دپاکستان نوی دولت نوې افغان پالیسی جوړه وي ؟؟؟

                         
    "نن افغانستان خپلواک او ازاد دی،ددې په بهرنیواو کورنیو تګلاروکې دچابهرنی هیواد نګرانۍ ته اړتیا نشته ـ"
ددې خبرې په اوریدو مخامخ ناست سفیر حق حېران شو،دهغه په خپلو غوږونو باور نه راتلو چې هغه ددې زلمی بادشاه د خُلې څه اوري،امان الله خان لږه شېبه روسته بیا ګویا شو،"
ته ددې اعلان خبر زرترزره خپل حکومت ته ورکړه"
برطانوی سفیرپاڅیدو،خپل کالي مالي یې پنډ کړل،دکابل په غرونو یې یو سرسري نظرواچوو،او زړه بې زړه یې ورته مخه وویله، دهلی ته لاړ،وایسرا  ته یې پېغام ورسوه،وایسرا د تار په ذریعه   ۱۰ ډاووننګ سټریټ ته خبردارې ورکړو او په نتیجه کې یو ځل بیا افغانستان او ګډ هندوستان یو بل ته ګُته په ماشه شول ـ
    د ا لومړی ځل نه وو چې دافغانستان او دبرطانیې تر واک لاندی  ګډ هندوستان چې هغه وخت یې پولې د افغانستان سره لګیدلې وی ، ترمینځ حالات دی ورسیدل چې  سفارتی اړیکی یې هم سره پرې کړي ،بلکې ددی نه مخکې هم ددغو دواړو ګاونډیانو ترمینځ اړیکي کله دومره دوستانه شوي چې انګریزانو د کابل نیولو په اړه سوچ کولو ته مجبور شوي دي او بیا یې ددی کار لپاره دشاه شجاج او ډاکټر مکناټن په څېر لاس پوڅی هم کارولي دي ـ
دانګریزانو د تلو او د هندوستان د ویش وروسته د افغانستان په برخه رسیدلی ګاونډی او سنې پاکستان که له یوه لوري له محمدداودخان،مجاهیدینو او طالبانو د حکومتونو سره ښې او نزدی اړیکي درلودلی دي نو ددې سره سره یې د افغانستان دنورو حکومتونو سره یا خو سړې اړیکي ساتلي دي او یا خبره د سفارتی تعلقاتو دپریکون اودسفارتخانو د لولپه کیدو ترحده رسیدلې ده ـ
افغانستان او پاکستان د یوشمیر نورو هیوادونو سره هم ګډې پولې لری ،دواړه هیوادونه د خپلو ځینو ګاونډیو سره ښې او ځینو سره ترخې اړیکي لري ،دبېلګې په توګه پاکستان د هند سره د 1947 م راهسې په رقابت ولاړه تګلاره خپله کړی ده ، دایران او پاکستان اړیکي هم یوازی تر ولسي تعلقاتو ترحده ټېنګې دي ـ دغه شان افغانستان دپخواني شوروي اتحادسره ښې،دوستانه او په ښه ګاونډیتوب ولاړې اړیکي درلودی،خو د شوروی یرغل وروسته داوسنۍ ماسکواو کابل ترمینځ اړیکي څه خاص د مزې وړ نه دي ـ
   

فاروق وردگ

 دافغانستان او پاکستان ترمینځ تعلقات وخت په وخت دنشیب وفراز ښکار شوي دي او ښکار کیږي ـ د انګریزانو په دی سېمه کې د واک په مهال هم د کابل او نوي دهلی ترمینځ تعلقات  عېن د اوسنۍ کیفیت په څېر د لوړو ژورو څخه راتېر شوي دي ـ
    افغانستان او پاکستان دیو بل لپاره څومره اهم دي؟ په دی اړه زمکنی حقایق څه دي؟ دسېمې بې ثباتی په دواړو هیوادونو څنګه او څومره اغېز لری؟ تېرو دریو لسیزو په موده کې ددغو پوښتنو ډېرې ځوابونه مخ ته راغلل ،خو کوم څه چې هره ورځ زمونږ په مشاهده کې راځی او کوم څه چې مونږ د خپل سر په سترګو وینو ،هغه ددې هرڅه مختلف دي ـ
    کله چې سویت یونین په افغانستان یرغل وکړو ،دکډوالو سېلاب پاکستان ته راغی، او اسلام آباد او ماسکو دیوبل سره مستقیماَ لاس او ګریوان شول ـ کله چې دمجاهیدینو او طالبانو حکومتونه جوړ شول،په دغه دوران کې اسلام آباد اهمیت دومره جوت و،چې ځېنې هیوادونودکابل سره د خبرو او ستونزو حل کولو  لپاره اسلام اباد سره په پریکړه کولو کې وزن لیدوـ او اوس که د ناټو خلاف مزاحمت کیږی نو بیا هم دنړۍ سترګې د پاکستان په لور دي او د ولسمشر مشرف په وینا پاکستان د اور په لومړۍ کرښه (In the line of fire) کې موقیعت لري او هم د امریکا او نورې نړۍ څخه ددغې جګړې په بدل کې د من سلوی(شل اربه ډالره)مرسته ګټونکې هیواد دی ـ ددې نه علاوه که پاکستان کې د وړو قات راغلی دی ،نو افغانستان کې هم خلق د ولږې دلاسه نهر اوده شوي دي ـ دغه شان که افغانستان کې اور لګیدلې دی نو لمبو او بڅرو یې پاکستان ته خامخا زیان اړولې دی ـ
  

  ددې هرڅه سره د کابل په اړه ځینې تګلارې د پاکستان په مرۍ کې د نښتي هډوکي په دود    د اسلام اباد په ایوانونو کې غوغا جوړه کړی ده او ځینی غېریقینی واقعات یې رامنځته کړي دي  ـ که دپاکستان سیاسی تاریخ ته یو سرسري نظر وکړی شي،نو سړی په دی ډیر زر پوهیږی چې د بېنظیربټو او نوازشریف حکومتونه په دوه دوه ځل د همدغې موضوع په شالید کې نسکور کړی شوي دي او زیاتره شنونکي په دی آند دي چې د بېنظیر بټو د وژنې تر شا هم د آغلې د افغانستان په اړه بدل شوی دریځ او دهغې د ځانه سره د بهر نه راوړی نوی نظر وـ
     د 18 فرورۍ  2008 م  پاکستان کې د ټولټاکنو وروسته ایوان صدر په دی خبره ټینګار کاوه چې داسی یو شخص(امین فهیم یا بل څوک) ته  د لمړی وزارت چوکۍ وسپاري کوم چې د افغانستان په اړه د اسلام آباد پخوانیو تګلارو ته تسلسل او دوام وبخښي او ددی مقصد لپاره د یو خبر له مخې ایوان صدر تراوسه په سیاسي ګوندونو نزدی 21 حملی کړي دي ،په دې موخه چې سیاسی ګوندونه مات رامات کړي او په پایله کې یو داسی ((ق لیګ)) رامنځته کړي چې د افغانستان په اړه پخوانی دریځ ټینګ او پر ځای وساتي ـ
     سړې جګړې که یو لو ر ته افغانستان داسې ځایې ته رسولی دی چې په بیارغاونه کې به یې څو کلونه نه، بلکې یوه موده ولګي،نو بل لو رته یې پاکستان ته هم کم وزیات هم دومره زیان اړولی دی  او ځینی اورګانونه ورته دومره پیاوړي او خودسره  کړي دي چې بېرته د 1980 م نه مخکې حالت راوستلو او خپلو پولو ته محدودول به یوې مودې ته اړتیا ولري ـ که سړې جګړې افغانستان کې ټوپک سالاران پیدا کړل ،نو پاکستان کې یې داسی بانډونه پیداکړل چې دپاکستان اقتصادی پرمختګ او په نړۍ کې ددې هیواد امیج ته نه پوره کیدونکی زیان واړوي ـ
    که فکر وکړو پاکستان او هند په یوه ورځ خپلواکی ترلاسه کړی ده ،خو سره ددې دپاکستان او هند د اقتصادي پرمختګ کې د زمکې او اسمان هومره توپیر وجود لري ـ  که سړی د بې طرفه زاویې ددغه توپیر جاج واخلی نو یوه شیبه روسته به یې په دی سر خلاس شي چې که پاکستان د سړې جګړې څپو زپلې نه وی ، او یا ددغوڅپو ته کومه منطیقی لار ایستل شوی وای نو نن به پاکستان هم د هند په څېر د یو پیاوړی اقتصادی ځواک څښتن وای ـ
    دسوړ جنګ راوروسته په لومړی ځل نوازشریف او آصف علی زرداری ددغو اورګانونو مخې ته سېنه سپر کړی ده ،او داسې ښکاری چې راروان وخت کې که ددغو داوړو ګوندونو شریک حکومت  جوړپاتی شی نو شاید دغه حکومت افغان پالیسۍ باندی له سره غور وکړي   (ددی کار لپاره اسفندیار ولی په مشرۍ یو کمیسون جوړ کړی دی)، دهیواد په پوځی بودیجه کې کمی راولي او ټول زور د غربت په مخنیوي او د هیواد اقتصادي پیاوړتیا په لور وګرځوي ـ دپیپلز ګوند شریک مشر ښاغلی زرداری ان د اوس نه  داسی اعلامیی خپروي چې دپورته ذکرشویو خبرو اشارې پکې لیدل کیږي ، ــ نوموړې کله کله په سپینو ټکو کې داسی هم وای چې  واک ته تر رسیدو سره سم به د ترهګرۍ نرسریانی ختموي ـ د اصف زردار ی همدا ډول بیانیې ددې خبرې غمازي کوي چې نوموړی په دی پوهیږي چې د ترهګرۍ تخم چیرته کرل کیږي او دغه مافیا څوک تقویه کوي  او څرنګ خپل کارونه ترسره کوي ـ
   دپورته ذکر شویو ستونزو سربیره دکابل او اسلام اباد د سړو اړیکو یوه وجه دا هم ده چې اسلام اباد کله هم دزړه د خلاصه کابل دیو مستقل هیواد او یا د بنګه دیش په څېر هیواد هم نه دی منلی ، او کابل هم د اسلام اباد په اړه په دی خبره لا چُرت هم نه دی وهلی چې دده دغه دیوال شریک د  نړۍ دهغو اووه سرلوړو هیوادونو په ډله کې شامل دی کوم چې د اتومی وسلو څښتن دی ـ ددواړو هیوادونو د چارواکو په اذهانو کې ځای په ځای شوی دغه سوچ  نه یوازې دواړو هیوادونو ته لوې زیان اړولی دی بلکې د سېمې د هیوادونو لپاره هم دیو لوی دردسر ګرځیدلی دی ـ
پاکستان د هر نوی حکومت څخه د سېمې خلق دا هیله کوی چې  شاید ا ځل به د ددواړو خواو یو لوړ قامته رژیم لږ غوندی راښکته شی او بل پست قامته رژیم به لږ غوندې د پنجو په سر پورته شی او یوبل څخه به دمینی او ورولۍ غیږه تاو کړی ، خو دا هیله هر وخت د خلکو په سېنو کې یوازی دهیلې تر حده پاتی شوی ده  او بیا څه موده وروسته په خپل مرګ خپله مړه شوی ده ـ خو دا ځل یو ځل بیا اولس د اصف زرداری دا خبره باوری کوی چې په ریښتیا به د ترهګرۍ نرسریانی ختموی او ددواړو هیوادونو ترمینځ به دښواړیکو یو نوی دور شورو کولو ته زمینه برابره وی ـ
خدای دی وکړی چې نوې حکومت به خپلې کړي دغه ژمنې پوره په اخلاص او ایماندارۍ سره عملی کړی ـ 

                                                بېرته پورته 

                                                                           سرپاڼه