دايمن په ليدو

يو ځل بيا د نغمو ډک ماښام ته راغلم


زړه مې بيا د حُسن سيند ته ورکوزيږي


تسلسل مې د وجدان بيا هواګير شو


څوڅو ځله دغه کېف ما حاصل کړې


خو نن دوه رنګه نشه په ما خوريږي


پري رويه مې د ذهن پوړۍ سر کړې


او دګلاب د اوبو پشم يې را خور کړو


بله دا چې خپل احساس مې رابيدار کړو


ځه چې کله هم نشه شم نو هوښيار شم


دشعور په لاره نېغ جانان له لاړ شم


او بيا هره پري رويه داسې ښکاري


لکه وي چې د ايلم د غره مماڼه

رحمان بونيرى کراچۍ