ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

زموږ په اړه


د نورمحمدسعید پېژندګلو

                           نورمحمدسعید پېژندګلو نورمحمد سعيد دپکتيکا ولايت دمرکز شرني اوسيدونکی لمړنۍ زده کړي يي دعلي بابا په ليسه کي تر لاسه کړې..او بيا دنورو سلګونو زرو هيواد والو په څير دسره ښامار له زامو تېښتي ته اړ شوی.داولياګانو دټاټوبي سندغېږ ته راغلی&n

25.07.2009 ظفرساپی کریمي

پروین ملال پیژندګلوي

                                                              د

23.06.2009 ظفرساپی کریمي

ریاض تسنیم وپيژنئ

               د ریاض تسنیم پيژنګلوي محمد ریاض چې په ادبي نړۍ کې د ریاض تسنیم په نوم  مشهور دی په دریم دسمبر نولسوه اته شپېته کې د لعل سید کره پیدا شوی دی ـ په قام مومند دی  ـ لومړنۍ زده کړه یې په خپل کلي بډه بېره پېښور کې ترسره کړ

30.04.2009 ظفرساپی کریمي

دطاهراپریدي لنډه پيژندګلو

                           د طاهراپریدي پېژندګلو طاهراپریدي د جنورۍ په څلورمه نېټه کال ۱۹۳۹ کې د ښاغلي میر اکبر خان کره سترګې پرانستې دي ـ د قام قبیلې په لحاظ د بوړه نومې کلي ژواکی اپریدی دی ـ د معاشي ژوند په لړ کې د ډېر مودې راهسې کرا

26.04.2009 ظفرساپی کریمي

غزل

                 غزل د غرونو لوېې سلسلې په کار ديزلفې دې لنډې دي اوږدې په کار دي جامه هغه چې سړی پټ وساتيدې بعضې خلقو له جامې پکار دي د خود توبه مې هډو خوښه نه دهپه بې خودۍ کې مې توبې په کار دي د بې معنې سجدې نه څه جوړیږيسجدې په کار دي خو سجدې په کار دي

14.04.2009 ظفرساپی کریمي

غزل/ګوهر وزیر

                  غزل له ناکامــــــــــــــــــه د محفله سره خاندوخپله ژاړو خو د بله سره خــــــــــــــــاندو څو کسان راته په زړونو کې پسخیږيزه او یار چــــــــــــې کله کله سره خاندو یو مو ډول،یو مو اتڼ ،یوه مو ټپه دهد باګرامه تر کـــــــــــــــــابله سره خاندو

11.04.2009 ظفرساپی کریمي

غزل/ظفرکریمي

                  غزل خایستې! دلته هغه سړی پــــــــــــه لار دی خایستې! څوک چې زما په آند بې لار دی   خایستې! کــه دې د زلفو  نه را وځــــــــم خایستې! راته زرین قفس تیــــــــــــار دی  

19.02.2009 ظفرساپی کریمي

غزل /نورمحمد سعید

چاچی پټ دشا له خواه وېشتلی ېم ټول عمر ېې ګران اشنا بللی يم مه پوښته له ما نه دتېاری قېصه ټوله شپه په سره اورګرزیدلی يم هرماښام به ورغلم د وره  خواته هر سهار يي بيرته بېا شړلی يم نه کوم ګېلی او شکايت له چا زه خو مې دا خپل زړګي خوړلی ېم  نه وینم ژوندون او نه راځی مرګی داسی يو ګړنګ ته ور لویدلی ېم ژونده ستا میدان مې هم ګټلی شوای څه وکړم له هر څه نه وتلی ېم

18.02.2009 ظفرساپی کریمي

دغالب غزل

                      غزلدهجران سخته ګرمي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړېدا زاري د   ليوني ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې په ازغنه لار مزل دی تـــــــــــــــــــــــر مرامه رسيدل ديپه سر پنډ مې غريبي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې همدرد دي رورولي نشته پت ښيګړه حيا ورکههرطرف ته ځان ځاني ده لويه خ

01.09.2008 ظفرساپی کریمي

سوات پښتو ادبی ګلونه کراچۍ وپیژنﺉ

            سوات پښتو ادبی ګلونه کراچې (لنډا پیژنګلوی)                                       امجدعلی سورجسوونه کلو نه دمخه کله چې دنړۍ مشهور سېلګری ابن

10.03.2008 ظفرساپی کریمي

هايکوګانې ........................غزیزالله غالب

            هاییکو ګانې                     عزیزالله غالب کراچۍ ماخپل غيرت خپله پښتوسوازویوايم چې ذه په زمکه ننوتیذه چې سرتوره پښتنه اوينمه              »»»» دخان نوکرغريب ته داسې اووېغريب سړے يې هره سخته زغمهخان خفه کيږی چې فرياداونکړې

29.02.2008 ظفرساپی کریمي

دحبیب الله همدرد یو نغد غزل

                                غــــــــــزل چي يوشان ئي وی ګفتاراوکرداردواړهنه وی هيڅ هغوی ته خاراوخارداردواړه دپښتو د رواياتو بيخ کنی دهپه يوه ژبه اق

27.02.2008 ظفرساپی کریمي

غزلونه ................عزیزغالب

           غــــــــــــــــزل دخپل قام وطن پۀ ننګ قربانيدی شوددشمن ګولۍ پخپله سينه وړی شو که منزل دتورو غرونونه  فنا  ویمونږد لوړوغرونوخلک يوختی شو خسمانه چې ئې دزړه په وينوکيږیمونږ په هغه سروګلونوشماريدی شو ستاد مکراښکې ماته منظور نه دیپخپل غم باندې پخپله ژړيدی شو ستا د لاس دراکولو حاجت نشتهمونږپخپل همت منزل ته رسيدی شو څنګ ا

26.02.2008 ظفرساپی کریمي

باچاحسین شاکر..................غزل

               غزل چیرته ډیر اوچت چیرته لږ کم دیوالپه هر قدم په هر قدم دیوال چیرته وجود کړی زخم زخم دیوالچیرته د زخم شی مرهم دیوال چیرته چې ما او تا غندلو دیوالهلته کړو خلقو محترم دیوا

12.02.2008 ظفرساپی کریمي

باچاحسین شاکر..................نظم(شعر)

     بې حـــــــــــــــــسی په توره شپه کې د لیتکی رڼا زمونږ په چم کېنه نه دا خوب دیحقیقت نه دیدا نشی کیدیمونږ په تیاروکې مېشته خلقدتیارو طرفداردتیارې توره قبا څنګه په رڼا شلوی شومونږ دتیارو سره عادت یوپه تیارو کې اوسونو د رڼا په شغلو سترګې بریښوی نه شواو دشغلو په رڼا سترګې ړوندوی نه شوزمونږه خپلی سترګی خوښې دسرونو په شانځکه خو وایمه

03.02.2008 ظفرساپی کریمي

غزل.......................شریف کنډروال

                غـــــــــــــزل  عشق جذبه مې په مين زړه کښې غورځنګ جوړویلکه تصوير چې مصورد خيال په رنګ جوړوی په خوب اوده پښتنو ويخ شئ مخ نيوی يې اوکړئستاسو په ښارکښې مرکزونه ده فرنګ جوړوی اغيارميشته موشوپه کلی کښې پښتون لاليهپه شرارت زمونږ ديوبل سره جنګ جوړوی اوس د رندانومحفلونه په کوڅو کښې لګیڅوک په بوتلوشراب څکی څوک پک

01.02.2008 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more