سوال

ماښام خټک

د نړۍ مسلمانانو 

 لوي اختر دی لویه ورځ ده

لوي اختر د قربانو وي

تاسو ټول چړې په لاس یې

د څاروو مرۍ کټ کیږي

سرې سرې وینې سرې سرې غوښې

د الله په نوم بهیږي ،تقسمیږي

 

د نړۍ مسلمانانو 

 لوي اختر دی لویه ورځ ده

 

د نړۍ مسلمانانو!

قرباني که نوم د وینو بهیدو وي

قرباني که نوم د غوښو پریکوو وي

قربانۍ کې که کټ کیږي په تنو ولاړ سرونه

د نړۍ مسلمانانو!

لوي اختر دې لویه ورځ ده

زه پښتو ن یم

نو دا ستاسو خیال به څه وي

زه په دې سوچ کې ولاړ یم

چې په ما قرباني کیږي ؟