"دغه دوه سترګې ډيوې دي"

دديوال د سر دپاسه
دوه ډيوې دي چې بليږي
خو رڼا يې په تيارو کښې
لکه تندر وي نيولې
دوختونو ،خړ ګردونه
د حالاتو ستمونه
زول سيلۍ او طوفانونه
چپاونه کړي صلايونه
د ډيوو دمرګ دپاره
ددې ښار واړه خدايان هم
څه څه کاندي تدبيرونه
سرې لمبې يې کړلې بلې
سرۀ اورونه يې تازه کړل
تورې شپې يې راخورې کړې
چې همه سترګې ړندې شي
خو......
ستا لارې ته نګاره!
دې تا يو نظر دپاره
"دغه دوه سترګې ډيوې دي"

طاهرافريدي کراچۍ