غزل
ماچې وړه غوندې توبه وویسته
د ژوند مې سمه جنازه وویسته
ړوند کوڼ ګونګی د خټو بت ښکاریږم
له وند چې ما هغه لمحه وویسته
واعظ څه داسې حورې وستایلې
چې له ساده زړه یې ساده وویسته
سکڼۍ سندره شوه خواږه اواز کې
یار مخ له زړه یوه سکه وویسته
ژوند خایسته دی خو حسن دښنو
ترمینځ حايله فاصله وویسته
په احترام به چې هر چا نمانځلو
خلکو د کلي نه هغه وویسته
چې انتساب د ادمیت په نوم و
وخت له کتاب هغه صفحه وویسته
دایم په ستوریوکې اوسیږي هغه
چې ترمنزل یې قافله وویسته
دعیب چینه امانه وچه نه شوه
که دې هرڅو لکه روژه وویسته
امان اپریدی کراچۍ