د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د اکتوبر په څلورمه نېټه ماډل پارک مېټروویل کراچۍ کې وشوه ـ ددې غونډې صدارت ښاغلي قېصرافریدي اود نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـ د غونډې په لمړۍ برخه وصال مومند دتېرې غونډې روداد واورلو او ورپسې د وصال مومند غزل کره کتنې ته وړاندې کړې شو ـ په غزل د بحث روسته د غونډې ګډونوال په دې سره یوه خله شول چې شاعر غزل سره پوره خوارۍ نه ده کړې ، دشعري تلازمې خیال یې نه دې ساتلې او آن تر دې چې قافیو ته یې هم توجه نه ده ورکړې ـ د غونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې امان افریدي،ماښام خټک،زرجان مداخېل،ریاض ساحل ، ساحر،ننګیال یوسفزي،عبدالسلام سلام،وصال مومند،ریاض تسنیم ،ظفرکریمي او قېصر افریدي پکې کلامونه واورول ـ غونډه کې طاهر افریدي هم موجود وـ راتلونکې غونډه کې به د جرس ادبي جرګې د رودادونو په نوي چاپ شوي کتاب ،،زه تنقید خو به کوومه،، باندې مذاکره کیږي ـ ظفرساپی کریمي