غزل
په ازغو تګ دی دسفر د امتحان ترحده
اخر به رَسوُ زاره چاودي دجانان ترحده


هم دیوې لارې لاروي یو هم زامن د یو پلار
راځیء چې یو بل ته نزدې شو د ایمان ترحده


حُسن پرسته یو منم هوس پرسته نه یو
مینه کوو خــــــو د وفا او اطمنان ترحده


ستا دعظمت دبرقرار پاتې کیدو په هیله
مونږ قربانۍ ورکړې د وینو د طوفان ترحده


چې ستا د پت په لمن داغ د لګیدو وېره ده
پښتنې اوښکې به پرې نه ږدم دګریوان ترحده


مشالــــــــــــــه بیا مې قلندر قلندر مه ګڼه خو
لټون مې وکړه که محدود وُمه د ځان ترحده
عبدالحکیم مشال کراچۍ