غزل

د وطن د غاړو غرونو نه تیریږو
دجنت د منظرونو  نه تـــــــیریږو


مونږ به څه د ژوندانه په خوږو پوه شو
چې هر کال د عذابونو  نه تیریږو


تاسو تېر په یو دریاب شۍ نو قېصې کړۍ
مونږد څومره دریابونو  نه تیریږو


د منزل په رسیدو کې لوي تاوان دی
یوه ورځ به دسرونو  نه تــــــــــیریږو


د ا خاطر د محـــــــــــــــبت ګڼه جانانه
چې د خپلو پرهــــــــــرونو  نه تیریږو


دا تودې سړې څه نوې قصــــــــه نه ده
مونږ دهر رنګ موسمونو  نه تیریږو


جانه دا هم یوه لویه المیـــــــــــــــه ده
چې دسترګو کچکولونو  نه تیریږو

             زرجان مداخېل کراچۍ