شهيد شي
پکې چمبې زندۍ شي
پکې دپېغلو دسندرو ژبه
له سازه ولويږي ګونګۍ ګونګۍ شي
ځکه چې.........
ځکه چې زمونږه د چم ټولې ډولۍ
د جنازو د سيورو لاندې راځي

ګرانه فرهاده!
مونږ او تا کې هيڅ فرق نشته ،هو مونږ خو ساه اخلو خو مونږ هره ساه کې د بارودو لوګي راکاږو او د ژوند پيټى مو داسې په ماته ملا اخيستى دى لکه تا به چې ويل
زمزمه کيږي لا د وخت په پاړ نيولو شونډو
زما دا ژوند لکه بې سازه نغمه
سُر نه لري
خوند نه کوي
او رښتيا تا خو مالومه ده کنه چې په داسې زمانه کې وخت تيرول هم ګران هنر دى،

او هلته زمونږ په چم کې
همدا شېبې دومره درنې دي درنې
چې څوک يې وړلائې نه شي
او دومره تمې دي چې
د تېريدو نه دي
ځکه نو هلته ګرانه،سات تېرول
ښه هنر دى

زما شاعره ياره!
ستا په وطن کې دشهيدانو رسم هم هغسې ترسره کيږي او ددې فتوې اور دومره لمبه کړې ده چې شاوخوا کورونه يې هم سيزلي دي ،د مردکيو شغار هم هغسې دى او زه خو کله کله په دې تشويش کې شم چې هسې نه کوم ړوند توغندي ستا د څلي کتبه هم ړنګولي وي،ځکه چې دا شيان ډېر بې رحمه دي ان دومره بې رحمه چې په ماشوم الفت هم صرفه نه کوي او هغه د مرګ کومي ته ننباسي ـ او مونږ لا اوس هم پخپلو ځانونو داسې وير کوو

زما د چم له جنګه دنګه اشنا
لکه ماتم غوندې مې خپل نه شولې
داسې پردى پردى يې
لکه زما د کلي سوله  له ما

زماکفن پوشه ياره!
اختر دې مبارک شه،په څلي دې د نور اورښت  وشه
                                په درناوي
                                 ستا همزولى
                                 ظفرکريمي