غـــــــــــــــــــــــــــــزل
چې کلی چُپ وی او رسۍ د دار خبرې کوي
نو داسې وخت کې لیونی د کار خبرې کوي
زړونه هم چا دي د لعلونو په بدل اخیستي
دا خلق خدای خبردکـــــوم بازار خبرې کوي
دغه نرګس سترګې او دغه په زړه کاڼی جهان
په دغه ګُل شونډو به څه سرکار خبرې کوي
داسې هم نه ده لکه څه چې په ظاهره ښکاري
ونې او هر دېوال او هره لار خـــــــــــبرې کوي
هرځای او هر چا ته مو خپله مُدعا بیــان کړه
اوس دې په مونږ پسې د ا واړه ښار خبرې کوي
تسنیمه!داسې یو همزاد سره مې عُمر تېر شو
دشمار خــــــــبرې اوري او د شمار خبرې کوي
ریاض تسنیم کراچۍ