ویرنه
( د علامه استاد رشاد په ویر کې)
سل لمرونه دې په تــــــــــور حجاب کې پټ شي
چــــــــــې زموږه د رشاد په شـــــــــــانې لمر مري
شپه او ستوري دې په پښو کې د ویر پریوزي
ها زموږ د شپو انــــــــــــــــــوار قمر قـــمر مري
آسیا دې د ماتم سرود راســــــــــــــــــــــــــر کي
چې د علم شهنشاه او ســــــــــــــــــــــمندر مري
لوي افغان به بیـــــا په کومه هستۍ ناز کړي
چې سالار د قافلې مو لـــــــــــــــــــکه غر مري
د اشـــــــــــــــــــــرف البلاد کاڼي بوټي ژاړي
د عرفان په استانه کې ستر هـــــــــــــــنر مري
د سېپیو زړه چاودلې ســــــــــــــــاندې وایي
د ارین په ســــــــــــیند آباد کې دُر ګوهر مري
وړانګې،وړانګې ځانګې،څانګې ځوانیمرګې
چې پاچا د ســـــــــــــــحرونو روڼ سحر مري
پروین ملال
کابل شېر پور
۲/۱۲/۲۰۰۴