ايف سى آر دسياسى او تاريخى پس منظر پۀ آيئنه
ډاکټر سيد عالم مسعود
ژباړه : عبدالسلام سلام
د ايف سى آر پۀ حواله چې نن سبا کوم بحث ګرم دى نو د هغې سره سياق وسباق نۀ بيا نيږي ـ څوک هم ددې د تاريخې پس منظر د بيانولو کړاؤ نۀ کوي .که چرته د پا کستان پۀ نصا بي کتا بونو کښې هم ددې ذکر وى نو خلک به څۀ نا څه ددې معاملې سره اشنا وى ـ ليکن لۀ بده مرغه زمونږ تا ريخ د پاکستان پۀ نصابي تاريخ کښې هم ځايئ ونۀ موندو ـ هم دغه وجه ده چې بغير د سياق وسباق او د تاريخي حقائقو نه ليکلى شوي مضمونونه او بيانونه ډير زيات نا مناسب تاثر خوروي ؟ مثلاً ددې بياناتو نه خو يو دا تاثر وده مومي چې مو جوده فاټا هم هغه بد قسمته علاقه ده چې د انګريز پۀ غلامۍ کښې پاتې شوي ـ او باقي ټول پاکستان خو د وړومبۍ ورځې نه آزاد سولايز او خود مختاره معاشره پاتي شوي ده ـ چې چرته چاغلامى پۀ ستر ګو ليدلي هم نۀ ده ـ دويم تاثر دا پيدا کيږي چې موجوده فاټا کښې يو بل قوم اوسيږي او ددى د افغانستان يا پاکستان کښې د ميشته پښتنو سره بيخي څۀ تعلق نشته ـ او دوئ د خپلو رواجونو اور سمونو پۀ قيد کښې دا سې سر ګومه ورک دي چې دنورو قومونو او ملکونو نه بى ګا نه دي اودا قسم شعور نۀ لري ـ او بيا د مضمون پۀ اخره کښې دا نتيجه اوباسي چې هم دغه وجه ده چې دا خلک پيدا ئشي طور دهشت ګرد دي ـ او کۀ دوئ دد ى جاهلانه نظام نه بهر ونۀ ويستل شو نو د هشت ګردي به نوره هم مخ پۀ وړاندې لاړه شي ـ دفاټا د اولس پۀ غم کښې ډوب دغه مخلوق بيا مختلفې نعر ې لګوي ـ څوک وائي دا دې پۀ صوبه پختونخوا کښې شامل کړى شي څوک وائي آزادي دې ورکړې شي او يو غږ پکښې دا را اوچتيږي چې دا د دنيا نه بيل شوي خلک دې دوئ دې د خلکو پۀ بهير کښې شا مل کړى شې يعنى Mainstream ته دې را وستلى شي ـ او بيا د امريکى د پاليسۍ مطابق بيان را ځې چې د دهشت ګردۍ د ختمولو دپاره د فا ټا اولسونه پۀ دغه بهاند کښې شاملول ضروري د ـ
خو ضرورت ددې خبرى دى چې پۀ ايف سى آر د بحث نه مخکښې دې ددې پۀ سياسي او تا ريخي پس منظر بحث وشي .
افغان قوم پۀ منځنئ ايشيا، او منځني ختيز ، ايران اوهندوستان کښې حکومتونه غورزولي او جوړ کړي دي . اودد دنيا هر پهلوان چې پۀ سر کښې يئ د انسانانو د فتح کولو لو نشه لرله، دې سيمې ته هم مخه کړې خو د سرنشه يئ هم دلته ماته شوې ـ او کۀ نن تاريخ ليکونکي دقومونو پۀ تا ريخ څيړنه اوکړي ا و څيړنه پۀ دې حواله وي چې کوم قوم د جارحيت مقابله کړې ؟ کوم قوم دغلامۍ نه انکار کړى ؟ کوم قوم بين الاقوامى د هشت ګردۍ ته شکست ورکړى ؟ کوم قوم پۀ دې سلسله کښې مستقل مزاجه پاتې شوى ؟ او کوم قوم دا سى دى چې کله هم دبل قوم دپاره نۀ دى استعمال شوى ؟ نو يقناً چې دا نړيوال ايوارډ به افغان قوم ته ورکړل شي ـ سکندراعظم ددنيا تقيريباً څلور پنځوس ملکونه پۀ څلور کاله او شپږو مياشتو کښې فتح کړل خو چې کله يئ د افعان قوم سره پنځۀ ګاله ډغره اووهله او بيا زخمي شو او دافغان قوم سره پۀ ډغرو ستړے شو نو د هندوستان مخه يئ اوکړه ـ او پۀ آخره کښې مړ شو خو پۀ افغان قوم ئ برى ونۀ موندوـ ددې کتاب مطلب تاريخ بيانول نۀ دي بلکې ددې خبرې سپيناوى دى چې پۀ دې پوره تاريخ کښې افغان قوم هر تيري کونکي ته دټولونه زيات زيان رسولى ـ او پۀ جواب کښې ئې هم ډير زخمونه ګاللي دي ـ او نن هم دې قوم ته دا وياړ پۀ برخه دى چې دا دکوم قوت پۀ لاس کښې نۀ دى لو بيد لى ـ په هندوستان او ايران ددې قوم حکومتونه يوه لويه قصه ده خو دا ضرور پۀ ګوته کول پکار دي چې پۀ دې پوره سيمه او پوره دنيا کښې افغانانو د سلطنت او حکمرانۍ يو نوى تصور را مخ ته کړى دى ـ پۀ دې حواله د ميرويس نيکۀ ، احمد شا بابا او شير شاه سورى نومونه او کار نا مې پوره دى ـ
موجوده فاټا او د پاکستان بندو بستي علاقو ا وصوبو کښې ميشته پښتا نۀ هم افغانان دي ـ پښتون او افغان دوه بيل بيل نومونه نۀ دي او نۀ دا بيل قومونه دي البته انګريز استعمار او بيا پسې د هغوۍ ايجنټان چې کله د افغان قوم پۀ تقسيمولو کښې بريالي شو ـ او د پاکستان پۀ نصابي تعليم او سياسى تحريکونو کښې د پټان او پښتون پۀ بيا بيا دذکر کولو لۀ پۀ وجه افغان او پښتون دوه قومونه ثابتولو کښې تقريباً دوه سوه کاله خواري اوکړه خو دا دهغوۍ غلط فهمي ثابته شوه او د افغانانو دشمنان به کله هم افغان او پښتون دوه قومه ثابت نۀ کړى شي ـ پۀ افغان قوم دا بدي ورځې هله شورو شوې کله چې انګريز د سمندر پۀ لاره د ايسټ انډيا کمپنۍ پۀ نوم هندوستان ته را ننوت او رو رو ئې هندوستان فتح کول شورو کړل ـ انګريز پۀ هندوستان با قا عده حکومت کولو پۀ غرض وړومبى ١٧٧٥ کښې د نواب سراج الدوله سره وجنګيدو او هغه ئې فتح کړو ـ بيا د ټيپو سلطان نمبر را غى او هغه هم فتح شو ددې دوو مسلمان رياستونو ددې مختصر جنګ او مزاحمت يو شاعر پۀ يو شعر کښې داسې بيان کړى دى ـ
جعفر از بنګال صادق از دکن
ننګ ملت، ننګ دين، ننګ وطن
هندو ستان او مغل بادشاهانو شاه زادګانو څومره د انګريز پۀ مخالفت کښې مزاحمت کړى هغه هم د پا کستان پۀ نصا بى تعليم کښې موجوددى ـ او پۀ ٫٫هنوز دلى دور است ،، ټوله قصه سر ته رسيدلې ـ لنډه دا چې د ١٧٩٧ پورې ټول هندوستان د انګريزانو پۀ قبضه کښې شو انګريز پۀ هندو ستان د سمندر لۀ لارې وړومبۍ قبضه کونکى حکمران وو ـ هغۀ صرف پۀ هندوستان نۀ بلکې پۀ پوره دنيا قبضه کول غوښتل :او پۀ دى تر ډيره حده بريا لې هم شو ـ انګريز د هندو ستان د ټولو حکمرانانو نه زيات پۀ ليک لوست پوهه وو ـ هغۀ د هندو ستان دتير تا ريخ نه خبر وو ـ هغه پوهه وو چې تر څو پۀ شمال مغرب ( افغان قوم) قبضه ونۀ کړي تر هغى پۀ هندوستان پۀ آرام سره حکومت نشى کولى ـ هغوئ ته معلومه وه چې افغان قو م سراج الدوله ، ټيپو سلطان يا د مغل باد شا هانو يا د هندوستان د نورو قومونو پۀ رنګ نۀ دى لۀ دې کبله هغوئ يو لوئ پلا ن جوړ کړو ـ
يو طرف ته ئې د دريا ى ستلج پۀ غاړه د پنجاب سلطنت پريښودو او بل طرف ته ئې خپل جاسوسان او څيړونکي افغانستان ته وليګل چې دوئ ته ددغه قوم رسم ورواج ناستې پاستې او نسلونو پۀ اړه معلومات ورکړي ـ د الفټسن کتا بونه پۀ دې اړه ددې خبرې تصديق کوي ـ د افغان قوم يره ( Afghan phobia) ( انګريز ته هم وه خو ددې يوه بله وجه هم وه او هغه داچې ددې لويې لوبي ( Great Game) بنيا دي لو بغاړى هم وو ـ د افغانستا ن نه دې طرف ته ددې لوبى بل غټ لوبغاړى د زار روس پۀ شکل کښې موجود وو ـ د دؤو پالوانانو پۀ مينځ کښې پروت افغان قوم د انګريز پۀ سترګو کښې لکه د ازغى ګرځيدو ـ پۀ دى وجه آخر انګريز د افغان قوم د فتح کولو د پاره را وړاندې شو خو څنګه ؟ ددې پوښتنې جواب د پا کستاني نصاب نه پى ايچ ډى کونکي هم نۀ شى ورکولى ځکه چې د پا کستاني تا ريخ نه دا فغان قوم تار يخ لرې کړى شوى دى ـ د پاکستان پۀ نصابي تعليم کښې د محمد شاه رنګيلى او بهادر شاه ظفر ذکر شته د بنګال پۀ جنګونو څيړنې شته ليکن دا به ئې چرته هم نۀ وى ليکلي چې د انګريزانو ا فغانانو تر منځ درى جنګونه شوي او پۀ دري واړو کښې انګريز ته شکست وشو ـ ددې ملک پۀ نصاب کښې ٫٫د ننګ دين ، ننګ ملت او ننګ وطن،، ذ کر خو شته ولى دا ئې چرته هم نۀ دي ليکلي چې افغانستان هغه يواځينى هيواد دى پۀ چا چې انګريز حکمراني ونۀ کړى شوه ـ زمونږ پۀ پوره تا ريخ خاموشه دا نصاب هغه وخت زمونږ د اتلانو نومونه اخلي کله چې هندوستان ميزائيل جوړوي او بيا پاکستان د هغى پۀ جوا ب کښې مزائيل جوړوي نو پۀ هغى د هغه افغان نوم ليکي چا چې د هندو ستان هغه هيروته شکست ور کړى وو او دکوم پۀ نوم چې هندو ستان ميزائيل جوړ کړي ـ
بيخي د سکندر اعظم د فتو حاتو پۀ څير انګريز پۀ پوره هندوستان فتح کولو څلويښت کاله ولګول او د افغان قوم دفتح کولو دپاره ئې څلويښت کلن پلان تيار کړو ١٨٣٦ء کښې ئې د اتحاد ثلاثه (tripartite Agreement ) اعلان اوکړو دا هغه دور وو کله چې افغانستان باندى د امير دوست محمد خان حکومت وو ، شاه شجاع ددۀ دشمن او د هندوستان قيدي وو ـ انګريز دا قيدي خوشي کړو او د پنجابى سلطنت رنجيت سنګ ، شا شجاع او او انګريز تر مينځ پريکړه وشوه ـ پنجابى فوځونو پۀ مار ګلې او پيښور ير غل وکړو او انګريز ميکنا ټن او بر نز پۀ قيادت کښې پۀ افغانستان قابض شو ـ امير دوست محمد خان قيد کړى شو او شاه شجاع باد شاه جوړ کړى شو ـ او ميکنا ټن د برطا نئي سفير جوړ شو . دې دور ته انګريز د فارورډ پاليسۍ نو م ورکړو هغۀ دا منصو به جوړه کړې وه چې دا رنګې به هغه افغان قوم فتح کړي خو دلته هم افغان قوم ته دا وياړ ور پۀ برخه شو او هغه دا چې د هندو ستان او پاکستان پۀ ټولو قومونو کښې افغان هغه يو اځينې قوم وو د چا پۀ خلاف چې انګريز اتحاد ته اړ شو ـ
د تار يخ ذده کونکي ته دا ياد ساتل ضروري دي چې دا اتحاد انګريز د پنجابي سره کړى او يو افغان قيدي ئې باد شاه جوړ کړى ـ انګريز دا وګڼل چې د هغۀ فارورډ پا ليسى کاميا به شوه ـ خو دا خوشحالي دوئې ته صرف څلور کاله ور پۀ نصيب شوه پۀ٤٢- ١٨٤١کښې يو عام افغان اکبر خان د انګريز پۀ خلاف د بغاوت اعلان وکړو او مختصر وخت کښې ئې ټول افغانستا آزاد کړوـ ميکنټاين او برنز سره د څوار لس سوه فوځونو مړ شو شاه شجاع قتل شو ـ صرف يو د غا ښونو ډاکټر برائډن ددى دپاره ژوندى پريښودى شو چې انګريز ته خبر يو سى چې د هغوئ ټول فوځ ووژلى شو ـ پۀ افغانستا ن کښې د فارورډ پالسۍ د ناکا مۍ نه پس انګريز د Contain or static policy باندى عمل شورو کړو ـ
ددې جنګ نه پس د ١٠٦ کلونو تاريخ احاطه کول لۀ ممکناتو څخه نۀ دي خو بيا هم پۀ دى ١٠٦ کلونو کښې دوه عوامل را مخې ته شو يو خو دا چې انګريز ډير هو ښيار او چا لاکه وو ـ هغه خپله هره نا کامي د معاهدو پۀ ذريعه پۀ فتح کښې بدلول غوښتل ـ او هغۀ ددې چل ول لو بغاړى وو ـ دويمه دا چې افغانانو پۀ حيث د قوم د انګريز هر مکر فريب ته شکست ورکوؤ ـ مثلاً کۀ يو طرف ته انګريز د امير يعقو ب خان سره د ګند مک معا هده کښې پۀ ١٨٧٨ کښې کا ميا ب شو نو بل طرف ته د امير يعقو ب ورور ايوب پۀ ميوند کښې بل افغان انګريز جنګ شورو کړو او پۀ دى جنګ کښې هم انګريز ته شکست وشو ـ هم دغه رنګى د امير عبدالرحمن سره ١٨٩٣ کښې د ډيورنډ معا هده کښې کا مياب شو امير امان الله خان د١٨١٧ ( دريم افغان انګريز جنګ )د استقلال جنګ پيل کړو او د افغانستا پۀ بشپړ آزادۍ کښې کا مياب شو ، د ګندمک او ډيورډ لائن د معا هدو باؤجود د اوسني بندوبستي علاقو پښتنو عموماً او د فاټا اولسونو عملي طور پۀ دغه جنګونو کښې ګډون وکړو او د افغان قوم د تقسمولو د انګريز استعمار ټولې منصوبى ئې نا کا مه کړې ـ
کله چې انګريزانو د امان الله خان خلاف پۀ مذ هبي بنيادونو سازشونه وکړل او خپل جاسوسان ئې د عسائي علما ؤ او دپير پۀ جا مه کښې افغانستان ته وليږل چې پۀ نتيجه کښې ئې امير امان الله خان د حکومت نه پۀ ډډه کولو مجبوره شو او بچه سقه ته اقتدار پۀ لاس ورغى ـ ليکن بيا قبائيلى اولسونه خصوصاً د وزير ستان ، پکتيا او پکتيکا اولس را پاڅيدو اود بچه سقا تخت ئې نسکور کړو او نا درشاه ته ئ د افغانستا د اقتدار واګى پۀ لاس ورکړې ـ ـ او دغه رنګى Three Fold Frontier نا کا مه شو د ١٨٣٦ نه تر ١٩٤٧ پورى يو طرف ته د انګريز سا زشونه او چا لا کى او بل طرف ته د افغان قوم همت و غيرت او ننګ او پۀ وطن د ځاريدو دجذبى تر منځ يومسلسل جنګ روان وو ـ
پۀ دې کـښې انګريزان او افغانان دواړه ډير زيانمن شول او افغان قوم پۀ انتظامي طور پۀ درې حصو کښې تقسيم شو يوه حصه آزاده ( موجوده افغانستان ) دويمه حصه نيم آزاده ( موجوده قبائلى علاقى (FATA او دريمه حصه محکوم يعنى موجوده صوبه سرحد ( د مار ګلې پورې ) د موجوده بلوچستان پښتنې علاقې ( برټش بلو چستان ) ليکن ددې تقسيم باؤجود افغان قوم پۀ هره حصه کښې د انګريز استعمار خلاف خپل جدوجهد جارى وساتو ـ پۀ آزاد افغانستان انګريز سلطنت دا بنديز لګولى وو چې هغه به د بيروني هيواد سره آزاد سفارتي اړيکي نۀ ساتي ليکن افغانستان د دريم افغان انګريز جنګ نه پس خپل اسقلال حاصل کړو ـ مو جوده فاټا د انګريز حکومت يوې ور ځى دپاره هم تسليم نۀ کړه او د انډين پينل کوډ نه ئې انکار اوکړو ـ ايف سى آر نا فذ شو ليکن پۀ دې هم انګريز عمل ونۀ کړى شو ـ د دريم افغان انګريز جنګ او د بچه سقا خلاف د غه ټول قوا نين او تقسيم باؤجود پۀ انګريز مخالفت کښې قبائيلو برخه وا خسته ـ او د انګريز لا پوڅى حکومت ئې رد کړو او هميشه ئې د انګريز سره مبارزې و کړي ـ د انګريزانو لۀ طرفه ور کړى شوي مرا عات او مرا عات يافته قبائيل کله هم د ملا پاؤنده ، فقير ايپى ، عجب خان افريدى ، حا جى صاحب ترنګزئي اود عجم خان محسود پۀ لاره خنډ نۀ دي جوړ شوي ـ پۀ بندو بستي علاقو کښې با چا خان او خان شهيد عبدالصمد خان اچکزئي او صنو بر حسين کا کا جي بيخي جدا جدا د انګريز خلاف پۀ جنګ وو او اخر کښې انګريز مجبوره شو چې نور خپله بستره و نغاړي اونن هم هغوئ پۀ خپلو کتا بونو کښې پخپله ليکي چې پۀ افغانستان کښې زمونږ تير وتنه دا وه چې مونږ افغانستان د بر صغير حصه جوړول غوښتل ـ او حقيقت دا دې چې افغان د بر صغير حصه نۀ ده India Ends at River Indus دا د منځنۍ اسيا قوم دى او بيا دا چې افغان قوم پۀ پوره انډيا کښې يو جدا قوم دى او دا Different Stalk دى ـ
ددوۍ دو ستى هم جدا ده او ددوۍ دشمنى هم جدا ده ددوۍ پۀ دوستۍ کښې هم خوند دى او پۀ دوشمنۍ کښې ئې هم او بيا ئې دا وليکل کۀ انګريز جنګ ايزده کول غواړي نو د افغا نانو سيمې ته دې لاړشي ـ ځکه چې ددې نه ښۀ ميدان جنګ انګريز فوج ته چرته نۀ ميلاويږي ـ او دا دهغه وخت خبره ده کله چې انګريز د ترکي او افغانستان نه علاوه پۀ ټولو مسلمانانو قابض وو ـ اسټريليا ، ملائشيا ، هندوستا ، سري لنکا پۀ هر ځائ د انګريز با دشاهي وه او پۀ دې ټولو قومونو کښې افغان هغه قوم وو چې دوئ ته ئې د جنګ چل ور ذده کولو ـ
پۀ تاريخى او سياسى حواله ايف سى آر د انډين پينل کوډ پۀ مقابل کښې نيم غلامي ـ پۀ سياسي اصطلاح کښې ټول هندو ستان او پا کستان د انګريز غلام پا تى شوى دى موجوده افغانستان آزاد پاتې شوى ـ قبائيلي علاقې (فاټا ) نيم آزاد او بندو بستى علاقو کښې اوسيدو نکى پښتا نۀ مکمل غلامان پا تي شوي دي ـ د افغان قوم دا درې واړه برخې پۀ ١٩٤٧ کښې پۀ خپل خپل ځائې د پوره هندوستان پۀ مقا بله کښې د انګريز صف او ل مخالفين پاتى شوې ـ د قبائيلو (فاټا) لۀ طرفه وسلواله مبارزه پۀ خپل ځاېئ پۀ بندوستى علاقو کښې ميشته پښتون افغان د باقي ټول هندوستان پۀ نسبت ګرفتاريانې ورکړې او زخمتونه ئې ګاللي دي ـ
لنډه دا چې د افغان قوم دې دوه برخو ( قبائل او د بندو بستي علاقو پښتنو ) چې د انګريزانو پۀ مخالفت کښې څومره قربا نيا نې ورکړې دومره پوره هندوستان ، پا کستان او بنګله ديش نۀ دي ورکړي ـ بل طرف ته موجوده افغانستان د انګريزى استعمار دا خوب نيمګړى پاتى کړو چې دوي به افغان قوم غلام جوړ کړي ـ
پۀ دې تا ريخي پس منظر کښې دا خبره پخپله سپينيږى چې د فا ټا اولس ته ايف سى آر د انعام يا رشوت پۀ څير نۀ دى پۀ لاس ور غلى بلکې ددې دپاره دوۍ مسلسله مبارزه او قر بانى ورکړي اودا نيم آزاد حيثيت ئې حا صل کړې ـ د افغان قوم بندو بستي علاقو (محکوم افغان ) يعنى برټش بلوچستان ( پۀ بلو چستان کښې د پښتنو علاقى ـ او صوبه سر حد چې حدود ئ تر مار ګې دغرونو پورې وو، مثالي سياسي مبارزه وکړه او افغان قوم ته ئې تار يخ جوړونکى حيثيت ورکړو ـ اود پوره هندو ستان نه ئې زياتې قر با نيانې ورکړ ې دا بيله خبره ده چې ددغه قر با نيو پۀ نتيجه کښې غلامى ختميدل لازمي وو او ختمه شوه ـ ليکن افغان قوم ته د هغوي د مبارزو او زيارونو څۀ خوا ږ ۀ پۀ لاس ور نغلۀ ـ بلکې د آزادۍ دغه ميوه هم چا پۀ لار کښې وتروړله ـ