غزل
تل مې سترګو کښې غړېږې پۀ سوچونو کښې مې اوسې
زما زړۀ کښې دا ستا کور دې پۀ خېالونو کښې مې اوسې

د زړګي له درد مې هره څړیکه ستا پۀ نوم ځي
يئ سبب زما د ا وښکو پرهرونو کښي مې اوسې

تا به څنګه د خېال باسم تا به څنګه هېروم زۀ
لکه وينه د زړۀ سره پۀ رګونو کښې مې اوسې

زۀ ژوندې دا ستا پۀ نوم يم محرک زما د ژوند ئې
زړۀ اؤ تن مې لاليه احساسونو کښې مې اوسې

ېا رانجه شه قطب شاه چې ښکلوم دې تل پۀ سترګو
ېا نکرېزی شه جانانه چې لاسونو کښې مې اوسې
قطب شاه