کراچۍ کې د غنی خان په یاد سیمینار
                        خدایا دا بازار تالا کړې په  مغُلو
                       دمفلس حُسن په یو موټی چڼو ځي
           پښتون تېنګرز فورم (PTF) دستر شاعر ارواښاد غني خان په اړه د یو درون سیمینار تابیا کړی ده ـ د اپریل د میاشتې په دویم مازیګر څلور بجې اردو آرټس کونسل کراچۍ کې ترسره کیدونکی دغه بختور پروګرام په دریو برخو وېشل شوی دی  چې د لومړۍ برخې مشری به یې امیرنوازخان مروت ایډوکېټ کوي اومشر مېلمه به اباسین یوسفزی وي ـ په دغه برخه کې به ماښام خټک ، علا والدین بنګش،ریاض تسنیم او اباسین یوسفزی په پښتو ژبه د ښاغلی غنی خان د فن او شخصیت په اړه مقالې اوروي ـ ددی نه علاوه په اردو ژبه به هم د اردو لیکوالان دښاغلي د فن په اړه خپلې لیکنې اوروي ـ
ددغې غونډې ددویمې برخې صدارت نوموړی افسانه لیکونکی ښاغلی طاهر اپریدی ته سپارل شوی دی ـ په دی برخه کې به مشاعره کیږی ـ
دغونډې دریمه برخه موسیقۍ ته ځانګړې شوې ده چې ګلزارعالم او بختیار خټک به دغني خان کلامونه زمزمه کوي ـ ورپسی به  دکراچۍ مشهور پښتون انځورګر ښاغلی محمد ارشد خان (MAK) او نوموړی سندرغاړی او مصورښاغلی جمال شاه دغني خان په اړه رسم کړي انځورونه حاضرینو ته ورپیژنی ـ

                                                           ظفرکریمی کراچۍ
    
                                                          ســـــــــــــــــرپاڼه