غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل

دا خپلې مټې ګاڼه ږدو،دا خپل سرونه ګاڼه
خو درکــــــــــوی نه شو قلم او نه خوبونه ګاڼه

مونږ سره هر سوداکونکی تاوان نه دی کړی
مونږ د صدو په نېټه ږدو مشــــــــــقتونه ګاڼه

څومره بې رنګه خوشفهمۍ کې زندګی تېروم
خېمه زما خو د خېــــــــمې ټول طنابونه ګاڼه

کال په کال داسې نېستۍ،داسې حادثې راغلی
شی د زلمو ګُـــــتې ، د پېغلو پېزوانونه ګاڼه

د ښاریې د کفـــــــــــــــنونو سوداګرو له بیا
ورکړل بلها ګُلــــــفروشانو دوکانونه ګاڼه

تسنیمه! مونږه یو بې شکه د سبا مجرمان
چې مو دخپلو بچو هم کړه نصیبونه ګاڼه

                               ریاض تسنیم کراچۍ