د اتفاق پښتو ادبی جرګې میاشتنۍ تنقیدی غونډه

                                                                حسرت بونیری

داتفاق پښتو ادبی جرګه کراچۍتنقيدی اجلاس د اتوار پۀ ورځ پۀ 25 جون 2006 کښې پۀ باچاخان مرکز کښې د محمدخان عندليب پۀ صدارت کښې وشو٠ تلاوت انور عادل اوکړو٠ نظامت او د تير اجلاس روداد حسرت بونېری واورؤ٠
     پۀ روداد د بحث شورو نادرکابلګرامی اوکړه دۀ ووئېل چې ډېر ښه اؤ معياری روداد دې،ډېرې خبرې یې پۀ لنډو ټکو کښې پۀ ښه انداز راخیستی دی٠ وزېر نګار ووئېل چې زۀ پۀ تير اجلاس کښې نۀ وم خو د روداد پۀ اورېدو د افسانې پۀحقله پوهه شوم٠ښه روداد دې٠ جلبل اشنغری ووئېل چې پۀ کراچۍ کښې ما پۀ اؤل ځل دومره پۀ تفصيل اؤ ښه روداد واورېدو،حسرت بونېری لۀ داد
ورکوم٠ ساګر،باچا اؤ خاورېن روداد ښه وبللو٠
دغونډی صدر محمدخان عندلیب هم  د روداد ستاینه وکړه ـ او زیاته یې کړه چې   روداد ښه اؤ پۀ تفصيل سره دې، اؤ دا هيله لرو چې حسرت بونېرې به نور هم ښه روداد ليکی٠
          پۀ دويمه برخه کښې نظرجان مداخيل خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو،چې مطلع ئ دا وه٠
                ستا يو انکار سره مې ارمان چغې کړې
             راته  رېښې  رېښې  ګرېوان  چغې کړې
  نوراحمدباچا دمطلع پۀ بابله ووئېل چې نۀ خو ارمان ژړلې شی اؤنۀ ګرېوان،ولې چې ګرېوان د کپړې نه جوړ وی،داکيدې شی چې د چا ارمان نيمګړې پاتې شی نو هغۀ پۀ ارمان پسې ژاړی٠
وزېر نګار ووئېل چې اؤله خبره دا  ده چې د مطلعې چپې برابر نۀ دی٠ دوېم دا چې څنګه باچا چې ووئېل چې ارمان اؤ ګرېوان نۀشی ژړلې دا ټيک ده خو زما پۀ خيال دا احساسات دی اؤپۀ حقيقت کښې احساسات ژړلې اؤ چغې وهلې شی اګر چې مونږ ئ نۀ اورو٠
حسين ثاقب ووئېل چې پۀ مطلع کښي سکته ده اد څۀ خاص خبره پکښې هم نشته٠ساګر تنقيدی ووئېل چې کله ګرېوان وشليږی نو دا د ګرېوان چغې وی ،هر چاته پته ولګی چې څۀ چل خو دې٠ اؤ د ارمان چغې هر هغه څوک اوری چې دچا پۀ زړۀ کښې ارمان وی٠
    ګل رحمان قدردان ووئېل نګار اؤ ساګر پرې چې کومې خبرې اوکړې زۀ د دوئ تائېد کوم٠
جلبل اشنغری ووئېل چې که چا د ارمان چغې نۀ وی اورېدلی نو ارمان هم چا نۀ دې لېدلې، دچا د ارمان نه بل څوک نه وی خبر٠ د ارمان ژړا د انسان اندرونی کيفيت دې٠ پۀ اؤله مصرعه کښې يوه چپه زياته ده،که مصرعه داسي شې نو سکته به تري ختمه شی٠ د يو ارمان سره ارمان چغې کړې، دۀ زياته کړه چې پۀ شعر کښې څۀ شته خو لفظونه ښه نۀ دې استعمال شوی٠ ګنې خيال پکښې ښه دې

                    مجرم  د  مېنې  سبا  دار ته  خيژی
                    پۀ زولنو کښي بندېوان چغې کړې
جلبل اشنغری ووئېل چې د مصرعو د يو بل سره جوړښت نۀ خوری،د مينې مجرم څوک دې اؤ پۀ زولنو کښې بندېوان څوک دې؟ د شعر نه معنی بلکل نۀ راوځی،زما پۀ خيال مات شعر دې٠
عندليب ووئېل چې څۀ داسې وضاحت خو پۀ نظر نۀ راځی چې مصرعې د يو بل سره سمون نۀ خوری٠ حسرت بونېری ووئېل چې که شعر ته لږ سوچ وکړې شی نو ښکاره وضاحت پکښې پۀ نظر راځی چې مصرعې جوړښت نۀ لری٠ ساګر ووئېل چې زۀ د حسرت تايئد کوم٠ محمدخان عندليب ووئېل چې ډير کمزورې شعر دې،که دا خبره ردهم کړو چې مصرعې جوړښت نۀ لری نو بيا هم پۀ شعر يو لفظ داسې نشته چې زړۀ راښکونکې وی،بس هسې يوه روانه جمله ده٠
مقطع:ــــــ  زما  سر تورې  اؤ  بې  څوکه پښتو
              غمخور دی يم مانظرجان چغې  کړې
جلبل ووئېل چې ښه شعردې ولې چې د پښتو سره ئ برمله وفاداری اؤ غمخوری ښکاره کړېده٠
نوراحمدباچا ووئېل چې پښتو دومره هم بې څوکه اؤ سرتوره نۀ ده څومره چې شاعر ملګری پۀ شعر کښې عکاسی کړېده٠ دۀ زياته کړه چې نۀ خو پۀ مخکښنی دور کښې پښتو سرتوره اؤ بې څوکه وه اؤ نۀ پۀ دې دور کښې ده٠ساګر تنقيدی ووئېل چې که مونږه د ابدالی دور ته ګورو چاچې پۀ پوره برصغېر حکمرانی کړېده خو د دۀ د دربار ژبه فارسی وه٠ اؤ نن هم پۀ شمالی پښتونخوا کښې د سوچه پښتنو حکومت دې خو دوئ هم د پښتو پۀ ځائ اردو سرکاری ژبه وګرځوله٠ د دې چا هم تپوس ونۀ کړو نو شاعر ملګری پۀ ځائ پښتو ته بې څوکه اؤ سرتوره وئېلی ده٠ګل رحمان قدردان ووئېل ملګری مايوسۍ نه کار اغستې دې٠حسرت بونيری ووئېل چې ملګری ډير ښه شعر ليکلې دې اؤ دا څکه چې چا هم د پښتو د پاره هيڅ نۀ دی کړی٠
       د غونډې صدر محمدخان عندليب ووئېل چې ملګرو پۀ غزل ښه بحث اوکړو،ماته خو پۀ ټول غزل کښې هم مقطع ښه ښکاری ،بعضې ملګری ورته مايوسی وائ نو چې د سړی نه چاپېرچل مايوسی وی نو هغۀ به څۀ مستۍ وليکی دلته کومه ترقی شوېده چې د هغې ذکر اوکړی، د شاعر کار هم دا دې چې قام ته غلطۍ پۀ ګوته کړی، بعضې سياسی ملګری وائ چې مونږ ستاسو د شعرونو پۀ اورېدو دې خدمت ته ملا تړلې ده نو داهم خدمت دې٠لکه ایوب  صابرصېب وائ
                چې د زړۀ  وېنې پرې وڅڅوم بيت شی

                  زمانې زما نقصان ته فکر اؤکړه
نو شعر هم هسي نۀ جوړېږی٠ پۀ مجموعی غزل چې اکثر ملګری تاثر ورکوی نو وائ چې ملګرې دې کوشش وکړی ښه غزل ؤ،خو زۀ دا وايم چې د غزل نه زۀ مطمئېن نۀ يم،البته مقطع ئ ښه وه٠ هم د دې سره تنقيد پائ ته ورسېدو٠
پۀ راروان اجلاس کښې به اسلام ګل تسکين خپل غزل تنقيد ته وړاندې کوی٠
پۀ اجلاس اؤ ازاده مشاعره کښې اسلام ګل تسکين،ګل رحمان قدردان،نظرجان،انورعادل،نادرکابلګرامی،ساګر،
جلبل اشنغری،وزېرنګار،حسين ثاقب،نوراحمدباچا،توکل خان توکل،انعام الله،افرېن بندېوان،شوکت علی شوکت،
اکبرشاه خاورېن،اميرمحمدسلطان اؤ حسرت بونېری برخه واخیسته٠