هاییکو ګانې
عزیزالله غالب کراچۍ
ماخپل غيرت خپله پښتوسوازوی
وايم چې ذه په زمکه ننوتی
ذه چې سرتوره پښتنه اوينمه
»»»»
دخان نوکرغريب ته داسې اووې
غريب سړے يې هره سخته زغمه
خان خفه کيږی چې فرياداونکړې
»»»»»»»»»
ايره ايره به شې د وخت قاتله
ستاپه غرورباندې به اور اولګی
د پښتنو کاروان ته لارمه نيسه
»»»»
غريب به يم په دې کښې شک نشته دی
ذه به بنګله او محل نه لرمه
شکرپه دې چې بې غيرته نه يم
»»»»»»»»»»»»»
ذه زاره چاودی انتظاراوخوړم
ماتمامی عمر روژې اونيوې
ستاد ديدن اختربه کله راځی
»»»»»»»»
ځوی رااوچوت شی پلارته داسې وايې
پلاره ته هډو په هيڅ نه پوهيږې
ماله افسوس په دې خبره راشی
»»»»»»»»»»»
عزيزالله غالب دا عزم کړی
خيرکه مي سرد تنه لری شی خو
زه په قلم به انقلاب راولم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قطعات ,
ماسره وايه پښتو ژبه چې دې اوپيژنم
که يې پښتون چې پښتو نه وی زه دې څه پيژنم
چاليس پچاس ساټ که ته پيژنې غرورپې مکړه
زه پښتو ژبه کښې څلويښ پنځوس شپيته پيژنم
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چې ټپس ته شاهين وائې ړوند خو نه ئې
د بې ننګو غيرت ستائې ړوند خو نه ئې
ده مندرونه تاويږې دا ته څه کړې
پيدا کړی پاک الله ئې ړوند خو نه ئې
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خلک مې دوخت دليونو په صف کښې شماري خو
زه د عقلمندو ده جرګو په سر اوسيږمه
زوربه دې اوبه شي راته ګوته څندوې څله
زه لکه لړم د منګرو په سر اوسيږمه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
که ته پښتون ئې نو پښتو وايه
اشنا خبرې د پښتو مې لګي
چې دپښتو په ژبه سر ورکوي
دغه يو کارد پښتنو مې لګي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د دنيا حرص ئې لار دحق خطا کړه
ده الله رسول رضا په چا کښې نشته
محبت چې پرې دصدق بام ته خيژي
هغه ناز هغه ادا په چا کښې نشته
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لړې خپرې شوې اسمان اندازې داسې ښکاري
بيا چا ظالم د مظلومانو خونه ورانه کړله
چمن کنډر شو بلبل کډه انغاړي داسې وائي
خزان زمونږ د بلبلانو خونه ورانه کړله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ستا ده مينې پت پښتو مې زړه کښې داغ دی
دا زما د زړه په کور کښې بل چراغ دی
ما غالب ته ده شاهين په نظر ګوره
هسې نه چرته کښې اوی چې دا زاغ دی
عزيزالله غالب کراچۍ