مګر زه یم
(د زلمي شاعر ارواښاد عبدالسلام سلام په یاد کې)
اوس څه لږه شېبه وړاندې
زه له چا سره مشغول ؤم په خبرو
ما له چا سره قیصې بیانولې
د خپل وخت مو المیې تکرارولې
ائینې مو جوړولې
ما دده او ده زما مخ ته نیؤلې
ډېر دلګیر و،خو د زړه د سود محفل و
د ایرو غوندې قلار،خو تود محفل و
اوس څه لږه شېبه وروستو
زه له ځان سره اخته یم په خبرو
د خپل ځان سره قېصې بیانومه
سوې لوې المیې تکرارؤمه
د جواب راستنولونشته هیڅوک
د ایرو تازه کولو نشته هیڅوک
نشته هیڅوک ــــ مګر زه یم
اؤ زما د زندګۍ سوړ نغري دي