هره ورځ

هره  ورځ پۀدغه ﻻره راتېرېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀزړۀکښې ګرځي
خواهشونه لکه سپينې مرغابۍ وي
درڼواوبوپۀسرباندې روانې
پۀ هربام ده  ستادمخ سپوږمۍ ولاړه
ستادسترګوستوري ځائې پۀځائې پړقيږي
وايم زړۀکښې مې لونګو څانګې وکړې
وايم سرۀګلاب وريږي لۀاَسمانه
وايم دادى تامې لاس پۀ وُږه کېښود
وايم خاوروته چې وګورم سرۀزرشى
وايم دادى ماکافرهم ايمان راؤړۀ
وايم دادى ناڅاپى مخې له راغلې
وايم دادى تايوه خبره وکړه
ټول جهان لکه دمست ملنګ ګډيږي
                  ----
 هره  ورځ پۀدغه ﻻره راتېرېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀزړۀکښې ګرځي
تورې څڼې لمحې کومه ﻻرکښې پاتې
وخت پۀشګودکوچيانوداوښ پل دى
داوښ پل پسې پۀدشتوباندې سريم
تماشه ده څۀبې نومه تماشه ده
ستومانۍ ده رانه غېږه چاپېرکړې
ارمانونوته مې ډډه ده وهلې
منظرونه مې دسترګونه خوئيږي
موسمونه دي بدليږي رابدليږي
       ----
هره  ورځ پۀدغه ﻻره راتېرېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀزړۀکښې ګرځي
دامرغۍ هم مانه ښې دى چې بې غمه
خپلوجالوته ماښام پۀوخت ستنې شي
ددې ښارڅلورګوټونه دي اؤزۀيم
ﻻدخپلې برخې رزق پسې ګرځم
ورځ ده تېره شپه هم داده نيمه ﻻړه
دخپل کوردرشل ته نۀيم رسېدلى
زړۀکښې پاتې شوې قيصې دښاپېريو
زمادوه ستورى بچى به اوس وودۀوي
کۀمې وينه کۀخوله ده نيلاميږي
ژوندد مصرلۀبازاره تېرېدۀ دي
هره ورځ پۀدغه لاره راتېرېږم
هره ورځ پنډدخوبونوراؤړم کورته

رياض تسنيم کراچۍ