ادب او د داخليت او خارجيت امتزاج
مـــــــــــــــاښــــــــــــــــــام خټک
که چرې دا خبره د لږ ساعت د پاره اومنلي شي چې هر ليکلى شى ادب دى نو بيا به هر هاغه ليک چې د هر علم او فن سره متعلق وي هم د ادب په زومره کښې ګڼوکه هغه سياست دى که معشيت ـ عمرانيات ـ نفسيات ـ منطق او فلسفه ده که تعليم ـ مذهب ـ حيوانيات ـ نباتات ـ معدنيات ـ تاريخ دے او که جغرافيه ـ طبعيات ـ کيميا ـ رياضي ده او که ارضيات د صحت او تندرستۍ ـ طب د لوبو او ثقافت او که د اخلي پخلي موضوعات غرض رائج الوقت علوم و فنون چې څومره هم دي ددې په حقله ليکلي شوي کتابونه او مواد به ادب ګڼلى شي ولې حقيقت کښې دا خبره داسې نه ده ولې چې په هره ژبه کښې د علم سره متعلقه يا علمي کتابونه او ليکونه د ادب او ليکونه په بنيادي توګه د ژوند مادي اړخ ته د تسکين ورکولو سره سره د متعلقه علم يا فن په لړ کښې د انسان ( قاري ) په معلوماتو کښې وسعت او ژوروالى پيداکوي ـ ولې اد ب د بنيادم د ژوند د جمالياتيا اړخونو نه يوازي څېړنه کوي بلکې د جذباتي او روحاني تسکين سبب ې هم ګرځي ـ ادب د بنيادم د ذهن ده مادي فکرونه لر کوي او هغه د احساساتو يو پرسکون ماحول سره نه يوازي اشنا کوي بلکې يو شېبه ګهړۍ معاشي مسئلې ـ غم دړد او د ژوند نورې کشالې د هغه نه بېخي هېرې کړي او د لطيفو جذباتو او پر کيفه جمالياتي اخساساتو نه ډکې د يوې حسينې او رنګينې دنيا په فضاګانو کښې ې اوګرځوي ـ هسې هم د ا د ب اسا سي مقصد د ژوند د جمالياتي احسا ساتو ترجماني د لطيفو جذباتو عکاسي او تربيت کول دي ـ هم دغه وجه ده چې هرليکلى لوستلى کس شاعري يا افسانه په دلچسپۍ سره اوري او لولي ولې چې په شاعرۍ او افسانه کښې هغه د خپلو ارمانونو ـ خوبونو او د خيالونو د يوې داسې دنيا سيل کوي چې په خقيقي اومادي دنيا کښې دآ هر څه بېخي نآ ممکنه دي ـ ولې ددې سره سره شآعر او اديب هم ددې چآپېرچل يوفرد وي آو هغه هم کم زيآت د هغه مسئلو سره مخ کيږي د کومو سره چې د چآپېرچل نوروګړي مخ کيږي ـ نو ظآهره خبره ده چې شآعر آديب به نېغ په نېغه دغه موضوعات ـ دغه مسئلې په خپلو تخليقاتو کښې راخلي دغه تخليقات دغه موضوعات بيا د سماجي ژوند ترجمان او ائينه دار ګرځي او هم دعه سبب دى چې بيا دغه فن کار يا تخليق کار د سماجي ژوند ترجمان او استاذى بللى کيږي ـ بله خبره دادا چې که چرې مونږ هر ليکلى شى ادب اوکڼو نو د ادب او علم وفنون تر مينځ چې کوم تخصيص دى هغه تخصيص به تخصيص پاتې نه شي ـ محض د ليک د اشتراک له وجې به د علوم و فنون او تر دې چې پخپله د ادبي ژانرونو ځنګړتيا او انفرادي وجودونو ته به خطره پېښه شي ـ ادب په ادب ـ علم به علم او فن به فن پاتې نه شي ـ سياسيات ـ معاشيات ـ اخلاقيات او جرميات به د ليک له اشتراکه په يو قطار او يو مقام ولاړ وي ـ هسې خو د ابتدا نه زمونږ شاعرانو او اديبانو په څه نه څه حوالو د خپل خپل دورونو ـ ماحول او چاپېرچل حالات او موضوحات په خپلو خپلو تخليقاتو کښې ځائې کړيدي ـ لکه خوشحال خان خټک ـ رحمان بابا ـ کاظم خان شيدا ـ اشرف خان هجري او داسې نورو ولې په شلمه پېړئ کښې ادب او شاعري د ژوتد او سماج سره د اشنا کولو کريډټ په خصوصي توګه ترقي پسند تحريک ته ځي ـ ترقي پسند تحريک د نورو تحريکونو په نسبت ېو اهم تحريک دى ـ ولې چې دې تحريک د ادپ سره سره د چاپېرچل په صورتحال کښې هم بدلون راوستو ـ دې تحريک ادب او شاعري د خېالي دنېا نه رابهر کړه او د حقيقي دنېا سره ې اشنا کړه ـ د ادب او شاعرۍ رشته ې د رواېاتو په ځاې د صداقت او د رومانوېت په ځاې د خقيقت سره او تړله ـ دې تحريک ادب د فرضي خبرو ـ ا ټکلونو او محض په رواېاتو ولاړ د ادب په ځاې د مدلل زاوېه فکر ـ واضحه ـ کلک او سانټفک نقطه نطر سره بلد کړو او د انسان دوستۍ د روئې بنېاد ې هم کښېښو دو ـ ادب محض د پام غلتولو شى نه دى د پام غلتولو او د زړه د خوشحالولو نه په پورته د ادب نور مقصدونه هم دي ـ ادب اوس د عشق معشوقو د سندرو نوم نه دى پاتې بلکې ادپ اوس د ژوند په مسئلو هم غور کوي ـ دا د ترقي پسند تحريک اثر وو چې قلندر مومند افسانه د خېالي او داستاني ماحول نه رابهر کړه او د ژوند او د چاپېرچل د بنېادي مسئلو سره ې اشنا کړه او بېا روستو چې څومره هم افسانه نګاران راغلي هغوۍ ځان له دغه لاره دېو معېار په توګه اوټا کله ــ
د آفسآنې په شآن په شآعرۍ هم د ترقي پسند تحريک وآضحه آثرآت دي ـ کومو شآعرآنو چې ددې تحريک د آثر لآندې د رواېتي انداز په ځآئې د جديد آنداز بنه خپله کړېده هغوئ کښې غني خآن ـ آجمل خټک ـ قلندر مومند ـ سيف آ لرحمآن سليم ـ آکرآم آلله ګرآن ـ شمس آلقمر آندېش ـ قمر رآهي ـ هآشم بآبر ـ عبدآلرحيم مجزوب ـ سليم رآز ـ آمين آلله دآوودزۍ ـ سعدآلله جآن برق ـ آو ورپسې سعيد ګوهر ـ دروېش درآني ـ خير محمد عآرف رحمت شآه سآئل آو ورپسې بېآ عبد آلرءوف زآهد ـ آسمآعيل ګوهر ـ فيض آ لوهآب فيض محمود آيآز ـ قيصر آفريدے ـ سهيل جعفر ـ ريآض تسنيم ـ آختر حيآت قمر ـ طآهر بونېرے آو رآقم آلحروف آو پېغلو کښې سلمه شآهين ـ حسينه ګل عصمت بي بي آو د نآهيد سحر نآمونه شآمل دي د نآمونو ليکلو نه هرګز زمآ مقصد فهرست جوړول نه دي که د چآ نوم وړآندې وروستو شوى وي يآ شآمل شوى نه وي نو زه پېشګي معزرت خوآه ېم دې تمآمو شآعرآنو آو شآعرآتو په خصوصي توګه ددې تحريک نه بآ لوآسطه ېآ بلآ وآسطه متآثره کېدو له وجې د ژوند د دآخلي وآردآتو آو کيفيآتو په ځآئې د خآرجي مظآهرو آو منآظرو عکسبندي کړېده آو د بې ځآېه فرسوده روآېآتو په ځآئې ې د خپل خپل دور د حالاتو آو تقآضو مطآبق شآعري کړېده ـ
د افسانې او د شاعرۍ په شان تنقيد هم د ترقي پسند تحريک د اثر نه محفوظ پاتې نه شو ـ ددې تحريک نه وړاندې چې د کومو اصولو په بنېاد ـ اندازو او محض د تاثراتو آو خېالاتو په رڼا کښې تنقيد کېدو ددې تحريک له برکته پښتو تنقيد د حقيقت آو سائنټقک انداز سره غاړه غټۍ شو ـ په دې لړ کښې د اولسي ادبي جرګې او د هغوۍ د غړو او موجوده د سليم راز نوم نه اخستل به بېخي ادبي خيانت وي ـ
د ترقي پسند تحريک زير اثر چې کوم تنقيدي انداز په وجود کښې راغلو په هغې کښې د مارکس ـ لينن ـ اينګلز او ګورکي د نظرياتو او اقکارو آميزش ښګاره په نظر راتللو ـ هم دغه وجه ده چې د اولسي ادبي جرګې د تمامو غړو خصوصاً او د هغې نه پس نقادانو بالعموم د اديپانو او شاعرانو د تخليقاتو د تجزئې په وخت په خصوصي توګه د هاغه دور سياسي ـ سماجي او تاريخي پس منظر په نظر کښې ساتو له کومې به چې د هاغه دور سېاسي او سماجي نقشه سازيدله چې په کومې کښې به ددغه شاعر او اديب ګزران شوى وو ـ
اوس په تنقيد کښې د روادارۍ ـ جانبدارۍ او د زاتي خوښې او نا خوښې په ځائې حق ګوئۍ ـ صداقت او حقيقت ته د ېو تخليق کار په فنپاره کښې کتلى شي ـ او دغه شآن پښتو تنقيد کښې ددې تحريک په نتيجه کښې د ېو نوي رحجان ـ انداز او د جديد او صحت مند رواېت بنېاد کېښودلى شو ـ
ترقي پسند تحريک په دې وجه هم داهميت وړدى چې دې تحريک دشاعر او اديب مخ د داخليت نه د خارجيت په لور راواړوو ـ اوس ادب او شاعري دمروجه پخوانو رواياتو فرضي قيصو او داستانونو نه را اووتله او د جديد دور د تقاضو سره مخ شوه ـ کومه شاعري او ادب چې محض واردات قلبي او دداخلي کيفياتو ترعکاسۍ محدود وو هغې ته ې د چار چابېره حالاتو د بدلون ـ د زمانې د تغيراتو او انقلاباتو او د سماجي صورتحال د ترجمانۍ سبق او ښائېلو او هم دغه د ادب او د ژوند اصل مقصد دى ـ ولې ددې سره سره ددې حقيقت نه هم سترګې نه دي پټول پکار جې که چرې ادپ د ېو خاص مقصد د پاره تخليق کېدل شروع شي نو هغه به محض مقصدي ادب بللى کيږي اقادي ادب هر ګز نه ـ ځکه دا لا زمه ده چې ادب دې محض د ژوند د بيروني کيفياتو ـ وارداتو او سماجي تغيراتو او مسئلو کشالو ترجمانه وي بلکې د ژوند دداخلي اړخ د بنيادم د لطيفو جزباتو اود هغه دجمالياتي احساس ترجمان دي هم وي ولې چې دداخليت اوخارجيت زړه راښکونکي او غوره امتزاج نا يو ښه آو غور ه ادب را پيد ا کيږي ـ