غزل
ګلابه ياره تۀ د کلي موسم څله پښتې
دلته د وينو باران هر يو مازيګر کيږي
د بقا جنګ دی پۀ ټوپک نۀ پۀ قلم به کوؤ
وخت دی بدل اشنا ګزار پۀ ناخبر کيږي
د اقتدار هوس پخوا دی ادميت خوړلی
دهماکې ځکه پۀ جومات اؤ پۀ مندر کيږي
ملګرو بيا مو د تيارو پۀ ورکو لارو بيایي
خبرې ډيري راته بيا د سپين سحر کيږي
پۀ مالاکنډ د انقلاب سور دور تير شو ځکه؟
چي د بارودو دهماکې پۀ پيښور کيږي
پۀ دي نظام کښي د غريب ښيګړه نۀ ده ممکن
دلته خو برخه هميشه د زورور کيږي
پۀ حال مو سترګې پټه وي پۀ ماضۍ داد راکوي
د مستقبل سره مو لوبې پۀ هنر کيږي
د دي نظام نه بغاوت به اخر څنګ نۀ کوؤ
پۀ نوی نرخ سودا مو هره ورځ د سر کيږي
حسرته ژوند معنه پخوا ده بدل کړی دلته
چې پۀ کورونو کښي ويرونه پۀ اختر کيږي
حسرت بونیری کراچۍ