ګريټ ګېم

                                                                      ظفرکريمي

ښه شېبه روسته هغه ټي وي بنده کړه،ريموټ يې يو لور ته وغورزاوه،سر يې ښي او ګيڼ لور ته وخوزاوه او د څک....څک...څک په کولو سره يې د خواشينۍ اظهار وکړوـ زه پوه شوم چې په خبرونو کې يې دکومې بدې پېښې خبر واوريدوـ ماويل  بيابه ولسي خلق بمباري شوي وي،بيا به د ماشومانو په مينځ  په خطا سره کوم توغوندې لګيدلى وي ـ ماويل بيا به کوم وادۀ په وير بدل شوى وي ـ ما غوښتل خاموشي ماتۀ کړم او دهغه څخه دهغه د خواشينۍ لامل وپوښتم ،خو جرات مې نشو کولاي او يا مې شايد دا مناسب نه ګڼله ـ "کله کله چپتيا پخپله ګويانه وي" ـ هغه تراوسه سر زوړند نيولى وو او په پښه يې زمکه ورورو ټپوله ـ
زما تلوسه زياته شوه ،ما دهغۀ د توجۀ د جلبولو په موخه مرۍ تازه کړه،خو هغه لکه بيخي چې اوريدلي نه وي ،بيا مې ټوخې وکړو ،هغه لکه چې بله دنيا کې وي ـ ما غوښتل اوس يې په ولي لاس کيږدم او ترې وپوښتم چې څه دې واوريدل ـ ما ځان برابر کړو ،پاڅيدم خو ما لا  لاس دهغه په ولي ايښودى نه وو چې هغه پورته وکتل ،تڼۍ يې پرانيستې،په دواړو لاسونو يې خپل کالر  شا پله خوى کړې ،لکه چې ډېره ګرمي يې شوي وي ـ بيا يې ورو شان وويل " داهم د ګريټ ګېم برخه ده" ـ داد هغې عادت دى چې اول خبرې نه کوي ،خو چې يو ځل خبرې شورو کړي بيا به يې د چا پلار چُپ کړي ـ
"خېر خو دى پيره! ګريټ ګېم برخه ......څه شى يادوې"؟ ما په خنديدونکي لهجه وويل ـ
"ددى قام د ويشولو ګريټ ګېم يادوم  " هغه لږ په اوچت اواز سره وويل ـ
"خبر څه دى" ؟ ما په مخامخ چوکۍ د کيښناستو په مهال وويل ـ
"قبايلي سيمه کې يو بل افغان کډوال د "جاسوس "په تور چرماري شو"ـ
"په دى کې د ګريټ ګېم څه خبره ده ،بس جاسوس وو،او هغوۍ خو "جاسوس "سره همداسې کوي" ـ زه په چوکۍ نيم وغزيدم او په بې پرواهۍ سره مې وويل ـ
"اوف ف ف ...په دې خبره د پوهيدو لپاره که سل کاله نه وي نو لږ ترلږه لس کاله مخکنى تاريخ کتل پکار دي ـ "
ما هيڅ ونه ويل د جېب نه مې قلم راواخيستو،خُلې ته مې نزدې کړو او په کرار  کرار مې د غاښونو سره جنګول شورو کړل ـ
"تا ته مالومه ده چې طالبانو په شمالي ولايتونو کې د اتلسو کالو پورته ټول خلق د جلب زار په نامه جهاد ته استول ؟"
"اوريدلي خو مې دي  ما په اطمنان سره ځوا ب ورکړو ـ "
"جلب زار هم د ګريټ ګېم حصه وه ـ او که ته يې نه منې نو دې ته فکر وکړه چې دطالبانو سره هغۀ وخت د افرادي قوت هيڅ کمې نه وو ـ "
"هغه څنګه ؟" ما پوښتنه وکړه ـ
هغه د هغه مخ ته پروت مېز له يو سوک ورکړو او په جذباتي انداز يې وويل " د جلب زار موخه داوه چې سبا ته به پښتانه(طالبان)ختم شي او دشمالي ولايتونو خلق به د طالبانو ددغه جلب زار په عکس العمل کې شمال مېشتۀ پښتانه په نښه کړي او دهغوۍ څخه به د خپلې بدلې اخيستو هڅه کوي ،پښتانۀ به مزاحمت کوي او دغه شان دعمل او درعمل د جګړې نه به خپل مينځي جنګ جوړ شي ـ "
هغه ساه واخيسته او بيا يې وويل "تاته ياد دي د طالبانو د سقوط سمدست روسته شمالي ولايتونو کې دپښتنو سره يو څو ناوړه پېښې وشوې ـ خو زر خداي خېر کړو ـ "
زه غلى پاتى شوم ـ هغۀ مېز يو کرت بيا په سوک ووهلو او په غصه ناک اواز يې وويل" نن هم د هغۀ ځايې مهاجر (افغان)دلته د جاسوس په توګه غوڅيږي او  هرسړې دهغه "جاسوس" مړى يوه ګټه ويشتل داسې ګڼي لکه حاجي چې مزدلفه کې شيطان ولي ـ سبا ته هلته ددې سېمې سړى د طالب او ترهګر په نوم زغلول کيږي ـ او دا کار به ډېر زر  ددواړو خواو ترمينځ نفرتونه سيوا کړي ،او دا شتۀ  د وړو پوزۀ به هم پرې کړي ـ او مونږ به داسې په "کوز او بر "وويشي چې تل به يو بل ته ګُته په ماشه وي ـ
هغه په ميز پروت د اوبو ګيلاس خُلې ته پورته کړو ، ما موقع غنيمت وګنړله او تپوس مې وکړو  چې "ددې کار فايده څه ده او ګټه يې د چا ده ،زما خو سر پرې خلاص نه شو"
هغه دا ځل ميز په دواړو سوکانو ووهلو او د چغې په انداز يې وويل " هغه چا ته ،چا چې دا ګريټ ګېم څه دپاسه سلو کالو راهسې شورو کړى دى ـ"