نوى کال
خدائ دې اوکړي چې دا نوې کال د قتل قتل اؤ د پرهر پرهر پښتنو د پاره د امن پيغامونه راوړي اؤ پۀ ټولې دنيا د
امن پسرلی خوارۀ کړي اؤ د پښتون قام د يوالۍ ،ابادۍ،خوشحالۍ اؤ د خپلواکۍ د پاره زېرې وګرځي٠ لکه څنګه
چې د نورو قامونو اؤ د هغوۍ د مورنو ژبو څومره احترام کيږي چې هم دومره احترام د پښتون قام اؤ د مورنۍ ژبې
پښتو هم وشي اؤ پۀ ټولې دنيا کې اوسیدونکي پښتانۀ د يو امن پسند قام پۀ نوم باندې تسليم کړې شي اؤ وپيژندې شي اؤ پښتو ژبه علمي ژبه وګرځولى شي ٠ دعا ګو نادر کابلګرامی

کۀ هرڅو جدا جدا دي خو جانانه ، پښتون يؤ دى پښتون يؤ دى پښتون يؤ دى
قندهار نه تر اټکه تر بولانه ، پښتون يؤ دى پښتون يؤ دى پښتون يؤ دى

       غزل
مونږ دومره مئېن يو دومره قدر د جانان کوؤ
هره ورځ د ځان قتل کوؤ څومره تاوان کوؤ

هلته يئ زما د باغ ګلونه پۀ اور وسيزل
دلته راته وائي چې پۀ تا باندې احسان کوؤ

تۀ که د سرونو غورڅؤلوهنر پيژنې
مونږ هم دسرونو پرواه نۀ کړو د مېدان کوؤ

مونږ د خپل ښايست پۀ ستمونو باندې اوژاړو
مونږ چې تماشه ستا د رېښې ریښې ګرېوان کوؤ

څو چې پسرلې ګلونه ستا زلفو له را نۀ وړي
هومره به پۀ دې وطن د دې اوښکو باران کوؤ

ولې د همزولو پۀ محفل کښې پۀ ژړا شولې
مونږ ستا پۀ خندا باندې ژوندي اوسو ګزران کوؤ

تا ته کۀ ژوندون نادره بي زمونږ ګران شوې دې
مونږ درپسې هم ډېره ژړا کوؤ ارمان کوؤ

نادر کابلګرامی کراچۍ