غزل
خطا مو خپله وي الزام پۀ زمانې لګوؤ
مخ توري خلق ېو تهمت پۀ ائېنې لګوؤ

تا پۀ محراب کښې واېه څه موندۀ چې زۀ به مومم
راځه ذاهده يو چکر د مېخانې لګوؤ

د اور پۀ لوبو کښې مو خپل کورونه وسوزول
واېه چې اور به اوس د چا پۀ اشېانې لګوؤ

هلته احساس ستا د شته والي راته وشي اشنا
کله چې سر ستا د درشل پۀ استانې لګوؤ

سر مو تر اوسه چرې ښکته نۀ کړو خپل ګرېوان ته
پۀ نورو تور خو مونږه ډېر پۀ قرېنې لګوؤ

زمونږ پۀ ډېر خلوص شکمنه راته اوګوره چې
مونږ خپل تندی ستا د قدم پۀ نشانې لګوؤ

چې صدقه ئې د ېار نۀ کړو زړۀ ئې و نۀ ګټو
هېبته اور مونږه پۀ داسې خزانې لګوؤ
هيبت خان شيراني کراچۍ