دانګريزي ورځپاڼې فرنټير پوسټ د چيف ا يډ يټر ښاغلي ر حمت شاه افريدي سره مرکه
مره که: محب وزير
ژباړه : عبدالسلام سلام
محترم رحمت شاه افريدى د پا کستان پۀ صحافت کښې د پيژنګلو محتا جه نۀ دى هغوئ د صحافت ابتداءد ٫٫هيواد ،، اخبار نه پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې د ضيائي آمريت توره شپه پۀ ملک خوره وه او چې څنګه نوموړى د صحافت پۀ ميدان ور ګډ شو نو بيا هم ددې ځائ شو ـ د انګريزى اخبار فرنټئير پوسټ پۀ شروع کولو سره هغوئ پۀپا کستان کښې دجمهوريت د ودې دپاره يو موءثر فليټ فارم جوړ کړو ـ ا و د کمو لوستلو خلکو دپاره يې د ورځپاڼى ٫٫ميدان ،، اجرا ء وکړه او د مظلوم اولس او محرومو قامونو آواز جوړ شو ـ هغه پۀ دى نزدې ورځو کښې د بى بنياده مقدماتوپۀ ترڅ کښې د جيل نۀ آزاد شو ليکن د صحافت نشه ئې لا اوس هم پۀ سر کښې شته او د اليکټرانک ميډيا دپاره اراده لرى ـ او دهغوئ د صحافتى تجربو نه دا اندازه کيږى چې پۀ دى ميدان کښې به هم بريالې شي ـ شاه صيب پۀ تيرو ورځو کښې کرا چۍ ته را غلى وو ـ پۀ قصر ناز کښې دهغوئ سره خصوصي خبرې اترې وشوې چې لوستونکو ته ئې پيش کول غواړم ـ
س : شاه صاحب صحافت ته د راتلو او بيا دخپل اخبار ويستلو فيصله مو څنګه وکړه ـ د کوم مرام او مقصد دپاره مو دې ميدان ته را ودنګل ـ؟
ج : پۀ اصل کې د صحافت او دخپل اخبار ويستلو منصوبه زما پۀ ذهن کې هغه وخت را غله کله چې ذوالفقار على بهټو داقتدار نه په زبردستۍ لرې کړى شو ـ او بيا د پاکستا اخباراتو چې پۀ کوم انداز کښې دغه واقعه پيش کړه يا بيا د بيګم نصرت بهټو خلاف چې کومه بى بنياده پرو پيګنډه او کړى شوه ، هم پۀ دغه وخت کښې ما فيصله او کړه چې داسې اخبار شوروکړم چې حقيقي صحافت ته وده ورکړي چې د حق ملګرى وي ـ او هر يو پۀ خپل اصلي شکل او صورت کښې پيش کړي ـ ددې دپاره ماپۀ هغه وخت کښې د اخبار دپاره درخواست ورکړو ليکن هر چا ته پته ده چې پۀ مار شلاء کښې پۀ اخباراتو پا بندي وي ـ او اخباراتو ته ډيکلريشن نۀ ورکول کيږي ـ ما با قاعده يو کس ته پۀ دى سلسله کښې ديرش لکه روپۍ هم ورکړې ـ ( هغه وخت کښې ديرش لکه روپىۍ لوئ رقم وو) ليکن هغۀ هيڅ هم ونۀ کړل ـ ددى هر څۀ وجه داوه چې يو خو زۀ پښتون ووم او بل پۀ ځوا نۍ کښې ووم او پۀ دغه ورځو کښې به پښتون ته ډير د شک پۀ نظر کتلى شول ـ ځکه چې يو طرف ته پۀ افغانستان کښې د تبديلۍ اثرات د سرحد نه ديخواهم پۀ پښتنو پريوتل چې دپاکستا نى حکمرانانو پۀ نظر کښې ډير مشکوک وو ـ پۀ دى وجه ما ته ډيکليريشن ملاؤ نۀ شو ـ ليکن ما فيصله کړې وه او چې افغان جنګ شروع شو او پۀ دې کښې چې څنګه پښتا نۀ پيش کړى شو نو ما ته پۀ دې وخت کښې د اردو پۀ ځائ د انګريزۍ د اخبار د ويستلو خيال راغى ـ ځکه چې پۀ دغه وخت کښې امريکى او روس د پښتنو پۀ زمکه د يو بل سره کشتي شروع کړې وه ـ ما دا ګنړل چې دغه دوؤ قوتونوته ( چې د اوپينين ميکر او پاليسى ميکر حيثيت يئ در لودو ) ته ددغه مظلومو پښتنو آواز ورسوم ـ خير د ډيرې اوږدې مبارزې نه پس ديو پنجا بي دوست پۀ زريعه پۀ ١٩٨٤ کښې ما ته د فرنټيئر پوسټ ډيکليريشن ملاؤ شو او ددغه ځا يئ نه ما د فرنټئير پوسټ اجرا وکړه ـ
س: په شروع کښې به درته ډير مشکلات هم را مخې ته شوي وي ؟
ج: ډير زيات ـ پۀ هغه وخت کښې چونکې پښتنو کښې د صحا فت دومره خاص رجحان نۀ وو ـ اوس خو حالات ډير ښۀ دي ليکن زما مشکلات پنجا بيانو او اردو ويونکو تر څۀ حده کم کړل او يقيناً دا به زياتى وي چې ددغه خلکو شکريه ادا نۀ کړم او بايد دا هم پۀ ګوته کړم چې فرنټير پوسټ باقاعده د پښتنو دپاره د ښونځي کردار ادا کړو ـ د زلمو صحافيانو ټيم ئ پيدا کړو چې پکښې د اردو ، پنجابۍ او سندهۍ ويونکو صحا فيانو هم لوئ کردار دى ـ اودغه دوستانو پۀ ما ځکه باور وکړو چې ما پخپله يو جمهورى سوچ لرلو او هغوئ ته يقين وو چې دى به د مارشلاء سندرې کله هم نۀ وائي ـ
س: تا سو د بهټو صيب د واقعى ذکر وکړو ، ليکن ستاسو سوچ او فکر جمهوريت طرف ته مائل کولو او معيارى صحافت ته رواج ورکولو کښې نور د چا لاس دى ؟
ج : زۀ چونکې ډير وخت په لا هور کښې پا تې شوى يم او تعليم مې هم هلته حا صل کړى نو پۀ لاهور کښې به زما نا سته پاسته د جمهورى او انقلابى خلکو سره وه ـ بايد دا خبره هم پۀ ډاګه کړم چې زما تعلق د وړوکوالى نه د ديني عالمانو او انقلابي سوچ لرونکو خلکو سره پا تې شوى يم ـ او دا هم بايد اووايم چې ديني علما ء پۀ هغه وخت کښې د ډير انقلابي سوچ خا وندان ووـ د فيض احمد فيض خوا ته به مې هم پۀ هفته دوه کښې پيښه کوله ـ ظهير کشميري او دعثماني صيب غوندې تجربه کاره صحا فيانو سره مې هم تعلق پاتې شوى دى ـ او دهم دغه خلکو د صحبت اثر کيدى شي چې پۀ ما کښې ئ د حقيقي صحافت جذبه پيدا کړه او تر ننه بر قراره ده ـ
س: تا سو د د بهټو صيب ذکر او کړو ـ د هغوۍ پۀ شخصيت يا سوچ اوفکر کښې تاسوته کوم دا سى عنصر ښکاره شو چې تا سو ئې دومره لوئ کار ته وهڅولۍ ؟
س: ګوره زۀ يو قبائيلي يم او د قبائيلو ستو نځو ته اهميت هم زيات ورکوؤم ـ بهټو صيب وړومبى حکمران وو چې د قبائيلو تفصيلي دوره يئ اوکړه او دهغوئ پۀ مسا ئلو يئ ځان خبر کړو ـ او د هغى د بهترۍ دپاره يئ پۀ زړۀ پوري اقدامات هم اوکړل ـ بهټو صيب پۀ قبائيلو کې يو لس فيکټر ئي ولګولې پۀ کوم کښې چې د مار بل د تيلو ، د نمر پرست دغوړو او ما چسو وغيره فيکټرئ شا ملي دي ـ مختلف کا لجونه يئ جوړ کړل ، سړکونه ، د څکلو د ابو او پۀ آبپاشۍ با ندې يئ خصوصي توجه ورکړه ـ نن چې د قبائيلو سره تعلق لرونکي کوم افسران د ګريډ ٢١او ٢٢ ليدل کيږي د ا ټول بهټو صيب پۀ پبلک سروس کميشن کښې د تعليم د کمي با ؤجود پۀ خصوصي رعا يت برتي کړي وو ـ دد ې دپاره چې قبائيل هم د ملک د نوزر اولس بربري اوکړي ـ بهټو صيب تشه نعره با زي نۀ وه کړى بلکې عملى کار يئ کړى ووـ ددې نه علاوه هغوئ ٩٠ زره فوج د دښمن د قيده آزاد کړو قبضه شوې زمکه يئ واپس آزاده کړه ـ او بيايئ پۀ افغانستان کښې د ګلبدين حکمتيار ، احمد شاه مسعود ، پروفيسر رسول سياف وغيره پۀ شکل کې يو داسى ټيم تيار کړو چا چې ورستو بيا د افغانستان پۀ جنګ کښې مثبت کردار ادا کړو ـ
س: دا ټول خلک چې تا سو ئ نومونه واخستل د بهټو پيداوار وو؟
س:بيخي هم داسى ده ـ دى کسانو چې کله تعليم حا صلولو ددوئ دپاکستا سره رابطې وې دوئ لۀ ټريننګونه ورکړل کيدۀ او ددى ټولو خبرو زۀ سترګو ليدوکى ګواه يم ـ ما پۀ خپله د ګلبدين حکمتيار ، احمد شاه مسعود او ډيرو نور افغان کمانډرانو سره يو ځايئ د افغان جنګ دپاره ټريننګ حا صل کړى وو ـ ما با قاعده درې کاله پۀ افغان جنګ کښې حصه اخستې ده ـ دا ټول خلک بهټو را پيدا کړي ووـ دغه افغان کمانډران د مخکښې نه بهټو صيب د ممکنه افغان جنګ دپاره تيار کړې ووـ
پۀ هغوئ کښې يئ د آزادۍ جذبه را بيداره کړه ـ غرض دا چې بهټو صيب ډير پوهه انسان ووهغۀ ته د مخکښې نه پته وه چې چې پۀ راتلونکي څو کالو کښې به روس پۀ افغانستان حمله کوي ـ روس ته کۀ شکست افغانانو ورکړى نو پۀ هغې کښې د بهټو صيب نوم تا سو نۀ شئ هيرولى ـ او بهټو صيب افغانستان يو آزاد او خود مختاره ملک پۀ شکل کښې ليدل غوښتل هغۀ افغانستان کله هم د لاسه ورکولو ته تيار نۀ وو ـ ځکه چې هغۀ ته دا احساس وو چې پاکستان او افغانستان دوه داسى ملکونه دي چې بدو حالاتو کښې به د يو بل مرسته کوي ـ خو د بد قسمتۍ نه د نا اهله حکمرانانو د وجې افغانستان پاکستان خپل دشمن ګڼې ـ نن چې پۀ افغانستان کښې ٧٠٠٠٠ (اويا زره) هندوستانيان موجود دي هلته ٧ پاکستا نيان هم نشته ـ هندو ستان پۀ افغانستان کښې تقريباً ١٥ سفارت خانې جوړې کړى دي ـ
س:تاسو د بټو صېب ګوند پيپلزپارټۍ سره تعلق ساتۍ؟
ج: ګوره زۀ دا هم وا يم چې زۀ نۀ پۀ پيپلز پارټۍ کښې پا تى شوى يم او نۀ مى څۀ اراده شته خو د بهټو د ښۀ کارونو ما هميشه قدر کړى ـ د بد قسمتۍ نه دبټهو صيب نه پس د پاکستان پۀ سياسى افق بل زما دخوښى سياست دان را ښکاره نۀ شوـ البته پۀ سماجى لحاظ دعبدالستار ايدهى د کارنامو او مضبو طو ارادو زۀ قدر کوؤم ـ
س: شاه صيب لګ د خپل جيل د ورځو پۀ قيصه کۀ مو خپل نظر ښکاره کړ ونو مننه به وى ؟
ج: د جيل پۀ قيصو څۀ کوې ـ ددروغو دقيصې د اورولو څۀ ضرورت دى ـ چې د نواز حکومت د مشهور زمانه کرپټ انسان سيف الرحمان د طرفه جوړه کړى شوى ده ـ چې پۀ خپله يو لوئي فراډ دى ـ او دسهګل ګروپ آف کمپنى د ريډ کاؤ نومې کيس يو اهم کردار دى ـ پۀ مزنګ روډ د يو وړوکي دوکان مالک ارب پتي څنګه جوړ شو ـ خير پريږده ـ
پۀ اصل کښې زما دقيصى بنياد ي مقصد دا وو چې زما د وعده معاف ګواه جوړولو پۀ بنياد شهيد بى نظير بهټو او اصف علي زرداري پۀ ډرګ کښې ملوث کولو وو ـ د کوم دپاره چې ماته باقاعده پيشکش شوى وو ، اختارونه را کړى شوي وو ، تشدد را باندې وشو خو ما هغوۍ پۀ خپلو نا وړه مقاصدو کا ميابه ولو ته پري نۀ خودل ـ وس زما دا مطا لبه ده چې زما کيس دې له سره وپلټل شي او دڅلورواړه صوبو پۀ ججانو صا حبانو مشتمل يو کميشن دې قائم کړى شي ـ کۀ چرته زۀ ګناهګار ثابت شوم نو ماته دې سزا را کړى شي او دا زما وعده ده چې ددې فيصلې خلاف به زۀ پۀ يو عدالت کښې هم اپيل نۀ کوؤم ـ ليکن ددوئ پۀ قول ما ته دې هغه ټرک او ښودل شي پۀ کوم کښې چې زما ډرګ(نشه يې توکي) بار وو ـ بهر حال زۀ به خپله بې ګنا هۍ ضرور ثابتوؤم ـ انشا الله ـ
س: دجيل نه پس ځان څنګه محسوسوۍ؟
ج : ډير خوشحاله يم ، پۀ دې نۀ چې آزاد شوم يا ما د جيل سختئ تکليفونه او تيرى نۀ شو برداشت کولى ، بلکې خوشحاله پۀ دې خبره يم چې خلکو زۀ بى ګناه ثا بت کړم او ددې بى ګناهۍ پۀ صله کښې چې ستاسو پشان خلکو کوم عزت او احترام را کړو دا زما اصل سر ما يه ده ـ بچيه يقين اوکړه چې د جيل دننه هم زما ضمير مطمئن وو او زۀ پۀ روحاني طور بيخي قيدي نۀ ووم ، بلکې دقيد مصيبتونو او تشدد زما حو صلې نورې هم مضبوطې کړې ـ
س: دملک پۀ سياسي او انتظامي امورو کښې د ايجنسو کردار ته تا سو پۀ کوم نظر ګورئ؟
ج : پۀ دې کښې شک نشته چې د شروع نه ددې ملک پۀ سياست او انتظامي امورو کښې د ايجنسو رول ډير زيات دى ـ او نن چې پاکستان دکوم کړ کيچ سره مخ دى دا ټول د ايجنسيانو کار دى ـ انتظامي او سياسي شخصيات خو صرف ګوډاګيان دي ـ د ايجنسو اصل کار د رياست د نظرياتي سر حداتو تحفظ کول وي ـ او رشتيا خبره داده چې پۀ افغان جنګ کښې چې آئي ايس آئي کوم تاريخي کردار ادا کړى ( چې زما پۀ خيال افغان جنګ د هندوستان د زيات مدا خلت پۀ رد عمل کښې وو ) زۀ هغې ته سلام وړاندې کوؤم ـ ليکن د ملک پۀ عامو انتخاباتو کښې ملوث کيدل ، يو کا ميابول او بل نا کامه کول ، صحافيان اغوا کول وغيره نۀ صرف غلط دي بلکى د غندنې وړ دي ـ
س : پښتونخوا طرف ته را ځو ، پۀ فا ټا او سوات کښې د طالبانو سره مذا کرات وشو او بيا پکښې د رحمان ملک بيانات را غلل چې مونږ د فلاني سره مذاکرات کړي د فلاني سره مو نۀ دي کړي ـ ستاسو پۀ دى باره کښې څه خيال دى ؟
ج: جرګه سسټم يا تاسو دې ته د مذا کراتو نوم ورکړئ چې هر څه نوم ورکړئ دا د پښتون کلچر يوه اهمه برخه ده ـ پښتون خو دمړو پۀ انبار هم خبرو اترو ته کښينى ـ ددى دپاره مذا کرات زما پۀ خيال پۀ هر صورت کښې کيدل پکار دي ـ اود ټولو سره کول غواړى ـ طالبان زمونږ وروڼه دي د هغوئ هم پۀ دې خاوره دومره حق دى څومره چې د بل چا دى ـ کله چې د فلسطين او اسرائيل سره مذاکرات کيدى شي نو مونږ پۀ خپل مينځ کښې ولى نۀ شو کولى ـ دداسې مذاکراتو هيڅ فائده نشته چې سحر مذاکرات شوي وي او ما ښام مړي اوچتيږي ـ بله خبره دا چې د ګو مګو سلسله ختميدل پکار دي ـ او زما پۀ خيال حکومت له دا جراء ت کول پکار دي چې پۀ جار اوائي چې چې مونږ د ټولو سره مذا کرات کوؤ ـ
س: شاه صيب ستاسو تعلق هم د فاټا سره دى د ايف سى آر پۀ باره کښې ځخ نظر لرئ ؟
ج: د ايف سى آر دور خو زما پۀ خيال تير شوى دى ـ اوس نور دا قانون نۀ شى چليدلى او نۀ پکار دى البته د فاټا پۀ حواله به درته زۀ يوه بله خبره اوکړم او هغه دا چې دا دى ځان له صوبه جوړه کړى شي ، چې زۀ يې نوم هم قبائيلستان تجويز کوم ـ د پاکستاني اعدادو شمار مطابق قبائيل په ٣٥ لکه نفوسو مشتمل يوه وسيع علاقه ده د چا نمائند ګي چې محض يو څو ايم پى ايز کوي ـ پۀ دې وجه خو دلته تعليم صحت ، سړکونه ، د څکلو اوبه او د زندګۍ نور بنيادى سهولتونه نشته ـ کۀ چرته صوبه جوړه شي ، ددى ځان له اسمبلي وي چې پکښې د خلکو ټا کل شوي نمائنده ګان وي نو د ملک د نورو علاقو پشان به ددى پۀ مسائلو کښې هم کمى را شي ـ
س: فا ټا خو يوه لويه پټۍ ده چې پکښې هيڅ مرکزيت نۀ ښکاري ـ ټانک ، بنو ، کوهاټ ، پيښور او دير نۀ به دا پټۍ څنګه لري کوئ ؟ آيا دا د پښتونخوا حصه نۀ دي جوړيدل پکار ؟
ج: نا بيخي نه ! وس خو هم دا پټۍ د ټولو ضلعو نه جدا ده ـ پاتىشوه د مر کزيت خبره نو چې ملتان د زرګونو کالو نه دي پوره خطي ته مرکزيت ورکولى شى يا اسلام آباد پوره پاکستان ته مرکزيت ورکولى شي نو پۀ فا ټا کښې هم دا سى څۀ مشکله خبره نشته ـ او دا دومره لويه مسله نۀ ده مونږ ئ پۀ خپل مينځ کښې حل کولى شو ـ بل زۀ د پښتونخوا نوم پۀ حق کښې هم نۀ يم دا نوم پښتونستان پکار دى ـ
س: د پښتنو آواز تاسو مخکښې هم پۀ بهتر انداز کښې پيش کړى دى پۀ دې حواله مو ائنده څۀ پروګرام دى ـ
ج: مونږ د پښتو اخبار نه شروع کړي و، او انګريزي اخبار ته ورسيدو ددې دپاره به د اليکټرانک ميډيا شروعات هم د پښتو نه کوؤم ـ انشاالله پۀ نيزدې وختونو کښې به د پښتو چينل نه ابتدا کوؤم چې پۀ هيڅ صورت به د سى اين اين او الجزيره نه کم نۀ وي او پښتنو ماشومانو ، ځوانانو ، مشرانو او ميرمنو انټيليکچول سطح ( چې پۀ هيڅ صورت د ترقىيافته معاشرى نه کمه نۀ ده ) پۀ صحيح ډول پيش کولو کوشش پۀ دا سې انداز کوم چې دنيا ته د پښتنو خا صيتونه واضح کړم ـ انشاالله ـ او هم پۀ دې سلسله کښې کراچۍ ته را غلى يم چې د ملګرو سره مشورې اوکړم ـ پۀ لاهور او پيښور کښې مشورې شوي دي او ما ته اميد دى چې پۀ دې کال کښې به د پښتو چينل لاؤنج کړم ـ چې د پښتنو سره سره د نورو محکومو مظلومو قومونو د اولس آواز به هم ثا بتيږي ـ
س: پۀ اخره کښې کۀ تا سو کومه خبره کول غواړۍ ؟
ج: پۀ اخره کښې ټولو پاکستاني خويندو ورونو ته دا خواست کوؤم چې د خدائي د پاره نفرتونه لرې کړئ او مينه اوکړئ يو بل ته لاس ورکړئ زمونږ پۀ خپل مينځ کښې لري والى بۀ دشمن ته فائده رسوى ـ د ملک د تعمير او ترقۍ دپاره سوچ اوکړئ ـ