دخوشالۍ په ورځ به دواړه خاندو
زما شیرینې زه وحشی خو نه یم
زه خو انسان یمه احساس لرمه
ته ماله دومره مینه مه راکوه
کله ناکله درنه ډېرخفه شم
خوستا په وړاندی څه ویل هم ګران دي
»»»»»»»»»»»»
ستاسو په کورکې چې وړوهم ژړل
په کوم سحر چې درنه ټول خفه وو
خوته به بیاهم دروازې له راغلې
ته به له ورایه له خندا نه شنه شوې
لکه چې نن هم ښه رنګین سحروی
»»»»»»»»»»»»»»»
زماشیرینې چې میین یو مونږه
نوبیادې دومره دروغژن ولې شو
په مشوره مې که عمل نه کوی
دسوچ نه مخکې مې رای مه ورکوه
راځه چې غوڅه فېصله وکړو نن
»»»»»»»»»»»
چې په خفګان به دیوبل خفه یو
دخوشالۍ په ورځ به دواړه خاندو
بیا تماشه کوه چې څوک ېې ګټی
طاهر بونیری