غـــــــــــــزل
دابه منې چې دروغ هم څۀ پۀ کــــمال وايو
چاکري هم کړواؤشعرونه دخوشحال وايو
داسې خاموشه سوزېدۀ هم مزه خپله لري
کوم کوم سړي ته به دماتوزړګوحال وايو
ښۀمطمئن يو،چې پۀخپله ګناه ښۀ خبريو
نۀدېوال َورګڼو اؤنۀ ور ته دېوال وايو
لارې ګواه درنتهنبورنه ترﻻهوره پورې
خپلې سندرې دزنځيرپۀ سُر اؤ تال وايو
خو شاباسى راله دعشق دمزدورۍراکوه
مونږ ځان ته کله بې بها اؤبې مثال وايو
دهغه حسن پۀغرورکښې هيڅ کمى نۀراځي
مونږکۀ هرڅومره داستانونه دزوال وايو
خلۀمودې ماته شى، کۀهغه ورځ پۀمونږه راغله
چې دتيارو سپه ساﻻر ته به مشال وايو
تسنيمه! بڼ دشاعرۍشولو لۀ شوره خالي
اوس پۀدې دورکې به چاته خوش مقال وايو