دوه زره اووم کال کې د پښتو چاپ کتابونه او نور اثارو مذاکره
                                                                ظـــــــــــفرکریمی
     دجرس ادبی جرګې مذاکراتی غونډه د دوه زره اتم کال په دویم مازیګر جهانګیر پارک کراچۍ کې د امان اپریدی په صدارت کې وشوه چې د نظامت چارې یې ظفرکریمی ترسره کړی ـ دایجنډې له مخې غونډې ته لمړی ظفرکریمی دتېرې غونډې روداد واورلو ـ  په روداد د تنقید شورو وصال مومند په دې ټکو وکړه چې ظفرکریمی هر وخت روداد کې داسی ټکی استعمالوی چې مشکل وی ،او ددی مطلب دا راولاړیږی چې نوموړی په مونږ د افغانۍ لهجې  د راتپولو هڅه کوی ـ طاهر اپریدی وویل افغانۍ لهجه هم لویه لهجه ده او که یو څوک یې استعمالوی نو ښه خبره ده ـ محب وزیر وویل چې دپښتو ژبی ډیر توری مونږ پریښی دي او دهغې په ځای مو دنورو ژبو ټکی راخیستی دي ،خو بر پښتانه دپارسۍ د ځینو ټکو سربیره ټول خپل ټکی استعمالوی او دا د افتخار او خوښۍ خبره ده ـ
     ظفرکریمی وویل چې پښتو ژبه کې دوه مشهورې لهجې دي  چې یوه "یوسفزۍ "او بله "قندهارۍ" نومیږی ،خو لهجه دلوستو او تلفظ سره تعلق لری او د لیک سره هیڅ تعلق نه لری ،لکه دمثال په توګه مونږ" اوښ" لیکو او "اوخ "یې تلفظ کوو،خو په قندارۍ لهجه کې همدغه ټکی  "اوش" بللی شی ـ پکار ده چې لهجه او رسم الخط کې توپیر وشی ـ
     دغونډې دویمه برخه کې په "کال دوه زره اووم کې د پښتو چاپ کتابونه او نورچاپ اثار" موضوع باندی بحث شورو شو چې پېل یې طاهر اپریدی دخپلو لیکولو تاثراتو څخه وکړه ـ نوموړی زیاته کړه چې دنورو کلنو په څېر تېرکال هم دپښتو ډیرکتابونه او رسالې چاپ شوي دي خو دلته مونږ دهغو کتابونو ذکر کوو کوم چې معیاری او ترمونږه رارسیدلي دي ـ ده وویل چې په دغو کتابونو کې یوکتاب" پښتو ادب او نړیوال کلی" د عارف تبسم دمختلفو مقالو مشتمل کتاب دی  ـ دغه تحقیقی او تنقیدی مجموعه د ادب او په تیره بیا د نثری ادب لوستونکو ته د یوې ښی او درنی ډالی نه کمه نه ده ـ ځکه چې پښتو ادب کې د نثری ادب ډیر زیات کمی محسوسیږی ـ ده په خپلو خبرو کې وویل چې زما په خیال دغه کتاب کې راوړل شوی ځینی مقالی تر یو حده سپوروالی لری او هر عام لوستونکی تری ګټه نشی پورته کولی،خو ددی سره سره دغه کتاب دلوستو او په کتابتون کې د خوندی کولو جوګه دی ـ
      ده وویل چې تېر کال د اسیرمنګل ریشه دویم ځل چاپ شوه او داکار ددی غمازی کوی چې پښتانه د معیارۍ شاعرۍ لوستنه ضرور کوی ـ خو ترکومه چې داسیرمنګل د شاعرۍ خبره ده نو هغه یو آرټسټ او ښه شاعر دی خو که خبره د اوچتی پای د شاعرۍ شی نو بیا پر ی د خبری ګنجایش شته ـ داسیرمنګل یوه بله شعری مجموعه "په لار مازیګر ې دی" هم تېرکال د امارات مېشته شاعرانو په شریکه چاپ کتاب دی ـ دغه شان مذکوره کال کې دځانګړی اسلوب څښتن شاعر ښاغلی غازی سیال شعری مجموعه" رنګونه بهارونه "چاپ شوی ده چې پکې سیال صېب خپل مخصوص رنګ او شعری انداز په ځای ساتلی دی ـ
طاهر اپریدی په خپل لیکلوتاثراتوکې د عبدالله جان فګار دشعری مجموعی "ګل پاڼی" ذکر هم وکړواو دمهراندیش دشعری ټولګی  شعر تصویر دجانان ذکر هم ـده د مهر اندیش دکتاب په اړه وویل چې په دغه کتاب کې د راوړل شویو غزلوکې دمردان دشاعرانو یو مخصوص رنګ خور دی او زما په خیال اندیش د ښاغلی اقبال اقبال  د شاعرۍ نه څه نا څه تاثر ضرور اخیستی دی ـ په دغه کتاب حسینه ګل یوه روایتی شان سریزه هم لیکلی ده  چې پکې ذکر شوی ځینی خبری ډیر تپوسونه راپیداکوی او ډیری خبری پری کول غواړی چې اوس یې موقعه نه ده ـ ده وویل چې بیا هم که د مهراندیش څخه دسبا لپاره د یوه ښه غزل ګوه شاعر تمه کیدی شی ـ
وصال مومند وویل چې د محمود ایاز دشاعرۍ مجموعه" دازه هم په سایه بدل شوم "او دقېصر اپریدی "جمالیات یو نظریاتی جاج "ښه کتابونه دي ـ
    ریاض تسنیم وویل چې طاهر صېب په تقصیل سره جایزه واخیسته خو دومره وایم چې تېرکال په مجموعی لحاظ سره دپښتون قام لپاره هغومره حوصله افزاء نه دی څومره چې ورته ضرورت ؤـ تېر کال دومره هم ونه شو چې دپخوانیو کلنو د ایازداودزی دکتاب "ادبی هڅی "په څېر کتاب چاپ شی ـ البته دومره ده چې ډاکټر همایون هما کتاب چاپ شوی دی کوم کې چې هغه دمیاتقویم الحق کاکاخېل مقالی چاپ کړی دی ،یوښه کتاب دی ـ شعری مجموعی هرکال چاپ کیږی خو داخبره قابل دغور ده چې په مجموعی توګه چې پښتون قام دکوم حالاتو او واقعاتو نه راتېریږی پښتو ادب په ایماندارۍ او انصاف سره هغه نه دی ترسره کړی ـ زمونږ ادیبانو هم هغسی لیک کړی دی کوم چې شل دیرش کاله دمخه کیدو ـ- یعنی دنن په مرګونی  حالت هم زمونږ شاعران مخص سندری لیکی خو ددی برعکس نیم ادبی رسا لی لکه پښتو ن او لیکوال دغه کار تریوې اندازی ترسره کړی دی - هغوی دحالاتو ترمخه دلوستونکو په ذهن کې داخبره اچولی ده چې دمونږ سره کیږی - پکار ده چې شاعر او ادیب په دی سوچ وکړی چې زه دکوم قام حصه یم او زه دچا لپاره لیکم ـ
      مبارک احمدمبارک وویل چې دلته کراچۍ ته زیاتره کتابونه نه رارسیږی ،خو کوم کتابونه چې مونږ ته رارسیدلی دی په هغې کې زیاتره کتابونه معیاری ځکه نه دي چې هغه کتابونه شاعرانو یوازی ددې لپاره چاپ کړی دي چې دهغه مخص یو کتاب چاپ شی ـ
     امجدعلی سورج وویل چې دشاعرۍ برخه کې دمجبورسورانی" دسپرلی ګلونه "،درحیم شاه "زلزلی "، دابراهیم خان شبنم" لاشاری ګل" ، داحمدسعید اتل" دپرخې څاڅکی" تېرکال کې چاپ او زما له نظره تېر شوی کتابونه دی ـ
     محب وزیر وویل چې تېر کال دنورقادرشاه سیماب کتاب "سیماب" چاپ شوی دی او یادونه یې ځکه ضروری ده چې د بنو دسیمی نه په ړومبی ځل داسی معیاری شعری مجموعه چاپ شوی ده او دغه شان دغه شاعر په زلمی کول کې یو ښه شاعر مخې ته راغلی دی - یو بل کتاب "منتخب درد" دی ، په دغه کتاب کې دپروفیسر رحمت الله درد منتخب شعرونه چاپ دی ـ درویش درانی کتاب "پښتو عروض" هم تېر کال چاپ دی چې پکې لیکوال ترخپله وسه په دغه موضوع ښه لیکل کړی دی - دصابرشاه صابر په لمړی ځل یوه ښه سفرنامه  "دلوی کور لوی سفر" چې د افغانستان د حالاتو په اړه ده هم مذکوره کال چاپ شوه - په دغه کتاب کې لیکوال د پښتنو داوسنیو حالاتو دپیش کولو یو ښه کوشش کړی دی ـ
ده زیاته کړه چې ډاکتر یارمحمد مغموم هم تېرکال "د ازادۍ دتحریک سره تړلي شاعران " په نوم کتاب چاپ کړی دی چې پکې د 1857م نه تر 1947م پوری دخدای خدمتګار تحریک سره اړوند شاعرانو باندی زړه پوری تحقیق کړی دی ـ دغه شان د اسماعیل ګوهر شعری ټولګه " مابه څوک اوری "هم ښه شعری مجموعه ده ـ
ده د رسالو په اړه خپلو خبرو کې وویل چې "الفت "د لرو او بر و پښتنو په سطحه ښه کردار ادا کوی او ډیری ښی ښی سلسلی په کی چاپیږی چې د" کره کتنی" د سلسلې ذکر پکې د یادونۍ وړ دی ـ  هغې نه علاوه پښتو،تاتره ،پښتون ،مینه سوات ،شیخ بدین هم دیاد وړ مجلی دي ـ
    طاهر اپرید ی د ریاض تسنیم ددی خبری په ترڅ کې چې دپښتنو د حالاتو په اړه پښتنو لیکوالو خپله ذمه واری نه ده ترسره کړی وویل  چې دکتابونو نه علاوه داسی ډیر لیکونه ،کالمونه،او افسانی چاپ دي چې دغه کار ښه په نرۍ ترسره کړی دی او په دی اړه ما پخپله دکراچې او دملک په روانو حالاتو لیک کړی دی ، کوم چې په مختلفو رسالو کې چاپ هم دی ـ
ظفرکریمی وویل چې طاهر صېب په خپلو لیکلوتاثراتو کې د ا خبره یاده کړه چې دعارف تبسم په کتاب "پښتو ادب او نړیوال کلی "باندی هر عام لوستونکی نه پوهیږی ، خو زه دا وایم  چې هر کتاب د عامو لوستونکو لپاره نه وی ـ دغه کتاب ما پوره لوستی دی چې  زما په آند ډیر ښه او ګټور کتاب دی ـ ددی نه علاوه د سیف الرحمان سلیم" سندریز شفقونه" هم تېر کال بیا چاپ شوی دی چې پکې د سلیم صېب غزلونه راټول شوي دي ـ
ده د پښتو مجلو په اړه وویل چې د" الفت" او" لیکوال" نه علاوه "مینه جلال اباد" هم یوه ښه ادبی او سیاسی مجله ده چې ښه په تسلسل سره چاپیږی  ـ
 ده وویل چې د نن سبا په ډیجیټل دور کې د پښتو ادب دپرمختګ په میدان کې د پښتو ویبپاڼو ذکر هم پکاردی ، کوم چې د پښتنو په سیاسی او ادبی میدان کې ښه په چټکی سره خدمت کوی او پښتنو لیکوالو ته دا زمینه برابره وی چې په خلاص مټ خپلې لیکنی د ویبپاڼو له لاری نړۍ والو سره شریکی کړی و چې په دغه حواله د" ټول افغان"  نوم مونږ په لومړی سر کې اخلو ـ دغه ویب پاڼه ادبی خبرونه،نوی له چاپه راوتی کتابونه او ددی سربیره د پښتنو په اوسنیو حالاتو او واقعاتو شننی او تبصری خپروی ـ ددی نه علاوه" بینوا"،"لراو بر "او نورې ډیری ویبپاڼی  ښه په ایماندارۍ دغه خدمت ته اوږه ورلاندی کړی ده ـ
    دنورو ژبو نه پښتو ته ترجمه شویو کتابونو په سلسله کې ده د ډاکتر سفرالحوال دکتاب پښتو ترجمه چې ډاکتر مصطفی نیازی د "اسلام او سیکولرازم" په نوم کړی ده ، یاد کړو  په کوم کتاب کې چې د محراب او کلیسا ترمینځ د رامینځته شویو واقعاتو په اړه تحقیقی لیکل شوی دی ـ ده دغه کتاب په پښتو ادب کې یوه ښه زیاتونه یاده کړه ـ
دغونډې صد ر د ملګرو بحث پوره یاد کړو او په دی ځای دا مذاکراتی نشست پای ته ورسیدو ـ په پای کې ازاده مشاعره وشوه چې پورته یاد شویو ټولو ملګرو پکې کلامونه واورول ـ راروانه غونډه کې به ظفرکریمی شاعری کره کتنی ته وړاندی کوی ـ

                                                    »»»»»»» »»»»»»»»»»»»»»»»