غـــــــــــــــــــــــــزل
ما تېره کړې يوه شپه بې د ژړا نه نۀ ده
دا مې نصيب خوار دی ګيله زم د چا نه نۀ ده
زۀ پۀ ښکاره وايم چې يار مې یې مئين يم پۀ تا
ما پټه دا قيصــــــــــــه د دې دنيا نه نۀ ده
تۀ تر هغې پورې پۀ ما باندې ظلمونه کوه
چې مې تر څو پورې د زړۀ دنيا ویرانه نۀ ده
د بل چا زړۀ ساتل پۀ دغه خود پرست ماحول کې
ګرانه خبره ده ګل اومنه اسانه نۀ ده
زۀ تر خپل وسه د زړۀ وينې ورکومه يار ته
خو ژاړم ځکه چې پوره مې د جانانه نۀ ده
اوبه د تا د لوری خړې شوې خفه هم ته ئ
شکر چې دغه خطا شوی قطب شاه نه نۀ ده
قطب شاه کراچۍ