څنګه اختر


سږ به څنګه زموږ او ستاسي د اختر مبارکي وي
چي په کلي او کوڅه کې مو ماموره نور پردي وي

څنګه يو بل ته به وایو د اختر دې مبارک سه
را څه تللې مو د زړو څه د عمرونو خوشحالي وي

نه جانان راځي و در ته نه یې توان زما د ورتګ سته
اخترکله داسي خوندکړي چه نيمګړې مودوستي وي

نه ځوانان اتڼ کوای سي نه په ډول کي هغه ږغ سته
دا اختر کله اختر دی چي مو ورکه دا مستي وي

را په ياد چې کړم د خپل وطن رنګ سوي بازارونه
خونديې اوس دی پېکه سوي نه هغه شان رنګېني وي

د اختر به ښه مېلې وې ، ښه نغمې او ښه سازونه
نن اواز دی د توپونو پر مېلو مو بمباري وي

د ظلمت او بر بريت طوفان وهلی دا ملت به
لا تر څو د ظالم لاس کي به همېش دوي قرباني وي

کم شاعر به په خزان کي رنګېنه بيتونه وائې
چي ګلان وي رژېدلې د ګلابو بې رنګي وي

رحيم لاس دی پورته کړی خواست کوي د خپله ربه
خوښي ورکړې و دې قوم ته چه ارامه ارامي وي

٢٠٠٩/١١/٢٩

رحيم ريشاکراچۍ