غزل
دهجران سخته ګرمي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې
دا زاري د   ليوني ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې


په ازغنه لار مزل دی تـــــــــــــــــــــــر مرامه رسيدل دي
په سر پنډ مې غريبي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې


همدرد دي رورولي نشته پت ښيګړه حيا ورکه
هرطرف ته ځان ځاني ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې


چا ده پيرلمن نيولې څوک په طمه ده درګاه دي
د بنديانو بندګي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې


دې بې دړده معاشره کښې ده غريب خاورې ژوندون دی
مايوسي او بي وسي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې


په دې ښارې نافرسان کښې غريبان په ژړا سر دي
مجبوري او مجبوري ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې

خپل غالب نه کړې مغلوبه اى زما غالبه ربه
ډيره ستغه زندګي ده لويه خدايه خيرراپيښ کړې

عزيز الله غالب کراچۍ