کراچۍ کې غني خان په اړه سیمینار دسترګو لیدلی حال
ظفرکریمی کراچۍ
اردو دان کراچۍ ته شهر ادب واي ـ او که ریښتیا ووایو ریښتیا دغه ښار د ادبی بنډارونو مور ده ـ د اردو او سندۍ سربېره دتېرو څو میاشتو راهسې پښتو ادیبانو او شاعرانو هم ځینې داسې پروګرامونه جوړ کړل چې تر ډیری مودې به د کراچۍد پښتو دادبی افق په رنګینو کې لکه دبوډۍ دټال هسې جوت وي ـ هسې خو دلته جرس ادبی جرګه په یو ه میاشت کې دوه غونډې کوي چې یوه یې دکره کتنې او بله ې مذاکراتي غونډه وي ،دغه شان اتفاق پښتو ادبی جرګه،پاک پښتو ادبي تحریک ، سوات پښتو ادبی ګلونه، رڼا پښتو ادبي ټولنه او نوری ډیری ټولنې خپلې میاشتنۍ تنقیدي غونډی ترسره کوي ،خو څو میاشتې دمخه په باچاخان میموریل هال کې د ښاغلي عبدالباري جهاني سره مازیګر ، یوه اونۍ مخکې د جرس ادبي جرګې(جاج)له خوا د قلندر مومند په یاد مشاعره او دغه شان پرون په دویم اپریل اردو ارټس کونسل کراچۍ کې د پښتون تېنکرفورم له خوا د غني خان د دولسم تلین په اړه سیمینار دیادولو جوګه دي ـ
تېره ورځ مازیګر چې کله د ملګري حسرت بونیری سره یوځای د اردو ارټس کونسل د غوړیدلی ودانۍ په ستره دروازه ورننوتو ، نو د غونډې یو کوربه قادرخان ایډوکېټ راته دهرکلی وروسته هغه ځایې ته د تللو اشاره وکړه ،چېرته چې دغه پروګرام څو شېبو کې د پېل په درشل کې ووـ دیادونۍ وړ ده چې اردو ارټس کونسل د ادب لپاره جوړه شوی ودانۍ ده چې تراوسه پکې ددې ښار د پښتنو شاعرانو یوازې د ګُتو په شمیر پروګرامونه شوي دي ـ سیمینار که څه هم په څلور بجې مازیګر دشورو کیدو وینا شوی وه ، خو ددې سره بیاهم د کراچۍ د ځانګړي روایت له مخې دغه پروګرام تېر ماښام د زردالله حسن زی له تلاوت کلام پاک څخه شورو کړوـ
ورپسې سټېج سېکرتر اجمل خټک کشر ښاغلي اباسین یوسفزي،آغلی پروین ملال،طاهراپریدي،انورشعور،ریاض تسنیم،اجمل سراج ،ماښام خټک،قاسم جان،صحبت خان خان بابا،احمدنوید،او مېډیم ماجري حُسېن ته په سټېج دناستې لپاره بلنه ورکړه ـ
ورپسې مشهور انځورګر او پوهاند ښاغلی ارشد خان مېک د غني خان د پیدایش له ورځې تر وفاته (1949ــــــ1996) پوره په تفصیل سره خبرې وکړي ـ دغه خبرې غېر ژبو ته نه یوازې د کمپوټر د یو لوي سکرین له لارې په انګلیسی ژبه ژباړل کیدي بلکې په انځوریز ډول هم ښودل کیدي ـ
د ښاغلي مېک له څرګندونو روسته دپښتو تېنکر فورم مشر ښاغلي قاسم جان د پښتو تېنکر فورم په اړه د پېژندګلوۍ خبرې وکړی او زیاته یې کړه چې تراوسه دغه فورم کوم باقاعده ګوند نه دی .،البته په راتلونکی کې هوډ لري باید دیوګوند بڼه غوره کړي ـ قاسم جان دکراچۍ مېشته پښتنو په اړه خپلو خبرو کې وویل چې زمونږ فورم احساس لري چې کراچۍ مېشته پښتنو د روسته پاتی کیدو اسباب ولټوي او دوي ته د پرمختګ زمینه برابره کړي ـ ده زیاته کړه چې دبده مرغه پاکستان کې زده کړه په پښتو ژبه کې نه ترسره کیږي خو عجیبه خبره ده چې بیا هم پښتو ژبه ژوندۍ ده او ددې ژبې د ژوندي پاتې کیدو ټول کریډیټ یوازې او یوازې پښتو شاعر او ادیب ته ځي ـ ده د خپلو خبرو په پاي کې دټولو ګډونوالو مننه وکړه او داژمنه یې هم وکړه چې هر کال به د غني په یاد دغه ډول سیمنیار جوړوي ـ
دقاسم جان د خبرو نه روسته د مقالوبرخه شورو شوه چې لومړی ریاض تسنیم د غني خان د شاعرۍ په اړه خپله مقاله ولوستله ـ ریاض تسنیم د غني خان د شاعرۍ په اړه خپلو خبرو کې وویل چې هغه د خپل دور مجتهد دی ـ هغه دیو نوې اسلوب اوطرز نوښتګر شاعردی چې تل به یاد ساتلی شی ـ (د رـ تسنیم دمقالی بشپړ متن دلته وګورۍ) ـ
بله مقاله ښاغلي ماښام خټک د کالمونو (ګډې وډې) په هکله ولوستله ـ هغه په خپله مقاله کې د غني خان د کالمونو ځینې برخې ولوستی او بیا یې پرې خپلې خبری وکړي ـ ده وویل چې غني خان په شاعرۍ کې دخوشال خان نه متاثره ؤ،او په نثر کې غني خان د لیونو په ژبه لکه د یو نفسیاتي ماهر په توګه خپل اولس ته د اولس په ژبه د طنزاو مزاح په بڼه ګویا شوی دی ـ ـ ماښام خټک په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د غني بابا په لیک کې پوره انځورګري موجوده ده او دغه ګډې وډو کې زمونږ د پښتنې ټولنې پوره عکاسي شتون لری ـ ده وویل چې دغه ګډې وډې د سیاسي،ټولنیزو او مذهبي ګډې وډو له سببه مېنځ ته راغلی وی ، دهغه په لیکنو کې فني ښکلا او ځلا جوته ده ــ
ستر فنکار او انځورګر ښاغلي جمال شاه دتلیفون په کرښه خپله وینا وکړه او زیاته یې کړه چې غني خان دپښتنو لوي شاعر او انځورګر دی ـ دهغه رتبې ته به ډېر کم خلق ورسیږي ـ باید مونږ د غني په څېر ټول مشران وستایو او د هغوي د پنځونو څخه زده کړه وکړو ـ
د اردو ژبې ستر شاعر او ژورنالیست ښاغلي احمدنوید وویل څوک چې انسان سره څومره زیاته مینه لري هغه هومره لوي عالم وي ، او غني خان دغه رنګ انسان دی ـ هغه د پښتنو درد دیو انسان په بڼه محسوس کړی دی ـ ده زیاته کړهچې غني خان د مرزا غالب ، حافظ او مولانه رومي د صف شاعر دی ـ هغه زما په خواسو ناست شاعر دی ، زه په هره ناسته کې هغه ضرور یادوم ـ ده وویل چې علماء سوء انسان د انسان څخه لیری باسي او شاعر انسان د انسان سره نزدی کوي ـ زه د اردو د ژبې د شاعر په توګه رحمان بابا،خوشال خټک او غني خان د نړۍ تر ټولو لویو شاعرانو په ډله کې شمیرم ـ
داردو یو بل شاعر او ادیب ښاغلی اجمل سراج وویل چې غني خان یوازی شاعر نه و بلکې مجسمه ساز او انځورګر هم وو ـ ده وویل چې زه په پښتو ژبه نه پوهیږ م خو بیا هم د ریاض تسنیم او ماښام خټک دمقالو په مقصد ورسیدم او دغني خان په اړه مې ډیر څه زده کړل ـ
د اردو ژبی لوی شاعر او دپاکستان مشهورې ورځپاڼه جنګ کې ورځنۍ قطعه لیکونکې شاعر ښاغلي انور شعور وویل چې غني خان یو نظریاتی سړی و ـ هغه لومړی هم انسان و او اخر هم انسان ـ دهغه کلامونه ما نه دي لوستي ځکه خو نن زه ځان کې دا کمې محسوسوم او کلک هوډ لرم چې په راتلونکي کې په دهغه کلامونه ارومرو مطالعه کوم ـ
د اردو د شاعرانو څخه وروسته کراچۍ کې د افغان قونصلیټ د کلتوری چارو اتاشي آغلي پروین ملال ته د ویلو بلنه ورکړل شوه ـ آغلي پروین ملال وویل چې خوشاله یم چې نن ستاسو مخ ته د ګران او لرغوني افغانستان د قونصلیټ د استازې په توګه ستاسو مخ ته ولاړه یم ـ دمقدماتی خبرو نه روسته آغلی خپله مقاله ((دغني په شاعرۍ کې د عرفان په شتون لنډنظر)) ولوسته ـ
دپېښور د پوهنتون د پښتو دفاکولتې مشر اباسین یو سفزي خپله مقاله په اردو ژبه واوروله او زیاته کړهچې غني خان په خپله شاعرۍ کې ځانګړې روایت خپل کړی دی او هغه موضوعات یې دشعر په بڼه وړاندی کړي دي کوم چې د وخت ضرورت وو ـ
اخر کې د غونډې صدر امیر نوازخان مروت خپله صدارتی خطاب وکړو ـ او دغونډې د ګډونوالو مننه یې وکړه ـ
د مقالو وروسته مشاعره وشوه چې صدارت یې طاهر اپریدی او د نظامت چاری یې ریاض تسنیم پرمخ بیولی ـ
اخری برخه دموسیقۍ برخه وه چې ګلزارعالم او بختیار خټک په کې د غني خان کلامونه زمزمه کړل ـ
او دغه شان دغه سیمینار دشپی پاوباندې یوه بجه پای ته ورسیدو ــــــ