جـــــــــــایزه

     ساګرتنقیدی

 

چې د ښارونو جائزه واخلو
ښه پۀ هر ښار باندې نظر اوزغلو
لږ پۀ دې خپل ګرېوان کښې هم اوګورو
تۀ پېښور د نورو کم نۀ ګڼې
تۀ پيښور ته پيښور وائ
خو زما ستا د پيښوره ګېله
بلها شکوې بلها ګېلې پۀ زړۀ دی
زۀ به اؤل د بمبۍ مسافر
زۀ به ډهلی ته پۀ يو سا رسيدم
چې ډکول دوزخ د خيټې شرط وو
ستا پيښور پۀ هغه ورځو کښې هم
چرته زما لمن نيولې نۀ ده
چې اې زما د تن نيازبينه بچې
تۀ پۀ ډوډۍ پسې ځان ولې وروکۍ
راځه زما سره د څۀ کمې دې
بيا چې هندو اؤ مسلمان ويش وکړو
زما پۀ هر څۀ د پنجاب قبضه شوه
زۀ کراچۍ ته پۀ يو منډه راغلم
دلته دې ښار ما سره هر څۀ اوکړو
ما پۀ مړه ګيډه ډوډۍ اوخوړه
دلته کښې خان اؤ نواب نۀ پيژنم
خپله بريت تاؤ کړمه نواب ګرځمه
دا ښار زما د غريبۍپړده ده
دا ښار زما د ارمانونو ښار دې
دلته ساقی اؤ مې خوار دواړه ازاد
دلته رنګينې فضاګانې ډېرې
دلته ګودرې اؤ باغونه بلها
زۀ چې دا ستا د پيښور پۀ کوڅو
څومره نظر واچوم اوګورمه
دومره به ستا د ژوندو شمار هم نۀ وی
څومره چې مړی پۀ دې ښار کښې لرم
د شهېدانو شمېر مو هم ډېر دې
منم چې دغه پيښور زما اؤ ستا شرېک دې
منم چې دغه پيښور مو تارېخی پيښور
منم چې دغه پيښور مو د سکون پيښور
خو نۀ ئ تۀ پخپله غيږه کښې اوده کړې چرته
اؤ نۀ ئ ماله د مړې ګيډې ډوډۍ راکړه
پيښور ټيک ده پيښور دې کنه
خو کراچۍ خو د ښارونومور ده