د اتفاق پښتو ادبی جرګه [سنده ] د سوری لاندې د سوات نه راغلی دروند مېلمه ،د دوؤ کتابونو [نوې نغمه،څورېدلی
احساسات ] تخليق کار،نقاد،محقق ښاغلی عبدالرحيم روغانی پۀ درانوی کښي پۀ ٢٨ جون ٢٠٠٨ پۀ مفتی محمود کميونټی هال کښي يوه ازاده مشاعره وشوه٠ د ښاغلی روغانی صيب سره ملګرې حکيم الله بريالې هم راغلي ؤ٠ د دې مشاعري صدارت ښاغلی صابر احمد صابر اوکړو٠ مشر ميلمه عبدالرحيم روغانې ؤ٠ د نظامت چارې حسرت بونيری ترسره کړې٠
د مشاعرې باقاعده اغاز د قران پاک د تلاوت نه وشو٠ ساګر تنقيدی اؤ جلبل اشنغری د اتفاق پښتو ادبی جرګه[سنده]پۀ کارکردګۍ اؤ ښاغلی روغانی صيب پۀ تخليقاتو،اؤ شخصيت باندې رڼا واچوله٠ پۀ مشاعره کښي د شاعرانو سره سره اوريدونکی هم پۀ ګڼ شمېر کښي راغلی ؤ٠
ښاغلی روغانی صيب پۀ دومره ښه مشاعره کولو د اتفاق پښتو ادبی جرګه[سنده] د ټولو ملګرو شکريه ادا کړه٠ پۀ مشاعره کښې اسلام ګل تسکېن،محمدخان غندليب،فضل خالق غمګېن،وزېرنګار،شاه ولی خان سېدوال،نوراحمد باچا،بسمل کابلګرامی،حبيب الله همدرد،رياض ساحل،شرافت علی شاهد،هېبت خان شېرانې،فضل باچاملنګ،ساګر تنقيدی،جلبل اشنغری،شرېف کنډروال،عزېزخان، عمران ذاهد،نورزرخان عاجز،شمروزګلاب،ظهير،رومان اندېش،اکبرشاه خاورېن،حبيب ذاده مجروح،ميا دسدوخان بابا،عبدالحليم حليم،زرمين بي قرار،ډاکټر سعدی حېات سواتی،زرجان مداخېل،حبيب بونېری،عبدالرحيم روغانې،حکيم الله بريالی،اؤ حسرت بونېری خپل کلامونه
واورول

٠ حسرت بونېری