غزل

په هوا ليک دا ستا نامه ده ،او نعره ده د هُو
په ګډا ټوله ښاريه ده ،او نعره ده د هُو

يو ځلې بيا دنيا ولاړه دفرات په ژۍ ده
هره کوڅه کوفه کوفه ده،او نعره ده د هُو

يو سمندر دى په سينو کې د دردونو روان
يوه نعره ده،نعره ده ،او نعره ده د هُو

ګوره چې دا ځلې د شاه غرور ماتيږي که نا؟
دنيا ولاړه په يوه پښه ده،او نعره ده د هُو

دغه هم زه يم،دغه هم زه او دغه هم زه
هره څېره يوه څېره ده،او نعره ده د هُو

تګ دى او تګ دى له يوه داره تر بل داره پورې
لاره دمار په ملا پرته ده،او نعره ده د هُو

څومره ده تنده د وصال ،څومره دى ګران انتظار
سپوږمۍ ولاړه نيمه شپه ده،او نعره ده د هُو
وصال مومند کراچۍ 30جون 2008