اى شريفو خلکو
د ساحر لدهيانوي د مشهور نظم" اے شريف لوګو" ترجمه
امجد شهزاد
وينه کۀ پردۍ وي کۀ دې خپله وي
بيا هم د انسان د بدن وينه ده
جنګ کۀ په مشرق يا په مغرب کښې وي
ټوله د دنيا د امن وينه ده
بم په ابادۍ کۀ په سرحد لګي
روح د ودانيو زخمي کيږي پرې
ستا پټي کۀ سوزي يا د بل پټي
عمر لوږو تندو ته تړقيږي پرې
ټېنک کۀ راځي روستو يا په مخکښې ځي
غېږه ددې زمکې ميراتيږي پرې
جشن د بري کۀ غم د ماتي وي
ژوند د مرګي کندې ته غورزيږي پرې
جنګ خو دى پخپله د لانجو نه ډک
جنګ به کشالو له څۀ حل وګوري
اور او وينه نن به درته وبخښي
بيا به درله لوږه د تل وګوري
ځکه اى شريفو خلقو وايمه
جنګ کۀ په ستنه شي نو دا غوره ده
ستاسو او زمونږ په انګڼونو کښې
بله کۀ ډيوه شي نو دا غوره ده
صرف د مړانې نوم ګټلو له
وينه تويول څۀ ضروري نۀ دي
کور کښې رڼاګانو راوستلو له
کور لمبه کول څۀ ضروري نۀ دي
نور هم ميدانونه د جنګونو شته
صرف مرګ او وينې ته جنګ نۀ وائي
پوهه هم کېدى شي د ژوندون مرام
صرف لېونتوب ورسره نۀ ښائي
ځئ چې د دنيا په دې تيارو کښې مونږ
بلې رڼاګانې د فکرونو کړو
ملا ترې نه د امن چې مضبوطه شي
داسې اهتمام به د جنګونو کړو
جنګ د ظلم زور او د زياتي خلاف
امن بس تهذيب او ارتقا لره
جنګ ددې وژونکي سياست خلاف
امن د کلهم انسان بقا لره
جنګ د غريبۍ او غلامۍ خلاف
امن د سپېځلي ښۀ نظام لره
جنګ ددې بې لارې قيادت خلاف
امن د دنيا د هر يو قام لره
جنګ د سرمائې د تسلط خلاف
امن د جمهورو خوشحالۍ لره
جنګ د هر يو جنګ د فلسفې خلاف
امن يو پرامن زندګۍ لره