غزل ځکه مې زړه وطن قجیره سره نه لګیده ملنګ فطرت مې د امیره سره نه لګیده د هغو لاسو تحفظ له مو زنځیر په غاړه خو هغه لاس و، د زنځیره سره نه لګیده زما ددغو شهیدانو شمېر به څوک راکوي زما سرحد خو د کشمیره سره نه لګیده چې د ډیلي په محلونو لګیده روان وو خو هغه سر و،د پامیره سره نه لګیده چې د شها وربل یې باج کړو په سیاسي جوارۍ ښکاره ده سر یې د ضمیره سره نه لګیده دادی غازي عبدالله شاه مستو څپو ته پروت دی د ساګر شور ،چا وې د پيره سره نه لګیده ساګر تنقیدي کراچۍ