غـــــــــــــزل
دا یې له نازه که له ډېرې بې نیازۍ وخندل
مخې له راغله مخ یې پټ کړو تورپیکۍ وخندل
مونږ په لومړي ځل د ژړا سپېره دستور بدل کړو
مونږ په لومړي ځل دیو بل په بې وسۍ وخندل
دلته دکوم یو ادم مینه ددرخو نصیب شوه
په کوم یو کور کې وایه دلته مامونۍ وخندل
دا ځل یو بل سړی دغوی وکړه چې زه بادشاه یم
یوځلې بیا خلقو په ورځ د تاجپوشۍ وخندل
ماته یې نوی پېغلتوب،ړومبی دیدن رایادشو
ملګریو!نن په کوم اندازکې لیونۍ وخندل
مونږ چې بامیان کې په توپونو خپل ماضي ویشتلو
نو بُت شکن محمود زمونږپه سادګۍ وخندل
څه په هُنر یې زلفې واړولې بیا طاهره!
چاویل سپرلی شو،وریځوکې سپوږمۍ وخندل
طاهربونیری