ادب او احتساب
ماښام خټک
چې څومره هم مهذبه معاشرې تېرې شوي دي او ليکوالانو په څه نه څه حواله ېا شکل دغه معاشرو کښې د خپلو داخلي محسوساتو د اظهار د پاره چې کوم اصناف ټاکلي دي هغه تول د ادب په تعريف سر په سر خېژي او چې کله بېا ددغو داخلي محسوساتو او خارجي محرکاتو په مېنځ کښې د سېالۍ په نتيجه کښې خبره تر وجداني صورتحال رسېدلي ده نو ددغې سېالۍ مخصوص اظهار هم بېا د ادب بڼه خپله کړېده ـ
د ادب ـ تهذيب او ثقافت خپلو کښې رشته دومره زړه ده لکه څومره چې د انسان او د شعور رشته زړه ده ـ چې څنګه څنګه ادب او ثفافت وده کړېده هم هغه شان بلکې د هغې نه په ښه شان ادب د اظهار په لاره ېون کړى دى او هم دغه شان ادب او معاشرې د ېو بل سره اوږه په اوږه مزل کړى دى ـ
زما په خېال چې په دې کښې به نور څه وئېلو ګنجائش نه وي ې د تهذيب په خپله ابتدا د احتساب نه کيږي ـ معاشره( چاپېر چل) د جبلتونو په اظهار د محاسپې نه وجود مومي چې بېا روستو د تهذيب په لاره قدم اخلي ـ
که مونږ د انسانانو په تاريخ نظر واچوو که هغه د اغاز اشتراکي ېا غلامانه نظام دى ـ که جاکيردارانه ېا سرماېادارانه نظام دى ېا مادرسري ېا پدرسري نظام وو هر څائې هر نظام په بشري سرګرمو نظر ساتلى دى او قدغنونه ې پرې لګولي دي ـ په نظام کښې د بدلون سره سره په معېاراتو او شرائطو کښې هم بدلون راڅې ـ کېدې شي چې ېو وخت داسې هم تېر شوى وي چې په جنسي ملاپ به څه پا بندۍ نه وې ولې داسې په کله هم ته وي شوي چې نومولود به هم دغه شان پرېښودے شوى وي( دمستثنېاتونه بغير) د نومولود خسمانې او تربېت د حېاتېاتي ضرورتونو تر مخه په ېو کس ېا په دواړود محاسپې ېا د عمل نه تېرېدل وي ـ
د حېاتېاتي ضرورتونو تر مخه دا محاسبه په مور ېا پلار ېا په دواړو ده ولې د چاپېر چل څه خپل اصول وي او ددغو اصولو تر مخه د دواړو په زمه دارو کښې تخصيص کول او معېارات ټا کل د احتساب او محاسبې په فرائضو کښې راڅي ـ
په روس کښې د اشتراکي انقلاب نه پس چې کله جنسي بې راه روي عام شوه نو لينن قانون پاس کړو چې کومه ښځه ېا سړے جنسي ملاپ کول غواړي نو متعلقه ادارې کښې دې رجسټريشن کوي په دغه زمانه کښې د جنسي ازادۍ علمبرداره او سرخېله کلينن وه هغه د لينن سره ملاو شوه او هغه ته ې اووې کامريډ تا څو وعده کړي وه چې د جبلتونو د تسکين دپاره به زه کوټلي ګامونه پورته کوم او تا په جنس پابندي اولګوله ولې جنس د لوږې په شان جبلت نه دى او که چرې د لوږې په شان جبلت دې نو بېا په دې قدغن لګول څه معنا لري ـ
لينن ورته جواب ورکړو چې تنده هم ېو جپلت دى ولې ته به اوغواړې چې د سخه نالۍ نه دې ته اوبه اوڅښې ضرور به ته دومره صبر ېا زحمت کوې چې په ښه صفا ستهرا ګلاس ېا جام کښې دې تاته اوبه در کړے شي ـ زه ېا زما اعتراض د تندې په ماتولو نه دى بلکښې د تندې دماتولو په طريفه کار مې اعتراض دى ـ او زه دغه طريقه کار وضعه کول غواړم ـ دلته د طريقه کار شرط که ېو خوا د کلينن د پاره احتساب وو نو بل خوا د لينن د پاره د تهذيب باعث ګرځېدو ـ
تر ځو چې د زات سره د تعلق لرونکو افعالو تعلق دے نو دادې د خلقو په خوښه نه خوښه پرېښودلى شي ولې ها غه افعال چې تعلق ې د نورو خلقو سره وي نو په دې جائز قدغنونه لګول غپر فطري عمل ده دى ـ او دغه شان چې کله د چا پېرچل احتساب مملکت ېا رېاست په خپلو لاسو کښې واخلې نو بېا د ېو کس په هر عمل او فکر د بې ځاېه احتساب عملېات وده مومي ـ بل خواه د هر حکم نه سر غړونه خپله د ېو حاکم ېا د ېو رېاست د جبر ېو وېاند ثبوت دے په داسې حالاتو کشې دوه قسمه خلق ژوند کوي ېا هغه چې د حاکم ېا د رېاست هر حکم منلو تا لاس په نامه ولاړ وي او بل هغه چې د خوشحال خان خټک په قول ـ
اطاعت د اولولامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دى ـ
تر څو چې د سماج د خارجي عمل د پرمختګ او پرله پسې بد لون تعلق دى او ددې بدلون د پاره که ېو خوا احتساب ېا مشروطه ازادي لازمه ګڼل کيږي نو بل خوا هم دغه سماج ېو داخلي اړخ هم لري کوم ته چې مونږ ابلاغ واېو ـ د سماج هر وګړے د سماج په ردې عمل کې څه تحفظات لري دا تحفظات اصلاحي هم کېدى شي او غېر اصلاحي هم ولې په دواړو صورتونو کښې دا تخفظات د سماج وګړي د ېو بل سره شريکول غواړي ولې چې ابلاغ ېو داسې نفسېاتي کيفېت دى چې مونږ ورته تقريباً جبلت هم وئېلى شو ولې چې هم دې کيفېت فنون لطيفه او خصوصاًً ادب ته وده ورکړ ېده او ادب د سماج د وکړو د تحفظاتو ېا د ردعمل دوېم نوم د ى ـ
هغه تخليق ېا فن پاره چې د ادب په نوم وړاندې کولى شي د معاشرې د بنېادي منصب ېعني د احتساب په زد کښې راتلے شي اوکه نا ېا دغه فن پاره د احتساب نه په پورته څپل ېو داسې ازاد وجود هم لري چې د چاپېرچل د رورعاېت ـ قدغنونو او بندېزونو هڅ محتاجه نه وي دلته چې کومه څبره د ْ غور وړ ده هغه په څپله د ادب کردار دى ولې چې ادب پڅپله په معاشره کښې د ېو محتسب کردار لوبوي ـ
زما ژبه نه ده وور دى
ګزارونه د ټوپک که
( څوشحال څټک )
په چاپېر چل کښې چې کومې بې انصافي کيږي او غير انساني سلوک وده مومي ېا بې ځا ېه فدغنونه لګي ېا دوه رنګيز عملونه او د رواېاتو او مروجه اقدارو بر خلاف ګامونه پورته کيړي او دغه شان نور عملېات چۍ د چاپېرچل په ضد کښې وي د ادب موضوعات ګرځي او په دغو موضوعاتو چۍکوم تخليق منظر ته راځي هغه د محاسبې وظيفه تر سره کوي ـ
د ېو تڅليق چې مونږ کله څېړنه کوو نو مونږ به ې منفي او مثبت دواړه اړڅونو ته ګورو که چرې ددې تڅليق نه چاپېرچل ته په مجموعي توګه څه ضرر نه رسي او زېات نه زېات ېوکس نيم ترې متاثره کيږي نو دا تڅليق به قابل سائش ګڼلى کيړي اوکه نا چري ددي فن
پارې نه چاپېرچل ته بيخي زېان رسيږي نو بېا د چاپيرچل خود حفاظتي هڅه د غندلو نه ده ـ
بل خوا چې مونږ ګورو نو د ادب څانته ېو خود اختسابي نظام هم شته لکه قواعد بحرونه ـ هېت ـ ېا د لفظونو جوړښت ېا د ابلاغ سلاست او داسې نور شرائط چې ېوه فن پاره پري تللي کيږي که ېو تخليق ډېر هم ښه وي د مروجه اصولو ـ قواعدو خېال ې نه وي ساتلي نو مونږ ې د متعلقه صنف په شمېره کښې نه شو اچولي ـ ولې چې د خوشحال خان خټک په قول ـ
شعر کار د هر فاسق د فاجر نه ي
نه د هر ېوه وږسترګي د کنګال
شعر کار ېا د سالک ېا د مالک دى
د عاشق دى د دردمن دى د ابدال
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
لکه څنکه چې مونږ دا خبره وړاندې کړېده چې چاپېرچل د خارجي ضرورتونو له عمله په وجود کښې راڅي او ابلاغ په چاپېرچل کښې د ېو داخلي کيفپت نامه ده چې تعلق ې په چاپېرچل کښې دننه د وکړو د ردعمل ېا د تحفظاتو سره دى نو دا حق هم د چاپېرچل د وګړو سره دى چې کومه فنپاره ېا تخليق خوښوي ېا قبلوي او کوم تخليق ېا فن پاره نه قبلوي ېا نه خوښوي ـ د ېو معاشرې خامخا د وګړو په مابين کښې مداخلت که ېو پله په تخليقي عمل بندېز دى نو بل خوا ېو تخليق کار ېا فن کار مفلوجول هم دي ـ ادب چې څومره هم ازاد وي او ددې په حقله د رېاست روېه غير جانب داره وي نو ېوه خود انحصاره او غير مصلحت پسنده فضا مخ ته راځي چې له کومې د ېو ښه او لوړ اړﻻب د زېږدنو امکانات هر وخت موجود وي ـ د ېو کس ېا د چاپېرچل په وګړي بندېزونه لګول ېا د هغه په زاتي سوچ کښې د خل اندازي کول د ېو رېاست په خپله د ځان نفي کول دي ـ
د نړۍ هاغه رېاستونه چرته چې چمهورېت دى هلته تقريباً په ادب لګېدلي تمام قدغنونه لر کړى شوي دي او ادب د ټولو حدودو نه ازاد کړى شوى دى ـ هلته دا زمه داري په اديب ده چې څان له په خپله حدود مقرر کړي ـ ولې له بده مرغه ددې ازادۍ په نتيجه کښې داسې ادبي تخليقات هم مخې ته راغلل چې د معاشرې خارجي او داخلي نظامونه دواړه ې د اړي ګړي سره مخ کړل ـ
مونږ چې کله د ادب او احتساب خبره کوو نو زمونږ په وړاندې دوه صورتحاله راځي ېو دا چې که چرې د اديب نه چارچاپېره حصار تاو کړى شي او په هغه سنترېان اودرولى شي نو لوړ ادب به کله هم تخليق نه شي او که چرې ددې پر عکس اديب او ادب بېخي ازاد پرېښودى شي او د هر قسمه احتساب نه دې باله تر وي نو په داسې صورتحال کښې هم د ېوې شاهکارې فن پارې ېا د ېو لوړ تخليق وجود هر وخت په خطره کښې وي چاپېرچل ېا رېاست ې په څه وخت کښې هم نوټس اخستلى شي ـ